سلام حنفي: م.م باید افغانستان کې د تېرو دوه کالو پرمختګونو ته په کتو، موږ په رسمیت وپېژني

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، د دوی په واکمنۍ کې شوي پرمختکونو ته په پام باید ملګري ملتونه د دغې ډلې حکومت په رسمیت وپېژني.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، د دوی په واکمنۍ کې شوي پرمختکونو ته په پام باید ملګري ملتونه د دغې ډلې حکومت په رسمیت وپېژني.
د طالبانو تر واک لاندې ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي حنفي دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې کاني واګنا راجا سره په لیدنه کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې دوی د خپلې واکمنۍ په موده کې اداري فساد له منځه وړی، د کوکنارو په کر او قاچاقو د مخنیوي په کار کې یې کوټلي ګامونه اخیستي او د ده په خبره چې سوله او سرتاسري امنیت یې هم ټینګ کړی دی.
هغه د اقلیمي بدلون څخه د رامنځته شویو ستونزو د هواري په برخه کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په خبرپاڼه کې دا رنګه ویل شوي، چې مېرمن کاني واګنا راجا په دغې لیدنه کې عبدالسلام حنفي ته ډاډ ورکړی چې ملګري ملتونه به د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستې جاري ساتي او د چاپېریال ساتنې، بشري چارو او د بېوزلۍ په کمولو کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د ارګ د خبر پاڼې له مخې مېرمن واګنا راجا وړمه ورځ په هرات کې زلزله ځپلو ولسوالیو ته ورغلې وه او هغوی ته یې هغه لنډ مهاله جوړ شوي کورونه وسپارل، چې د ملګرو ملتونو د ادارو لهخوا جوړ شوي وو.
د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیالې د دغو لنډمهاله کورونو د سپارلو پر مهال وویل، دا یو پیل دی او غواړي زلزله ځپلو ته تر دې نور ښه او دایمي استوګنځایونه جوړ کړي.
نوموړې هلته له یو شمېر مېرمنو سره د لیدو پر مهال ویلي، چې باید په افغانستان کې ښځو او نارینهو ته د کار او زدهکړو په برخو کې مساوي فرصتونه برابر شي.