د دوبۍ نړۍوال هوايي ډګر په ۲۰۲۳ کال کې له ۸۶.۹ مېلیونو څخه ډېر مسافر لرل

د دوبۍ نړۍوال هوایي ډګر له لارې چې د نړۍ تر ټولو بوخت هوایي ډګر دی، د تلونکو مسافرو شمېر یې تېر کال د ۲۰۱۹ کال پرتله هم ډېر و. د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجراییوي مشر پاول ګرېفېتس د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په ټولیز ډول په ۲۰۲۳ کال کې دغه هوایي ډګر ۸۶.۹ مېلیونه مسافر درلودل.