د طالبانو سفیر له چينايي شرکت له مشر سره د مس عینک کان د قرارداد پر عملي کولو ټینګار کړی

په چين کې د طالبانو استازي د چنيايي دولتي شرکت د مشر سره په لېدنه کې د مس عینک کان د قرار داد پر عملي کولو او دوه اړخيزه همکاريو ټينګار کړی. دغه چینايي شرکت د عینک کان د استخراج تړون په ۲۰۰۷ کال کې د هغه مهال افغان حکومت سره، چې مشري یې حامد کرزي کوله لاسلیک کړ.