
انتونيو ګوترش په دوحه کې په خپله وينا کې په اخطاريه ډول وويل؛ هیله من دی، چې د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ خبرې به د «جلاکېدو» لامل نه شي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي؛ د دوحې له غونډې مخکې یې د طالبانو یو لیک تر لاسه کړی، چې په کې د «نه منلو وړ» غوښتنې ترې شوې وې.
ښاغلي ګوترش د طالبانو د وضاحتي لیک په اړه وویل؛ دغې ډلې داسې غوښتنه کړې، چې د افغان ټولنې له نورو برخو سره د خبرو لپاره د ملګرو ملتونو له حق څخه سرغړونه وه.
تر دې مخکې طالبانو په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې وه، چې له ملګرو ملتونو یې غوښتي، چې دوحې ته دې د افغانانو د یوازیني استازي په توګه بلنه ورکړي او نورو خلکو ته دې د افغانستان په استازیتوب له بلنې ډډه وکړي.
د دوحيې ناسته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربه توب جوړه شوې وه، چې د افغانستان د مدني ټولنې په استازيتوب پنځه کسانو ته بلنه ورکړل شوې وه.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان د مدني ټولنې او نورو خلکو غږ اورېدل «مهم» وبلل.