• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوړو نړۍوال پروګرام: تېر کال مو په افغانستان کې یو نیم میلیون زده کوونکو ته خواړه ورکړل

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۸ GMT+۰

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان وکړ، چې تېر کال یې په دغه هېواد کې د لومړنیو ښوونځیو یو نیم میلیون نارینه او ښځینه زده کوونکو ته خوراکي توکي وېشلي دي. د دغه سازمان د اعلاميې له مخې؛ په دغو خوراکي توکو کې د ښوونځيو لپاره وړيا، غوړي او اوړه شامل وو.

د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) له ملګرو ملتونو سره تړلې دغه سازمان د اېکس ټولنیزې شبکې پر خپلې پاڼې په یوه یادښت کې لیکلي، چې د ښوونځي پر هلکانو او نجونو خواړه وېشل شوي دي.

د دې یادښت پر بنسټ؛ یوازې په لومړنیو ښوونځیو کې ۱۴۴ زره ښځینه زده کوونکو ته غوړي او اوړه وېشل شوي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړه، چې دغه خوراکي مرسته به له زده کوونکو سره مرسته وکړي،چې ښه زده کړې وکړي او خپلو کورنیو ته یو څه خواړه ورسوي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د میلیونونو زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي؛ له تېر کال راهیسې له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله په دغه هېواد کې له ۱۰ میلیونو وګړو سره مرستې بندې شوې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په افغانستان کې د انټرنېټ کاروونکو د معلوماتو د خوندي کولو په موخه یو مرکز جوړ شوی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند په افغانستان کې د انټرنېټي کاروونکو د معلوماتو د ساتلو لپاره د انټرنېټي تبادلې د مرکز د جوړولو اعلان وکړ. عنايت الله الکوزي زياته کړه؛ پخوا به هغه هېوادونه چې افغانستان انټرنېټ عرضه کولو، په اسانۍ سره د کاروونکو معلوماتو ته لاسرسى درلود.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت ویاند د خپلې اېکس ټولنیزې شبکې په پاڼه کې لیکلي دي، چې د دغه مرکز په جوړېدو سره په افغانستان کې د انټرنېټي کاروونکو امنیت تامین شوی دی.

عنايت الله الکوزي زياته کړه، چې د دغه مرکز په جوړېدو سره به د افغانستان د ټولو کاروونکو معلومات خوندي شي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت د ویاند په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرکز د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

عنايت الله الکوزي ليکلي، چې د دغه مرکز په جوړېدو سره به په هېواد کې دننه هېوادوالو ته باکيفيته او ارزانه انټرنېټي خدمات وړاندې شي.

په همدې حال کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو او په ځانګړي ډول کلیو کې یو شمېر افغانان لا هم چټک انټرنېټ او په ځینو سیمو کې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

تر دې مخکې د بامیانو د چیجین کلي یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې دوی د انټرنېټ په کارولو او ټیلیفونونو کې له ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان موټرسايکل ځغلونې لوبډله د نړۍوالو سياليو لپاره پاکستان ته روانه شوه

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۵۴ GMT+۰

په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د موټرسایکل ځغلونې فدراسيون مسولين وایي، چې ۱۸ کسيزه لوبډله يې د سياليو لپاره پاکستان ته روانه شوه. طالبانو په دې سياليو کې د افغان لوبډلې د بري هيلې ښودلې دي.

په افغانستان کې د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د موټر سايکل ځغلونې ۱۸ کسيزه غښتلې لوبډله يې ټاکلې او په پاکستان کې به په نړۍوالو سياليو کې برخه واخلي.

د موټرسایکال ځغلونې په دې سياليو کې افغانستان، پاکستان، ایران او سعودي عربستان برخه لري.

دغه سيالۍ به پنځه ورځي دوام وکړي.

د افغانستان د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د معلوماتو له مخې؛ سيالۍ به د سې شنبې په ورځ د پاکستان په کوربه توب په لاهور ښار کې د کراس او کوهستان په سبک کې پيل شي.

د افغانستان د موټر سایکل ځغلونې د فدراسیون د معلوماتو پر بنست؛ دا فدراسیون اوس مهال په ۱۵ ولایتونو کې څانګې او ۶۰۰زيات لوبغاړي لري.

ملګري ملتونه: د اوکراین په دوه کلنه جګړه کې دوه میلیونه کورونه ویجاړ شوي دي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۳۳ GMT+۰

ملګرو ملتونو وویل، چې په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې دوه میلیونه کورونه زیانمن شوي او یا هم ویجاړ شوي دي. دغه سازمان په یوه یادښت کې لیکلي چې په راتلونکې لسیزه کې د اوکراین د بیارغونې لپاره ۴۸۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

په اوکراین کې د جګړې د دوه کلنې کلیزې په مناسبت، ملګرو ملتونو په دې لایحه کې ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې بشري اړتیاوې لوړې دي او د بیارغونې لګښتونه په ډېرېدو دي.

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ (سلواغې ۳۰مه) د ایکس ټولنیزې شبکې په یوه یادښت کې لیکلي چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې په ملي او ټولنیزه کچه د سمدستي بیارغونې لومړیتوبونو لپاره ۱۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، نړيوالو همکارانو د دې کار لپاره ٥،٥ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې تر ټولو زیات زیانونه دونتزکا، خارکف، لوهانسک، زاپوریژیا او کیف په ښارونو کې د کور جوړونې، ترانسپورت، سوداګرۍ، صنعت، انرژۍ او کرنې په برخو کې شوي دي.

د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه پیل شوه او روسیه دا مهال د اوکراین پر ۱۷،۵ سلنه خاوره کنټرول لري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ چې که جګړه دوام وکړي، اوکراین به "نه جبران کیدونکی او خورا جدي" ضربه وخوري.

د دوحې د غونډې ګډوډولو لپاره د ایران هڅې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۱۲ GMT+۰

له دوحې څخه د رارسېدلو تازه خبرونو له مخې ایران هڅه کوي چې د افغانانو د ملي پخلاینې لپاره د ملګرو ملتونو پلان سره ګډوډ کړي.

د افغانستان انټرنشنل سرچینو ویلي چې ایران د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو مخالف دی او فکر کوي چې دا کار به په افغانستان کې د دغه هېواد اغېز کم او د امریکا اغېز به زیات کړي.

په دوحه کې د افغانستان انټرنشنل خبریال د افغانستان لپاره د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي څخه پوښتنه کړې چې تاسو د دوحې د غونډې په ګډوډولو تورن یاست؟

هغه په ځواب کې وویل چې ایران «هغه څه کوي چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي.»

بل خوا د ایران، روسیې او چین استازو ویلي که طالبان ځانګړی استازی ومني، «موږ یې نه منو»

يوه لوېديځ ډيپلوماټ د افغانستان انټرنشنل خبريال ته وويلي چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په مشرۍ د تړلو دروازو تر شا په هغه غونډه کې، د ايران، روسيې او چين ځانګړيو استازو وويل چې که طالبان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي غوښتنه ومني، «موږ به يې ونه منو.»

سرچیني: ډیورنډ کرښې ته نږدې پکتیکا کې ماین چاودنې څلورو 'پاکستانیانو' ته مرګژوبله اړولې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۰ GMT+۰

سرچیني وايي، نن دوشنبه د (سلواغي ۳۰مه) ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیکا لوري ته پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودنې، یو پاکستانی وګړی وژلی او درې تنه نور یې ټپیان کړي.

له اغزن تار څخه د افغانستان لوري ته د یادو پاکستاني وګړو د سفر په اړه نور نورجزییات نه دي ورکړل شوي.

دا لا نه ده معلومه چې دغه وژل شوي او ټپیان شوي کسان په چا پورې اړوند دي.

تر دې مهاله طالبانو د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.