• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان موټرسايکل ځغلونې لوبډله د نړۍوالو سياليو لپاره پاکستان ته روانه شوه

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۵۴ GMT+۰

په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د موټرسایکل ځغلونې فدراسيون مسولين وایي، چې ۱۸ کسيزه لوبډله يې د سياليو لپاره پاکستان ته روانه شوه. طالبانو په دې سياليو کې د افغان لوبډلې د بري هيلې ښودلې دي.

په افغانستان کې د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د موټر سايکل ځغلونې ۱۸ کسيزه غښتلې لوبډله يې ټاکلې او په پاکستان کې به په نړۍوالو سياليو کې برخه واخلي.

د موټرسایکال ځغلونې په دې سياليو کې افغانستان، پاکستان، ایران او سعودي عربستان برخه لري.

دغه سيالۍ به پنځه ورځي دوام وکړي.

د افغانستان د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د معلوماتو له مخې؛ سيالۍ به د سې شنبې په ورځ د پاکستان په کوربه توب په لاهور ښار کې د کراس او کوهستان په سبک کې پيل شي.

د افغانستان د موټر سایکل ځغلونې د فدراسیون د معلوماتو پر بنست؛ دا فدراسیون اوس مهال په ۱۵ ولایتونو کې څانګې او ۶۰۰زيات لوبغاړي لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د دوحې د غونډې ګډوډولو لپاره د ایران هڅې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۱۲ GMT+۰

له دوحې څخه د رارسېدلو تازه خبرونو له مخې ایران هڅه کوي چې د افغانانو د ملي پخلاینې لپاره د ملګرو ملتونو پلان سره ګډوډ کړي.

د افغانستان انټرنشنل سرچینو ویلي چې ایران د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو مخالف دی او فکر کوي چې دا کار به په افغانستان کې د دغه هېواد اغېز کم او د امریکا اغېز به زیات کړي.

په دوحه کې د افغانستان انټرنشنل خبریال د افغانستان لپاره د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي څخه پوښتنه کړې چې تاسو د دوحې د غونډې په ګډوډولو تورن یاست؟

هغه په ځواب کې وویل چې ایران «هغه څه کوي چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي.»

بل خوا د ایران، روسیې او چین استازو ویلي که طالبان ځانګړی استازی ومني، «موږ یې نه منو»

يوه لوېديځ ډيپلوماټ د افغانستان انټرنشنل خبريال ته وويلي چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په مشرۍ د تړلو دروازو تر شا په هغه غونډه کې، د ايران، روسيې او چين ځانګړيو استازو وويل چې که طالبان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي غوښتنه ومني، «موږ به يې ونه منو.»

سرچیني: ډیورنډ کرښې ته نږدې پکتیکا کې ماین چاودنې څلورو 'پاکستانیانو' ته مرګژوبله اړولې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۰ GMT+۰

سرچیني وايي، نن دوشنبه د (سلواغي ۳۰مه) ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیکا لوري ته پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودنې، یو پاکستانی وګړی وژلی او درې تنه نور یې ټپیان کړي.

له اغزن تار څخه د افغانستان لوري ته د یادو پاکستاني وګړو د سفر په اړه نور نورجزییات نه دي ورکړل شوي.

دا لا نه ده معلومه چې دغه وژل شوي او ټپیان شوي کسان په چا پورې اړوند دي.

تر دې مهاله طالبانو د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان استازی: د دوحې په غونډه کې د ملګرو ملتونو نوی استازی نه ټاکل کېږي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۱۱ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، د دوحې په غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوی استازی ونه ټاکل شي. ښاغلي دراني د افغانستان انټرنشنل خبريال ته وويل چې د ځانګړي استازي د ټاکلو خبرې به دوام ولري.

نوموړي د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې په څنډه کې له خپلو امریکايي، برېتانوي، هالنډي، ایراني، چینايي او روسیې سیالانو سره جلا جلا کتنې درلودې.

تر دې مخکې پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرېس ټرېبیون د سرچینو په حواله ویلي و چې ښاغلي دراني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي د ټاکل کېدو ملاتړ کړی دی.

د قطر په پلازمېنه کې د افغانستان په اړه د دوحې دویمه غونډه نن دوشنبه هم دوام لري.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش نن دوشنبه د کابل پر وخت شاوخوا څلور نیمې بجې رسنیو ته د دې غونډې په اړه جزییات ورکړي.

طالبان: په نورستان کې د غره ښوېدنې په پېښه کې د مړو شمېر ۲۵ کسانو ته لوړ شو

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۵۰ GMT+۰

د نورګرام ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي، د تېرې شپې غره ښوېدنې په پېښه کې د مړو شمېر ۲۵ تنو ته لوړ شو. تر دې وړاندې د دغې ولسوالۍ طالب چارواکو ويلي و چې په دغې پېښه کې پنځه تنه مړه شوي. د معلوماتو له مخې د پیښې شمېرې لاهم نه دي وروستۍ شوې.

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مرستیال مولوي ګوهر وايي، تېره شپه ناوخته په تتین دره سیمه کې د غره ښوېدنې له امله ۲۵ کسان مړه دي او یو شمیر کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د نورستان ولسوالۍ دغه سیمه ییز چارواکی په یو ویډیويي پیغام کې چې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون له لوري خپور شوی وايي، په سیمه کې د ژغورنې عملیات دوام لري خو د کورنو د ویجاړۍ له امله ۲۲ کسان نادرکه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو دوه ورځو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واورو د ورېدو له امله د ګڼو سیمو د تګ راتګ لارې بندې شوې دي.

افغانستان د سریلانکا په وړاندې د دویمې شل اوریزې لوبې لپاره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۳۴ GMT+۰

د افغانستان او سریلانکا د کرېکټ لوبډلو تر منځ دویمه شل اوریزه لوبه نن شپږ بجې په رینګرې ډامبالا نړېوال لوبغالي کې ترسره کیږي. د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د سریلانکا لوبډلې د څلورو منډو په توپیر له افغانستانه ګټلې وه.

د افغانستان د کرېکټ ملې لوبدله د سریلانکا کرېکټ لوبډلې په وړاندې نن دوشنبه د (سلواغي ۳۰مه) د افغانستان په وخت شپږ بجې د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه ترسره کوي.

دوه ورځې وړاندې د لومړنۍ لوبې پر مهال افغانستان د لوبې پچه وګټله خو د سریلانکا لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د افغان توپ اچونکو فضل الحق فاروقي او نوین الحق د ښه توپ اچونې په پایله کې د کوربه سریلانکا ټوله لوبډله د لوبې په ورستي اور کې وسوځوېدله او افغان لوبډلې ته یې ۱۶۱ منډو هدف ورکړ.

خو افغان توپ وهونکو ونه شوای کولای چې د سریلانکا له لوري ورکړل شوی ۱۶۱ منډو هدف پوره کړي.

افغان لوبډلې د سریلانکا په دغه سفر کې چې تر دې مهاله یې یوه ټېسټ، درې پنځوس اوریزې او یوه شل اوریزه لوبه ترسره کړې هیڅ سیالۍ نه ده ګټلې.