• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کندهار خبریالان: د والي له امر وروسته راسره د طالبانو هېڅ چارواکي تصویري مرکه نه کوي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۳ GMT+۰

د کندهار د طالبانو والي پر انځور او ويډيو د نه اخيستلو وروستي امر سيمه ييز خبريالان له ستونزو سره مخ کړي کړي دي. د طالبانو د کندهار والي ملا شيرین تېره ورځ په یوه مکتوب کې د دولتي ادارو مسولينو ته ويلي، چې د خپلو رسمي او نارسمي ناستو انځورونه او تصویرونه دي نه اخلي.

د کندهار څخه یو شمېر خبريالانو له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په خبرو کې وويل، چې د طالبانو د والي له امر وروسته نن دوشنبه د هېڅ دولتي ادراې مسوول ورسره تصويري مرکې نه کولې.

د طالبانو د مطبوعاتو مسوولین په دې موضوع اړوند خبريالان هم له خبرو کولو منع کړي دي.

يوه سيمه ييز خبريال په دې اړوند وويل: « نن د ټلويزيوني راپور جوړولو لپاره د پوهنې او ګمرک رياستونو ته د راپور جوړلو لپاره اجازه را نه کول شول.»

خبريالان پر تصويري مرکو بنديز د کار په برخه کې د لويو ستونزو او ننګونو په ډول يادوي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز هم د طالبانو د والي دغه بنديز يو غيرې قانوني او د اندېښنې وړ چاره بللې ده.

دغه مرکز په خپله خبرپاڼه کې دا کړنه د بیان د ازادۍ د محدويت او ځان سانسورۍ د زياتوالي لامل بولي.

خبرپاڼه زياتوي: « دا یو غیرقانوني عمل دی، چې د بیان پر ازادۍ د لا زیاتو محدودیتونو، د ځان سانسور د زیاتوالي او په دې ولایت کې معلوماتو ته د رسنیو د لاس رسي د پام وړ کمولو لامل ګرځي.»

د افغانستان د خبريالانو مرکز د کندهار له ولايتي ادارې څخه د دې بنديز د ژر لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

په کندهار کې پر انځور او ويډيو د طالبانو د والي ملا شيرين د تازه بنديز سره - سره سم ولایت مقام په خبرپاڼو کې د خپلو ناستو انځورونه هم بند کړي او يوازي په ليکلې بڼه خپل خبرونه شريکوي.

طالبانو په خپله لومړنۍ پنځه کلنه واکمنۍ کې پر انځور اخیستلو بندیز لګولی و او دغه کار یې له اسلام سره په ټکر کې بللی و، دغې ډلې په دویم ځل واک ته تر رسېدو وړاندې په دوحه کې د مذاکراتو پر مهال ژمنه کړې وه، چې دوی له پخوا بدل شوي او دا ځل به یې چارې او بندیزونه د پخوا په څېر نه وي.

د ملا شیرین له لوري د تازه خپاره شوي مکتوب له لارې په انځور اخیستلو بندیز د طالبانو د ډلې د پخواني دريځ څرګندويي کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د خوړو نړۍوال پروګرام: تېر کال مو په افغانستان کې یو نیم میلیون زده کوونکو ته خواړه ورکړل

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۸ GMT+۰

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان وکړ، چې تېر کال یې په دغه هېواد کې د لومړنیو ښوونځیو یو نیم میلیون نارینه او ښځینه زده کوونکو ته خوراکي توکي وېشلي دي. د دغه سازمان د اعلاميې له مخې؛ په دغو خوراکي توکو کې د ښوونځيو لپاره وړيا، غوړي او اوړه شامل وو.

د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) له ملګرو ملتونو سره تړلې دغه سازمان د اېکس ټولنیزې شبکې پر خپلې پاڼې په یوه یادښت کې لیکلي، چې د ښوونځي پر هلکانو او نجونو خواړه وېشل شوي دي.

د دې یادښت پر بنسټ؛ یوازې په لومړنیو ښوونځیو کې ۱۴۴ زره ښځینه زده کوونکو ته غوړي او اوړه وېشل شوي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړه، چې دغه خوراکي مرسته به له زده کوونکو سره مرسته وکړي،چې ښه زده کړې وکړي او خپلو کورنیو ته یو څه خواړه ورسوي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د میلیونونو زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي؛ له تېر کال راهیسې له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله په دغه هېواد کې له ۱۰ میلیونو وګړو سره مرستې بندې شوې دي.

طالبان: په افغانستان کې د انټرنېټ کاروونکو د معلوماتو د خوندي کولو په موخه یو مرکز جوړ شوی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند په افغانستان کې د انټرنېټي کاروونکو د معلوماتو د ساتلو لپاره د انټرنېټي تبادلې د مرکز د جوړولو اعلان وکړ. عنايت الله الکوزي زياته کړه؛ پخوا به هغه هېوادونه چې افغانستان انټرنېټ عرضه کولو، په اسانۍ سره د کاروونکو معلوماتو ته لاسرسى درلود.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت ویاند د خپلې اېکس ټولنیزې شبکې په پاڼه کې لیکلي دي، چې د دغه مرکز په جوړېدو سره په افغانستان کې د انټرنېټي کاروونکو امنیت تامین شوی دی.

عنايت الله الکوزي زياته کړه، چې د دغه مرکز په جوړېدو سره به د افغانستان د ټولو کاروونکو معلومات خوندي شي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت د ویاند په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرکز د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

عنايت الله الکوزي ليکلي، چې د دغه مرکز په جوړېدو سره به په هېواد کې دننه هېوادوالو ته باکيفيته او ارزانه انټرنېټي خدمات وړاندې شي.

په همدې حال کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو او په ځانګړي ډول کلیو کې یو شمېر افغانان لا هم چټک انټرنېټ او په ځینو سیمو کې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

تر دې مخکې د بامیانو د چیجین کلي یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې دوی د انټرنېټ په کارولو او ټیلیفونونو کې له ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان موټرسايکل ځغلونې لوبډله د نړۍوالو سياليو لپاره پاکستان ته روانه شوه

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۵۴ GMT+۰

په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د موټرسایکل ځغلونې فدراسيون مسولين وایي، چې ۱۸ کسيزه لوبډله يې د سياليو لپاره پاکستان ته روانه شوه. طالبانو په دې سياليو کې د افغان لوبډلې د بري هيلې ښودلې دي.

په افغانستان کې د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د موټر سايکل ځغلونې ۱۸ کسيزه غښتلې لوبډله يې ټاکلې او په پاکستان کې به په نړۍوالو سياليو کې برخه واخلي.

د موټرسایکال ځغلونې په دې سياليو کې افغانستان، پاکستان، ایران او سعودي عربستان برخه لري.

دغه سيالۍ به پنځه ورځي دوام وکړي.

د افغانستان د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د معلوماتو له مخې؛ سيالۍ به د سې شنبې په ورځ د پاکستان په کوربه توب په لاهور ښار کې د کراس او کوهستان په سبک کې پيل شي.

د افغانستان د موټر سایکل ځغلونې د فدراسیون د معلوماتو پر بنست؛ دا فدراسیون اوس مهال په ۱۵ ولایتونو کې څانګې او ۶۰۰زيات لوبغاړي لري.

د دوحې د غونډې ګډوډولو لپاره د ایران هڅې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۱۲ GMT+۰

له دوحې څخه د رارسېدلو تازه خبرونو له مخې ایران هڅه کوي چې د افغانانو د ملي پخلاینې لپاره د ملګرو ملتونو پلان سره ګډوډ کړي.

د افغانستان انټرنشنل سرچینو ویلي چې ایران د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو مخالف دی او فکر کوي چې دا کار به په افغانستان کې د دغه هېواد اغېز کم او د امریکا اغېز به زیات کړي.

په دوحه کې د افغانستان انټرنشنل خبریال د افغانستان لپاره د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي څخه پوښتنه کړې چې تاسو د دوحې د غونډې په ګډوډولو تورن یاست؟

هغه په ځواب کې وویل چې ایران «هغه څه کوي چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي.»

بل خوا د ایران، روسیې او چین استازو ویلي که طالبان ځانګړی استازی ومني، «موږ یې نه منو»

يوه لوېديځ ډيپلوماټ د افغانستان انټرنشنل خبريال ته وويلي چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په مشرۍ د تړلو دروازو تر شا په هغه غونډه کې، د ايران، روسيې او چين ځانګړيو استازو وويل چې که طالبان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي غوښتنه ومني، «موږ به يې ونه منو.»

سرچیني: ډیورنډ کرښې ته نږدې پکتیکا کې ماین چاودنې څلورو 'پاکستانیانو' ته مرګژوبله اړولې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۰ GMT+۰

سرچیني وايي، نن دوشنبه د (سلواغي ۳۰مه) ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیکا لوري ته پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودنې، یو پاکستانی وګړی وژلی او درې تنه نور یې ټپیان کړي.

له اغزن تار څخه د افغانستان لوري ته د یادو پاکستاني وګړو د سفر په اړه نور نورجزییات نه دي ورکړل شوي.

دا لا نه ده معلومه چې دغه وژل شوي او ټپیان شوي کسان په چا پورې اړوند دي.

تر دې مهاله طالبانو د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.