زلزلې پاکستان کې د کشمیر شمال لوېدیځ لړزولی دی

د جرمني د ځمکې پیژندې تحقیقاتي مرکز ویلي، چې د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې په شمال لویدیځ کشمیر کې د ریښتر په کچه ۵.۵ درجې زلزله شوې ده.

د جرمني د ځمکې پیژندې تحقیقاتي مرکز ویلي، چې د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې په شمال لویدیځ کشمیر کې د ریښتر په کچه ۵.۵ درجې زلزله شوې ده.
د دغه مرکز په وینا، زلزله د ځمکې په ۱۰ کیلومتره ژورتیا کې رامنځ ته شوې ده.
د رویټرز یوه خبریال ویلي، چې د زلزلې ټکانونه د هندي کشمیر د سرینګر په شمال کې چې د زلزلې له مرکزه ۱۵۲ کیلومتره لرې دی، هم احساس شوي دي.
د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه لا کوم رپوټ ندی ورکړل شوی.

د دوحې په ناسته کې د طالبانو د نه ګډون پرېکړه هم د تېرو غلطو محاسبو په شان یوه محاسبه ده، همدا محاسبه به د تېرو محاسبو په شان د افغانستان او افغانانو لپاره په ډېره لوړه بیه تمامه شي.
سیاسي علومو ته Political Science یا سیاسي ساینس ځکه وایي، چې سیاسي پرېکړې هم د ساینسي علومو په شان محاسبه کیږي؛ نو که غلطه محاسبه وشي د پرېکړو پایله او عواقب یې هم سم نه وي.
د تاریخ په اوږدو کې افغانانو او هم د افغانستان چارواکو د خپل هېواد، سیمې او نړۍ د عیني او ذهني شرایطو له محاسبې پرته داسې پرېکړې کړي دي، چې د هغه پرېکړو تاوان را روانو نسلونو پرې کړی او تر اوسه یې هم پرې کوي.
که په لنډ ډول تیرو پنځو لسیزو تحولاتو ته ځیر شو، د ناورینونو ستونزه په غلطو سیاسي محاسبو کې وه، دا ځکه، چې د افغانستان سیاسیون او چارواکي او همدارنګه ولس د کمۍ (Inferiority Complex) او برترۍ (Superiority Complex) په مرض اخته او تل د دوی محاسبې د شک په تیوریګانو ولاړې وي او دي. د کمۍ احساس پر بنسټ، افغانان وایي، چې دوی هېڅ نه شي کولی او هر څه چې بهرنیان وغواړي، هغه عملي کیږي.
دویم د پرېکړو د بدو عواقبو د پایلو پړه په خدای وراچوي، چې د خدای به همداسې خوښه وه چې په مصیبت اخته شوي او له خدایه صبر غواړي، خو دا نه ګوري چې خدای انسان ته عقل، فکر او شعور ورکړی دی. انسانان باید په خپلو چارو کې فکر وکړي او د ښه کیدو لپاره یې ښې لارې چارې ولټوي. خدای انسانانو ته په مشوره او په چارو کې په تفکر کولو امر کړی دی او الله تعالی وایي، چې د هغه ولس تقدیر الله تعالی هم نه بدلوي چې دوی خپله خپل تقدیر بدل نه کړي.
کله چې د کمۍ د احساس داسې فکر د ولس او سیاسونو په منځ کې حاکم وي، نو بیا دوی په الله تعالی هم باور نه لري او پر ځای یې د بهرنیانو رحم ته په تمه وي چې کله به په دوی رحم کوي. که له زیاتې مایوسۍ سره مخامخ شي، نو بیا د عقلانیت پر ځای د ځان او بل په وژلو پیل کوي او فکر کوي چې همدا لاره جنت ته د رسیدو یا مېړانې لاره ده.
داسې فکرونه دوه پایلې لري، چې یا به په بد حالت کې اوسیږي او یا به داسې تمه لري چې هر څه د ایډیالیزم په اساس سم وي، خو هغه نه تر سره کیږي. د دغه فکر له امله افغانان نه شي کولی، چې ځانونه له ناورینونو څخه وباسي او دغه ذهنیت د کار او ابتکار قوت له افغانانو اخستی دی. د کمۍ د احساس تر څنګ بیا د افغانانو په ذهنونو کې دا پیچکاري شوې ده، چې د افغانانو په شان زړور او قوي خلک په نړۍ کې نه شته او افغانان یې له کاذب غرور سره مخامخ کړي دي. دوی فکر کوي، چې افغانستان د نړۍ د ثقل مرکز دی او که افغانستان نه وي نو نړۍ ټوله خرابه او برباد ده.
داسې ذهنیت یو وخت په مونږ هم حاکم و، ځکه نړۍ مو نه وه لیدلې او زیاتو معلوماتو ته مو لاسرسې نه درلود. د بیلګې په توګه یو وخت داسې ویل کیده، چې د کونړ سیند ډېر تېز دی او د کونړ په سیند پلونه نه شي جوړېدلی.
کله چې د کامې د پله او چغه سرای د نواباد سره نوي پلونه جوړ شول، نو بیا یې ویل چې دلته دا پلونه ځکه جوړ شوي چې سیند هلته تنګ دی، خو په نورو سیمو کې د جوړیدو امکان یې نشته. چا چې د علمي پرمختګ په زور نوره نړۍ نه وي لیدلي، نو په دې خبرو یقین کوي ځکه د انسان فکر د سیمه ییز او محیطي افکارو او معلوماتو تر اغېز لاندې راځي. د بیلګې په توګه د هر ګوند او ډلې کسان د خپلو ډلو د افکارو تر اغیز لاندې وي، د مدرسې طالبان د مدرسې د افراطي افکارو لاندې راځي، له ښو کسانو سره ناسته په انسانانو ښه اثر کوي او له بدو کسانو سره ناسته په انسانانو بد اثر کوي.
په روانشناسي کې دې ته Peers and society Pressure یا د ملګرو او محیط فشار وایي. په دري ژبه کې متل دی چې وایي؛ اګر با ما بنشینی ما شوي او اګر با دیګ بنشینی سیاه شوي.
دا مثال مې ځکه فکر ته راغی، چې پرون د امریکا د ویرجینا ایالت د نورفولک په سیمه کې مې موټر چلولو او په های وې یا لویو لارو کې له څو پلونو څخه تیر شوم چې په څو کلومټرۍ کې د بحر په منځ کې جوړ شوي و، ان په ځینو ځایونو کې د بحر لاندې هم های وې شتون درلود. په دې توګه د کونړ د پخواني وخت خبرې راپه یاد شوې.
نه افغانستان د نړۍ د ثقل مرکز نه دی او نړۍ کې ډیرې نورې خبرې شته، د افغانستان په شان واړه هیوادونه د ډیرو ملکونو د یوې سلنې په اقتصادي کچه کې هم نه راځي. افغانستان او داسې نور واړه هیوادونه لکه اوکراین، یمن، نیکاراګوا، سوډان او نور، د سیمې او نړۍ هیوادونه یې یوازې د نیابتي سیالیو په اړه استعمالوي، ځکه لوی قوتونه نه غواړي چې مخامخ سره ټکر وکړي.
د دوی تر منځ د مخامخ ټکر پایلې د لویو هیوادونو لپاره نه جبرانېدونکي پایلې لري، په دې توګه دوی غواړي چې خپل اقتصادي، سیاسي او امنیتي اهداف په نورو وړو هیوادونو کې د خپل پراکسې یا نیابتي ډلو له لارې تر لاسه کړي. نه غواړم چې د نړۍ د هرې سیمې په اړه دلته زیاته تبصره وکړم، ځکه هغه د دري ژبو متل دی چې وایي: غم خود را بخور که لاغر نشوي. مونږ باید خپل غم وخورو چې څنګه د افغانستان له شته ناورین څخه ووځو. په دې توګه د افغانستان د سیاسیونو غلطه محاسبه په تیرو لسیزو او پيړیو کې تل د کمۍ او برترۍ د احساس پر بنسټ وه.
کله سیاسیونو د کمۍ د احساس پر اساس، د ولس پر ځای دومره په بهرنیانو باندې تکیه کوله چې که هغوی ورسره نه وي نو دوی هیڅ هم نشي کولی، خو په دې نه پوهیدل چې د بهرنیانو ملاتړ تلپاتې نه وي. د بهرنیانو ملاتړ د مشخصو موخو لپاره وي او د اهدافو له ترلاسه کېدو وروسته پرې کیږي.
د داود خان محاسبه هم د ولس پر ځای لومړۍ په شوروي اتحاد او وروسته بیا د غرب په خوا شوه، چې پایله کې د ثور کودتا وشوه، ځکه شوروي اتحاد نه غوښته چې د هغوی د امپراطورۍ په سرحداتو کې دې د غرب بل پلوی حکومت تقویه شي. پاکستان او ایران لا د مخه د غرب پلویان و او افغانستان د شوروي اتحاد د نفوذ په دایره کې و.
د ثور کودتا نیابتي جګړو ته زمینه برابره کړه، د غرب بلاک د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د ماشې عملیاتو(Operation Mosquito) ملاتړ د مجاهدینو او پاکستان په وسیله پیل کړ. د نیابتي جګړو لپاره تل زبرځواکونه په اسانۍ سره انګیزه پیدا کولی شي او د سیمې او خلکو د سایکالوژي په اساس دا انګیزه د دین او نیشنالیزم په نوم پیلوي.
د خلق ډېموکراټیک ګوند غلطه محاسبه د برترۍ په احساس وه ،چې یوازې همدوی وطندوسته دي او څوک چې په خلق ډیموکراټیک ګوند کې نه دي، نو هغوی فاشیست، مرتجع، وطنفروش، فیوډال او داسې نور دي. د دوی بې حده تکیه په شوروي اتحاد او له خپلو ځانونو د برترۍ حس د دې لامل شو، چې مجاهدین برلاسي شي او د ډاکتر نجیب الله حکومت ړنګ او نظام وپاشل شي.
د مجاهدینو غلطه محاسبه چې د شرق سوپر پاور ته یې ماته ورکړې، نو د سوچه اسلامي نظام د جوړیدو شعارونه یې ورکول. دا غلطه محاسبه دې حد ته ورسیده، چې د شوروي اتحاد له وتلو مخکې د پخواني شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وزیر ایډ وارد شیواردنازی اسلام اباد ته څلور ساعته سفر وکړي، چې د کابل حکومت او مجاهدینو تر منځ یو جور جاړی رامنځته کړي، خو د پاکستان او مجاهدینو د غلطو محاسبو په اساس، پایلې ته ونه رسېدل.
پاکستان او غرب هم نه غوښتل، چې مجاهدین له غرور سره کابل ونیسي ځکه هغه زیاتې وسلې چې له شوروي اتحاد څخه پاتې وې، دا د سیمې لپاره لوی ګواښ و. د دې لپاره چې د مجاهدینو غرور مات کړي، نو د جلال اباد جګړه یې بې موقع پیل کړه او بالاخره د ډاکتر نجیب الله د حکومت له سقوط څخه وروسته بیا سیمه ییزې نیابتي کورنۍ جګړې پيل شوې.
د ثور کودتا او هم د مجاهدنیو د هغو جګړو تاوان دا دی د افغانانو څو نسلونه اوس هم پرې کوي او د دغه جګړو له امله طالبان رامنځته شول. طالبانو په لومړۍ دوره کې هم غلطه محاسبه وکړه او القاعدې ډلې ته یې په افغانستان کې ځای ورکړ، چې پایله یې د امریکا او ناټو قواو راتګ او وروستۍ جګړې وې. د جمهوریت په وخت کې هم غلطې محاسبې ډیرې زیاتې وې او یو افراطي حالت بل افراطي حالت ته زمینه برابروله.
دا چې د افغانستان سیاسي جوړښتونه په انډیوالۍ او نیپوتیزم ولاړ دي، نو د افغانستان سیاسیون هم د نړۍوالو اړیکو په اړه د انډیوالۍ په مفکوره مخ ته ځي او فکر کوي، چې نړیوال ملاتړ به تل د انډیوالۍ په شان دایمي وي. انډیوالي هم دایمي نه وي، کله اړیکې کلکې او کله له منځه ځي، خو تصور دا دی چې د انډیوالۍ اړیکې تلپاتې دي.
د ولسمشر حامد کرزي محاسبه تر اخره همدا وه، چې امریکا له افغانستانه نه وځي او نړۍ یعنې امریکا افغانستان ته زیاته اړتیا لري، نه افغانستان امریکا ته. تر دې حده يورې چې ولسمشر کرزي دا مفکوره د افغانانو او سیاسیونو په منځ کې خپره کړه او ویل به یې که کوتک هم امریکا پسې راواخلې نو د امریکا قواوې له افغانستانه نه وځي.
دا غلطه محاسبه وه او په اخر کې یې ویل چې نړۍ د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلې ده. د یوه هېواد مشر باید له پیل څخه په دې پوه شي چې نړۍ د تل لپاره په افغانستان کې نه پاتې کیږي او د خپلو موخو لپاره هر څه کوي او د خپلو موخو له تر سره کیدو وروسته وځي. ښه به دا و چې په خپل ولس یې باور زیات کړی وای او د انډیوالۍ پر ځای یې د موسساتو په تقویه کار کړی وی.

د ولسمشر اشرف غني په دوره کې اکثره سیاسیون په همدې فکر و، چې امریکا نه وځي او هر څه نخرې چې دوی کوي، کولی یې شي. ولسمشر اشرف غني په لومړیو کې په دې فکر و چې امریکا له افغانستانه وځي، نو په لومړي سر کې یې دوه کاله وخت غوښته، تر څو چې د تنفس یا Breathing Space موقع ورته امریکا ورکړي او د خپل حکومت چارې ښې کړي. د دوو کلونو پر ځای ورته اوه کاله وخت ورکړل شو، خو بیا هم حکومت او سیاسیون ونه توانیدل چې ملي اجماع رامنځته کړي او د افغانستان د راتلونکي لپاره په خپلو امکاناتو او بدیلونو کار وکړي. دا بحث زیات تفصیل ته اړتیا لري چې د دې لیکنې له محدودې څخه بهر دی.
په لنډ ډول د جمهوریت د ټولو مشرانو او سیاسیونو د غلطو محاسبو له امله نظام سقوط وکړ او طالبان بیا راغلل. طالبانو بیا هم له تیرو تجربو څخه زده کړي نه دي، لکه مجاهدینو چې فکر کاوه شوروي اتحاد ته یې ماته ورکړې، طالبان هم فکر کوي چې دوی امریکا او ناټو ته ماته ورکړې ده. لکه څنګه چې مجاهدینو دا فکر نه کاوه چې دوی نه، بلکې د دوی تر شا بل سوپر پاور و چې د هغوی په مرستو یې شوروي اتحاد ته ماته ورکړه، طالبان هم دا فکر نه کوي چې د سیمې او امریکا له ملاتړ پرته دوی هیڅکله بیا راتلای نه شوای.

د مجاهدینو په شان دوی د کاذب غرور یا برترۍ د احساس په مرض اخته دي، طالبان فکر کوي چې دوی نړۍ ته اړتیا نه لري، خو نړۍ دوی ته اړتیا لري نو څه چې دوی وایي هغه باید د نړۍ ټول هېوادونه ومني. طالبان فکر کوي، چې د دوی حکومت باید بې له قید او شرطه ومنل شي او دا چې دوی په دننه افغانستان کې هر ظلم کوي، دا د دوی کورنۍ مسله ده او د نړۍ پکې کار نشته. همدا فکر ځکه غلط دی، چې افغانستان او د طالبانو په شان افراطي ډلې سیمه ییزو او د نړۍ نورو هېوادونو ته یوازې د نیابتي جګړو او سیالیو لپاره مهمې دي. د دغه هیوادونو موخې باثباته او سوکاله افغانستان نه دی او نه دوی غواړي، چې په افغانستان کې یو پیاوړی حکومت حاکم وي.
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي وویل، چې د افغانستان اوسنی وضعیت دوی او نړیوالو ته د منلو وړ نه دی، نو ځکه د طالبانو غوښتنې ونه منل شوې. خو په دې اړه چې څنګه افغانستان بیا د ترهګرو او نشه یي توکو په مرکز بدل نشي، د ناورین د وتلو په اړه بیلابیل نظریات موجود دي.
د طالبانو بله غلطه محاسبه دا ده، چې دوی خدای رالیږلي او په ولس حاکمان مقرر شوي دي، نو هیڅوک باید په کور دننه او بهر کې دوی چیلنج نه کړي او نه د دوی له خوښې پرته څه وکړي. طالبان د الله تعالی له مطلق قدرت څخه هم لوړ ټوپونه وهي، ځکه الله تعالی انسان ته ډیر حقونه ورکړیدي خو دوی غواړي له انسانانو څخه هغه ټول حقونه غصب او واخلي. د دغه غلطې محاسبې پایله بیا زوال دی، خو له زوال سره به افغانستان هم د زوال خوا ته ټیل وهل شي.
د دوحې په اړه د طالبانو او د طالبانو د زیاتو مخالفانو بله غلطه محاسبه دا ده، که طالبان انزوا خوا ته ځي نو افغانستان او افغانان نور هم د انزوا خوا ته وړل کیږي او پایله یې بیا د سیمې او نړۍ نیابتي سیالۍ او جګړې دي چې دا ډول محاسبه د افغانانو په خیر نه ده.
که څه هم د طالبانو د انزو کېدل د طالبانو په ضد یو شمېر مخالفینو ته ښه زېری دی؛ خو د افغانستان لپاره زما په اند ښه زیرې نه دی.
د دوحې په کنفرانس کې د طالبانو د نه ګډون پریکړه هم د تېرو غلطو محاسبو په شان یوه محاسبه ده، همدا محاسبه به د تېرو محاسبو په شان د افغانستان او افغانانو لپاره په ډېره لوړه بیه تمامه شي.
یادونه: پورته لیکنه د لیکوال نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري او په پوره امانتدارۍ یې خپروي.

د رویټرز له خوا د دوشنبې په ورځ د لیدل شویو اسنادو له مخې؛ متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په غزه کې د اوربند لپاره د یوې بدیلې مسودې وړاندیز کړې، چې "په غزه کې د لنډمهاله اوربند ملاتړ په ممکنه وضعیت کې کوي".
ډېپلوماټانو د یکشنبې ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي و، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ښايي د سې شنبې په ورځ د الجزایر په ابتکار د دغې شورا د ۱۵ غړو له خوا د اسراییل او حماس په جګړه کې د سمدستي بشري اوربند غوښتنه وکړي، امریکا داسې نښې نښانې ښودلي چې دغه غوښتنه به ویټو کړي.
واشنګټن د اسراییل او حماس جګړې په اړه د ملګرو ملتونو په هر اقدام کې د اوربند له کلمې سره مخالف کړی؛ خو اوس د متحده ایالاتو د مسودې متن هغه الفاظ تکراروي چې ولسمشر جوبایډن ویلي، چې تېره اونۍ یې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په خبرو کې کارولي وو.
د متحده ایالاتو د مسودې په متن کې راغلي: "په اوسنیو شرایطو کې په رفح ښار کې د لویو ځمکني عملیاتو ترسره کول به ملکي خلکو ته د لا ډېر زیان ورسوي او د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د دوی د بیاځلي بې ځایه کېدو لامل شي."
اسراییل پلان لري چې د غزې په سویل کې په رفح ښار برید وکړي ، چیرې چې له ۱ ملیون څخه ډیر فلسطینیانو ره روانو جګړو پناه اخیستې. دا کار د نړیوالو د اندیښنو لامل شوی او وايي، چې دغه برید به په غزه کې روان بشري ناورین لاپسې ژور کړي.
د متحده ایالاتو د پریکړه لیک په مسوده کې راغلي چې دا ډول اقدام به "د سیمه ایزې سولې او امنیت لپاره جدي پایلې ولري، او له همدې امله ټینګار کوي چې دا ډول لوی ځمکني عملیات باید په اوسنیو شرایطو کې ترسره نشي."
دا لا روشانه نده چې د امریکا د پریکړه لیک مسوده به د امنیت شورا د ۱۵ غړو رایګیری ته وړاندې شي او که وړاندې کیږي نو لا یې نیټه نه ده معلومه.
دا په داسې حال کې ده چې الجزایر د شنبې په ورځ امنیت شورا د رای ورکولو لپاره یوه مسوده وړاندې کړې وه، چې د اسراییل او حماس په جګړه کې د سمدستي بشري اوربند غوښتنه کوي. په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیرې لینډا توماسګرینفیلډ په چټکۍ سره د دوی له خوا د دغې مسودې ویټو کولو ته اشاره کړې وه.
واشنګټن په دودیز ډول خپل متحد اسراییل د ملګرو ملتونو له اقداماتو ساتي او د اکتوبر له ۷مې راهیسې یې دوه ځله په امنیت شورا کې په غزه کې د اوربند مسوده ویټو کړې ده؛ خو دوه ځلې یې هم ممتنع رایه ورکړې او دغه شورا ته یې اجازه ورکړې چې داسې مسودې تصویب کړي، چې موخه یې غزې ته د بشري مرستو ډېرول او د د جګړې پر مهال د بشري وقفو اوږدول دي.
په همدې حال کې د امریکا، مصر، اسراییل او قطر ترمنځ د جګړې د درولو او د حماس له خوا د برمته شویو کسانو د خوشې کولو خبرې روانې دي.
الجزایر دوه اونۍ وړاندې د اوربند په اړه د پرېکړه لیک لومړنۍ مسوده وړاندې کړې ده؛ خو په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیرې لینډا توماس ګرین فیلډ په چټکۍ سره ویلي، چې دغه مسوده کولی شي چې "حساس مذاکرات" له خطر سره مخامخ کړي، چې موخه یې په روانه جګړه کې یوه وقفه ده.
د غزې جګړه تېر کال د اکټوبر په ۷مه هغه مهال پیل شوه؛ کله چې د حماس وسله والو چې د غزې چارې په لاس کې لري، پر اسراییل برید وکړ او د اسراییل د شمېرو له مخې ۱۲۰۰ کسان ووږل او ۲۵۳ نور یې یرغمل کړل.
د دغه برید د غچ اخیستلو په موخه اسراییل د غزې په تړانګه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل چې د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا؛ تر اوسیه یې تر ۲۸ زرو ډېر فلسطینیان وژلي او د زرګونو نورو جسدونه د نړېدلو ودانیو لاندې پاتې دي.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان وکړ، چې تېر کال یې په دغه هېواد کې د لومړنیو ښوونځیو یو نیم میلیون نارینه او ښځینه زده کوونکو ته خوراکي توکي وېشلي دي. د دغه سازمان د اعلاميې له مخې؛ په دغو خوراکي توکو کې د ښوونځيو لپاره وړيا، غوړي او اوړه شامل وو.
د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) له ملګرو ملتونو سره تړلې دغه سازمان د اېکس ټولنیزې شبکې پر خپلې پاڼې په یوه یادښت کې لیکلي، چې د ښوونځي پر هلکانو او نجونو خواړه وېشل شوي دي.
د دې یادښت پر بنسټ؛ یوازې په لومړنیو ښوونځیو کې ۱۴۴ زره ښځینه زده کوونکو ته غوړي او اوړه وېشل شوي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړه، چې دغه خوراکي مرسته به له زده کوونکو سره مرسته وکړي،چې ښه زده کړې وکړي او خپلو کورنیو ته یو څه خواړه ورسوي.
دغه سازمان د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د میلیونونو زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي؛ له تېر کال راهیسې له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله په دغه هېواد کې له ۱۰ میلیونو وګړو سره مرستې بندې شوې دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره وایي، چې د دوحې په ناسته کې د افغانستان د مدني ټولنې د استازو شتون په دې معنا دی، چې نړۍ طالبان په رسمیت نه پېژني. د نوموړې په خبره؛ طالبان په کور دننه او بهر کې خلکو ته د ځواب ویلو لپاره حاضر نه دي.
د دوحې روانې ناستې ته چې د طالبانو استازي هم بلل شوي وو، دغې ډلې د ملګرو ملتونو له خوا د خپلو شرطونو د منل کېدو له امله له برخې اخېستو ډډه وکړه.
یادې غونډې ته د طالبانو بلل کېدل او بیا په دې ناسته کې د دوی نه ګډون له پراخو غبرګونو سره مخ شوی دی.
د دغو غبرګونونو په دوام د دوحې ناستې په درشل کې لسګونو سازمانونو او ښځينه فعالانو د افغانستان لپاره د هېوادونو ځانګړو استازو ته د لیکونو په استولو سره ویلي، چې د ښځو حقونو ته دې د دوحې په ناسته کې لومړیتوب ورکړل شي.
د بشري حقونو دغو فعالانو همداراز په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پېژندنې غوښتنه هم کړې ده.
اخوا د بشري حقونو یو شمېر فعالان او د دوحې ناستې ځيني ګډون کوونکي وايي، چې دا ناسته د طالبانو لپاره ښه فرصت و؛ خو دوی دغه فرصت له لاسه ورکړ.
د یادولو ده، چې د دوحې ناسته د شاوخوا ۲۵ هېوادونو د استازو په ګډون د بندو دروازو تر شا روانه ده.

د دوحې په ناسته کې د افغانستان د ښځو استازې میترا مهران وایي، چې په دغه دوه ورځنۍ ناسته کې به د افغانستان لپاره ځانګړی استازی و نه ټاکل شي. نوموړې وايي؛ د وخت په تېرېدو سره به روښانه شي، چې د ځانګړي استازي په ټاکل کېدو کې به څه پرېکړه کیږي.
د اغلې مهران په خبره؛ د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل د سیمې او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ یوه جنجالي سیاسي پروسه ده ترڅو وکولی شي په دې برخه کې یوې هوکړې ته ورسیږي.
میترا مهران زیاته کړه؛ هغه ځانګړی استازی چې د افغانستان لپاره ټاکل کیږي باید له معترضو ښځو، سیاستوالو او ان د طالبانو پر وړاندې د پوځي جبهو په ګډو له بېلابېلو اړخونو سره د کار کولو وړتیا ولري.
د دوحې په ناسته کې د افغان ښځو استازې وایي؛ له سره د تعامل په ېبرخه کې پرمختګ منتفي ده.
نوموړې له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه، کې وویل، چېله طالبانو سره د تعامل لپاره هېڅ کوم پرمختګ نه دی شو او د طالبانو اوسني چلند ته په کتو سله دغې ډلې سره تعامل ستونزمن دی.
د نوموړې په وینا؛ له طالبانو سره په داسې حال کې د دوی نړۍوال همکاران تعامل نه کوي، چې دغه ډله بشري حقونو، د ښځو حقونو او د نړۍوالو معاهداتو ته چې افغانستان د یوه هېواد په توګه هغه ته ژمن دی په رسمیت نه پيژني.
له دې سره یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې روسیه د طالبانو په غوښتنه د ښځو له استازو سره نه ګوري؛ خو د دوحې په غونډه کې د افغانستان د ښځو استازې میترا مهران وایي، چې هیله لري د مسکو استازی له دوی سره په غونډه کې حضور ولري او د نورو اړخونو غږ واوري.
د اغلې مهران په وینا: "دا موضوع په رسمي ډول د افغانستان د مدني ټولنې استازو ته نه ده ویل شوې خو هیله لرو چې روسیه به په دې غونډه کې برخه واخلي."
بل خوا د دوحې په غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې استازي لطف الله نجفي زاده له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وويل؛ نړۍ پرېکړه کړې چې له طالبانو پرته به پر مخ ځي او دا هغه څه دي چې طالبانو يې تمه نه درلوده.
د یادولو ده، چې د دوحې غونډه د طالبانو له شتون پرته د مدني ټولنې د پنځو استازو او له ۲۵ څخه د زیاتو نړۍوالو ځانګړيو استازو په حضور کې ترسره شوه.
