• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرېکټ بورډ د اېرلنډ لوبډلې پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۰ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د اېرلنډ پر وړاندې د يوازينۍ ټېسټ لوبې لپاره د افغان لوبغاړو ۱۶ کسيز نوملړ خپور کړ. دغه لوبه به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د متحده عربي امارتو په ابوظبۍ ښار کې تر سره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مسولين وایي؛ له تمريناتي کمپ څخه یې ۱۶ کسيزه لوبډله د اېرلنډ سره د ټېسټ لوبې لپاره ټاکلې ده.

د بورډ د مسولينو په خبره، چې افغان لوبډلې ته يې نوي لوبغاړي هم ور اضافه کړي دي.

بورډ وايي؛ په دې لوبډله کې « حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمان الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، کریم جنت، ظاهرخان پکتین، ضیاءالرحمن اکبر، خلیل ګربز، ابرهیم عبدالرحیمزی، نجات مسعود او نوید ځدراڼ» شامل دي.

دې ټېسټ لوبې ته رحمن الله ګربز، ابراهیم عبدالرحیمزی او خلیل ګربز هم وراضافه شوی دی.

دغه لوبې به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د (فېبروري ۲۸ مه) پیل او د مارچ میاشتي تر درېيمې نېټې به دوام وکړي.

په تېرو ۱۵ کلونو کې افغانستان او اېرلنډ د يو د بل په وړاندې د لوبېدو خورا اوږده مخينه لري.

د افغانستان د کرېکت د لوبغاړو غوراوي کمېټې ډاډ وړاندې کړی، چې لوبډله به یې په دې لوبو کې ښه وځليږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کډوالو وزارت: له ۱۰۰ زیات افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکي، چې د تورخم له لارې د کب په شپږمه ۱۳۸ افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه کړل شول. دغه وزارت وايي، دغه شمېر کډوال له پاکستانه په زرو راستانه کړل شوي.

د طالبانو کډوالو وزارت د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د شمېرو له مخې، ۲۸ کورنۍ چې ټول شمېر یې ۱۳۸ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.

د دغه وزارت په وینا، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوالې سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

‏تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د اړوندو ادارو د شمېرو له مخې راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۱۹مې نیټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر څلور لکه او ۹۳ زره او ۶۴۸ تنو ته لوړ شو او د بېرته ستنېدو لړۍ لا هم روانه ده.

د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي.

طالب چارواکي د جاپان سفیر ته: د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره بشپړ امکانات نه لرو

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال د افغانستان د ملي موزيم د بډاينې او د نوې ودانۍ د جوړولو لپاره د جاپان د مرستې غوښتنه وکړه. عتيق الله عزيزي د ​​جاپان سفير ته وويل: «په ملي موزيم کې د بېلابېلو وختونو تاريخي اثار شته، خو دساتلو لپاره یې کافي اسانتیاوې نه شته.»

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبرپاڼې له مخې، عتیق الله عزیزي د یکشنبې په ورځ (د کب شپږمه) په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کیورومي سره وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال په دې کتنه کې «د موزیم، لابراتوار، د تاریخي اثارو د ذخیره کولو ډیپو او د نندارتونونو د جوړولو لپاره د صالونونو د جوړولو غوښتنه وکړه.»

د طالبانو له لوري د افغانستان د ملي موزیم د مشر په توګه ټاکل شوی صبغت الله عابد چې په دې غونډه کې یې هم ګډون درلود، د ملي موزیم د تجهیز لپاره د جاپان همکاري او مرسته اړینه وبلله.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جاپان د سفیر له خولې ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به جاپاني کارپوهان او لرغونپوهان افغانستان ته سفر وکړي.

ټاکل شوې چې نن د م.م امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه د تړلو دروازو تر شا ناسته کوي

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۶ GMT+۰

ملګرو ملتونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن دوشنبه د (کب اوومه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې د تړلو دروازو تر شا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي. ویل کیږي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل د دې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه ده.

دا به د دوحې تر ناستې وروسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش په مشرۍ د ملګرو ملتونو لومړۍ غونډه وي چې ترسره کیږي.

تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق ویلي و، چې په دې غونډه کې به انټونیو ګوټرېش د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک او د ځانګړي استازي د ټاکلو له مخې دغې شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي.

تېره اوونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره په کابل کې لیدلي و، او هغې ډاډ ورکړی و چې ملګري ملتونه د ځانګړي استازي په ټاکلو کې داسې څه نه کوي چې اړیکې یې له طالبانو سره پیچلې شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مېرمن اتنبایوا له قوله لیکلي و، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې له «افغان حکومت سره باید سلامشورې وشي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له لوري د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره طالبان مخالف دي.

د دوحې ناسته د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸ او ۱۹ ترسره شوه چې د سیمې په ګډون د نړۍ د ۲۵ هېوادونو د استازو په کې ګډون کړی وو.

په دغې غونډه کې طالبانو د خپلو شرطونو د نه منل کېدو له امله برخه نه وه اخیستې.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت: د سالنګونو لاره د واورې ورېدو او توپان له امله وتړل شوه

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، له تېرې شپې راهیسې یې، د سالنګونو لاره د واورو د سخت ورښت او توپانونو له امله وتړله چې د دوی په خبره په دې سره یې د مرګ ژوبلې مخه ونیوله. د دې تر څنګ د غور ولايت مرکز او شپږو ولسوالیو لارې هم د زیات ورښت له امله تړل شوې دي.

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د دوشنبې په ورځ د (کب اوومه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د سختو واورو ورېدو او توپانونو له امله یې تېره شپه نږدې ۱۲بجې د سالنګونو لاره د هر ډول موټرونو پر مخ وتړل.

نوموړی وايي په سالنګونو کې د واورو ورېدو له امله د لېدو ساحه کمه شوې او په یو شمېر ځایونو کې له یو متر ډیره اندازه واوره ورېدلې ده.

دغه وزارت له موټر چلونکو غوښتي دې چې د ټولګټو چارو وزارت تر راتلونکي خبرتیا پورې دې پر دغه لاره د تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د یوه بل خبر له مخې د افغنستان غور ولایت د مرکز او شپږو ولسوالیو لارې هم د ډېرې واورې ورېدو له امله د ترافیکو پر مخ وتړل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست په لوېدیځ هرات، بادغیس, فراه او نیمروز ولایتونو او په سوېل کې په هلمند، کندهار، زابل او ارزګان ولایتونو او په همدې حال کې د مرکزي افغانستان په دایکنډي، غور، بامیان، میدان وردک او غزني ولایتونو کې د سختو واورو او سېلابونو وړاندوينه کړې ده.

دغې ادارې ویلي،‌ چې په شمال کې به فاریاب، جوزجان، سرپل، پروان، بغلان او سمګان او په ختیځ کې په پکتيکا، خوست، پکتيا، لوګر او کابل ولایتونو کې هم سخت ورښتونه وشي او سیلاوونه به راووځي

د طالبانو کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه، له ۱۸۰۰ زیات افغان کډوال راستانه شول

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۰۲:۵۲ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه ۱۸۹۳ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. ويل کیږي، په دغو کډوالو کې ۱۵۸۸ تنه له ایرانه او ۳۰۵ تنه کډوال له پاکستانه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د یک شنبې ورځ د (کب شپږمه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر ۳۰۵ تنه کیږي د کندهار سپین بولدک او ننګرهار تورخم له لارو هېواد ته راستنې کړل شوي.

دغه وزارت د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امريت له قوله لیکلي چې له دغې لارې ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۳ تنه کیږي په جبري ډول له پاکستانه راستنې شوي.

همدارنګه د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۲ تنه کیږي له پاکستانه په زور را ایستل شوې دي.

یاد وزارت ویلي له پاکستانه راستانه شوي ټول کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم یو زر او ۵۸۸ تنه افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د روانې کب میاشتې په پنځمه د هرات ولایت اسلام کلا له پولې څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.

دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې ۲۰ تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.

له دغو کډوالو سره ځینې نغدي او روغتیايي مرستې هم شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده، او په دې وروستیو کې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.