• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرفراز بګټي چې له پاکستان یې د کډوالو د اېستلو پلان جوړ کړی و، د بلوچستان سر وزیر شو

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۰

د پاکستان پیپلز ګوند سرفراز بګټي د بلوچستان د سر وزیر په توګه معرفي کړی و. ښاغلي بګټي مخکې د پاکستان په موقته کابینه کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده کوله. هغه له پاکستان د بې اسناده مهاجرینو د ایستلو پلان جوړوونکی و او شاوخوا نیم ملیون افغانان یې خپل هېواد ته ستانه کړل.

نوموړي تر دې مخکې د پاکستان په موقته کابینه کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه له خپلې دندې استعفا کړې وه، چې د پاکستان په عمومي انتخاباتو کې برخه واخلي.

ښاغلي بګټي د خپل وزارت په محدودو میاشتو کې د سلګونو زرو افغان کډوالو په شړلو کې جدي رول ولوباوه.

د روان کال د اګست په ۱۷مه د شهباز شریف د حکومت له استعفا وروسته هغه د انورحق کاکړ په حکومت کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

فریډم هاوس په پرله پسې ډول د ۱۸م کال لپاره په نړۍ کې د ازادۍ د کمښت خبر ورکړی

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۱۶ GMT+۰

په امریکا کې میشت سازمان فریډم هاوس وویل، چې د تیر کال په اړه یې څیړنه ښیي، چې په نړۍ کې د ازادۍ کچه په پرله پسې توګه د ۱۸م کال لپاره کمه شوې ده. دا کمښت په داسې حا لدی، چې په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ټاکنې کېږي.

فریډم هاوس د پنجشنبې په ورځ د کپ په ۱۰مه په یوه راپور کې لیکلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې په ۵۲ هېوادونو کې سیاسي حقونه او مدني ازادي کمه شوې او یوازې په ۲۱ هېوادونو کې ښه شوې ده.

راپور د السالواذور د ولسمشر نایب بوکله بیا بریا ته اشاره کړې او ټینګار کوي چې دا بریا "ټاکنیزو قوانینو کې د پراخې لاسوهنې" له امله ممکنه شوې.

په اساسي قانون کې د ټاکلیو محدودیتونو خلاف، بوکله په ټاکنو کې د هغه د بیا نوماندۍ لپاره لاره هواره کړه او بیا یې د بېړني حالت په اعلانولو سره له ۶۵ زرو زیات لاریونوال ونیول.

فریډم هاوس زیاته کړه، چې د انتخاباتو له ترسره کیدو لږ مخکې د انتخاباتو د قوانینو بدلول په ټوله نړۍ کې په انتخاباتو کې د لاسوهنې لپاره له څو تاکتیکونو یو دی.

دغه سازمان لیکلي، د ټاکنیزې روڼتیا د کمزوري کولو هڅې ـ له رایې ورکولو مخکې، په جریان کې، یا وروسته- د ۵۲ هیوادونو څخه په ۲۶ کې سیاسي ازادۍ خرابې کړې، چې په ۲۰۲۳ کې یې د ازادیو په ټولیز ډول کمښت تجربه کړ.

د دغه رپوټ له مخې تاوتریخوالی او د هغې پایلې د ازادۍ او امنیت لپاره دوه ګونی ګواښ دی.

د فریډم هاوس په وینا، په ۲۰۲۳ کې د پاینټونو ترټولو لوی کمښت د ناګورنو قره باغ سیمې پورې اړه لري، چې د ډیرو کلونو راهیسې د ارمنستان جمهوریت او اذربایجان جمهوریت ترمنځ د جګړې ډګر و.

اذربایجان تېر کال د ازادۍ په ډګر کې ۴۰ نمرې له لاسه ورکړې.

د دغه هیواد ولسمشر الهام علیف په دې وروستیو کې د یوې بلې دورې لپاره د اذربایجان د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

هغه څه دپاسه شل کاله په دغه هیواد کې واک لري.

فریډم هاوس هم پر اوکراین د روسیې د برید په اړه چې په دې وروستیو کې یې دوهمه کلیزه لمانځله، پوښتي.

د دغه رپوټ له مخې د اوکراين په هغو سيمو کښې، چې اوس د روسيې په ولکه کښې دي ازادې کمې شوې دي او په خپله په روسيه کښې استبدادي نظام قوی شوى دى.

په افریقا کې، د نایجر حکومت د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې ړنګ شو، چې د دې هیواد درجه بندي راټیټه شوه.

فریډم هاوس هم ټینګار وکړ: د خپلواکۍ نشتوالی په سیمو کې له ازادیو څخه د پراخې سرغړونې لامل کیږی.

لکه څنګه چې په ټوله نړۍ کې په ملیاردونو خلک په ۲۰۲۴ کې ټولپوښتنې ته ځي، د راپور له مخې د آزادۍ د اوږدمهاله تخریب څپې ته اشاره کوي.

د بشري حقونو دغه بنسټ ټینګار کوي: ډیموکراسي باید د نړیوال نظام د سرپرست په توګه خپل مسوولیت په هیواد کې دننه او بهر د ازادو او عادلانه انتخاباتو په ترسره کولو، د لومړۍ لیکې له متحدینو سره د پیوستون په ټینګولو او د دیکتاتورانو په نیولو سره چې له بشري حقونو څخه د سرغړونو مسوول دي، ترسره کړي. "

فریډم هاوس لیکلي، چې دیموکراتیک ځواکونه کولی شي د ډیموکراتیکو نورمونو او ارزښتونو د ملاتړ لپاره د نړیوال ایتلافونو رامینځته کولو په شمول د مخ په زیاتیدونکي استبداد مخه ونیسي.

دغه سازمان تر دې مخکې هم څو ځلې په نړۍ کې د مدني آزادیو د کمښت خبرداری ورکړی دی.

په نړۍ کې د کورونا د خپرېدو پر مهال "فریډم هاوس" په یوه راپور کې اعلان وکړ، چې حکومتونو د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اپوزیسیون د خاموشولو، د اقلیتونو د ځپلو او د معلوماتو د کنټرول لپاره د یوې بهانې په توګه کارولې ده.

دغه سازمان د ۲۰۲۱ کال په خپل راپور کې د انټرنېټ د ازادۍ په برخه کې د ایران نمرې په ۱۰۰ کې ۱۶ اعلان کړې او لیکلي یې دي چې ایران د انټرنېټ د ازادۍ په برخه کې د نړۍ په درجه بندۍ کې له چین وروسته وروستی دی.
​

په غزه کې د بشردوستانه مرستو ترلاسوونکو باندې د اسراییلي ځواکونو ډزو ته غبرګونونه

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۲۷ GMT+۰

په غزه کې د بشردوستانه مرستو ترلاسوونکو باندې د اسراییلي ځواکونو ډزو په نړۍ کې پراخ غبرګونونه ښودل دي. د فرانسې ولسمشر له غزې څخه په خپرو انځورونو خپله سخته غوسه څرګنده کړې ده. د هغه په ​​وینا، د اسراییل ځواکونو ملکي وګړي په نښه کړي.

ایمانویل مکرون دغه برید غندلی او له اسرابیل پوځ یې غوښتي، چې نړیوالو بشري قوانینو ته درناوی وکړي.

دې پېښې ته په غبرګون کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې دا پېښه په نږدې پنځه میاشتنۍ جګړه کې د اوربند حساسې خبرې اترې پېچلې کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل "واشنګټن به د [ددې برید په اړه] تحقیقات له نږدې وڅاري او د ځواب ویلو لپاره به فشار راوړي."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، حقیقت دا دی چې دا ځل اسراییل د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره په قطار کې بې ګناه ملکي وګړي په نښه کړي دي. دغه وزارت پر اسراییل تور ولګاوه چې "په پوهه او ډله ییزه توګه د فلسطینیانو د نابودلو اراده لري."

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل دغه پېښه د منلو وړ نه بولي.

ښاغلي بوریل په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "زه د غزې د ملکي وګړو د یو بل قتل عام په اړه په ویره کې یم."

د غزې د روغتیا وزارت چارواکي وايي، ۱۱۲ فلسطینیان چې د خوراکي توکو مرستې ته په تمه وو، د اسراییل ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

اسراییل دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې قربانیان د مرستندویه لاریو تر برید وروسته تر پښو لاندې شوي او وژل شوي دي. په همدې حال کې؛ په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي وویل، چې په لسګونو قربانیان په "سرونو" ویشتل شوي دي.
​

اوکراین د ۲۰۲۴ کال لپاره له ناټو سره د همکارۍ پلان تصویب کړ

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۱۷ GMT+۰

د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف د ۲۰۲۴ کال لپاره د اوکراین او ناټو ترمنځ د همکارۍ پروګرام لاسلیک کړ. په دې پروګرام کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو تجهیز، روزنه او د کیف او ناټو ترمنځ د همکارۍ پیاوړي کول شامل دي.

د اوکراین د دفاع وزارت په ویب پاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د اوکراین او ناټو ترمنځ د همکارۍ په پلان کې د دفاع په برخه کې ۵۰ پروګرامونه شامل دي.

اوکراین د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې سمدستي د شمالي اتلانتیک د تړون له سازمان (ناټو) سره د یوځای کېدو غوښتنه وکړه؛ خو د ناټو غړي تر اوسه په دې اړه موافقې ته نه دي رسېدلي.

ناټو د ۲۰۲۳ کال په جولای کې له اوکراین سره ژمنه وکړه، چې "کله چې متحدین یوې موافقې ته ورسیږي او شرایط پوره شي، اوکراین ته به په ناټو کې د شاملیدو بلنه واستول شي."

ایاز صادق د پاکستان د پارلمان مشر وټاکل شو

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۵۷ GMT+۰

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ډلې مشر ایاز صادق د ۱۹۹ رایو ګټلو سره د دغه هېواد د قامي اسمبلۍ مشر وټاکل شو. ښاغلی صادق له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۸ کال هم د پاکستان د پارلمان مشر و.

د عمران خان په مشرۍ پاکستان د تحریک انصاف ګوند ملاتړي نوماند امیر ډوګر په نننیو ټاکنو کې ۹۱ رایې وګټلې.

د پاکستان قامي اسمبلۍ ته بریالیو نوماندانو پرون د پنځو کلونو دورې لپاره لوړه وکړه.

د پاکستان د پارلماني غړو په لوړه کې د مسلم لیګ نواز مشر نواز شریف او ورور یې شهباز شریف، د پیپلز ګوند مشرانو اصف علي زرداري او بلاول بوټو زرداري، همدارنګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان او ځینې نورو مشرانو هم لوړه وکړه.

د پاکستان ټاکنو کې د عمران خان ډله چې ې د ۹۲ څوکیو ګټلو سره تر نورو ګوندونو مخکې ده، دغه انتخابات له درغلیو ډک بولي او د پلټنو غوښتنه کوي.

تر تحریک انصاف ګوند وروسته مسلم لیګ نواز ډله د د ۷۹ څوکیو په ګټلو له پیپلز ګوند سره، چې ۵۴ پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي، د ګډ حکومت پر جوړولو هوکړه کړې ده.

د تحریک انصاف ګوند یو مشر علي امین ګنډاپور د پښتونخوا سروزیر شو

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۰ GMT+۰

د تحریک انصاف ګوند یو مشر علي امین ګنډاپور چې په تېرو ټاکنو کې ازاد نوماند و، د رایو په غوڅ اکثریت د پښتونخوا سروزیر شو. د صوبايي اسمبلۍ د غړو له ډلې ۹۰ رایې ښاغلي ګنډاپور او په مقابل کې یې ۱۶ رایې د مسلم لیګ نواز ډلې نوماند عبدالله خان وګټلې.

علي امین ګنډاپور له ډېره اسماعیل خان په ټاکنو کې ګډون کړی و.

علي امین ګنډاپور چې د تحریک انصاف ګوند له لارې په ټاکنو کې ګډون نشو کولی د سني اتحاد کونسل له لارې یې صوبايي مشرۍ ته ورسېد.

د پاکستان ټاکنو کمېسون د تېر کال ډیسمبر کې تحریک انصاف ګوند د ګوندي ټاکنو په سم نه کولو تورن کړل او انتخاباتي نښه یې ترې واخیسته.

د کمېسون د دې پرېکړې له امله د عمران خان په مشرۍ دغه ګوند په ټاکنو کې د خپلواکو نوماندانو په توګه ګډون وکړ.

که څه هم د عمران خان ګوند پلویانو په ټاکنو کې تر نورو ګوندونو ډېرې پارلماني څوکۍ وګټلې، خو بیا هم اړ شول چې د حکومت جوړولو لپاره سني اتحاد کونسل سره یو ځای شي.