د یمن حکومت: د حوثیانو د برید له امله د روبیمار په نوم باري بیړۍ ډوبه شوې ده

د یمن په نړیواله کچه په رسیمت پیژندل شوي حکومت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، روبیمار تجارتي بیړۍ چې تیره میاشت حوثیانو برید پرې کړی و، د سور سمندرګي په جنوب کې ډوبه شوې ده.

د یمن په نړیواله کچه په رسیمت پیژندل شوي حکومت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، روبیمار تجارتي بیړۍ چې تیره میاشت حوثیانو برید پرې کړی و، د سور سمندرګي په جنوب کې ډوبه شوې ده.
که دغه پیښه تایید شي، نو دا به په نومبر میاشت کې د حوثي وسله والو له خوا په سوداګریزو بیړیو د بریدونو له پیل راهیسې لومړۍ ډوبه شوې بیړۍ وي.
د یمن حکومت په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه بیړۍ بېګا ډوبه شوې او د "چاپیریال ناورین" خبرداری یې ورکړی.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ یا سینټکام مخکې ویلي وو چې دغې بیړۍ تر ۴۱ زرو ټنو زیاته سره لیږدوله.
د یمن حوثي وسله والو له نومبر میاشتې راهیسې په غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو بیړیو بریدونه پیل کړي دي.
نږدې پنځه میاشتې وړاندې پر اسراییل د حماس له برید وروسته، اسراییل پر غزې پراخ ځمکني او هوايي، بریدونه پیل کړي او تر اوسه یې له ۳۰ زرو ډیر کسان وژلي دي.


د پښتونخوا په مختلفو سیمو کې د وروستي ورښت او ځمکښویېدو له امله د مړو شمېر ۱۷ او د ټپیانو ۲۳ ته ورسېد. یوازې د دې صوبې په خیبر کې د یوه کور د چت پرېوتو او ځمک ښویېدو له امله لس کسان مړه شوي او پنځه ټپیان دی.
په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په خیبر ضلع کې له دریو ورځو راهیسې پرلپسې باران او په جګو سیمو کې واوره ورېږي.
په پښتونخوا کې له څو ورځو راهیسې ورښت پیل شوی، خو له پرون راهیسې نور هم پراخ او زیات شوی دی.
د پښتونخوا په غرنیو سیمو په تېره سوات، باجوړ، چترال او نورو ولسوالیو کې هم ورښت پر انسانانو سربېره څاروي او کروندې هم زیانمنې کړې او سړکونه یې بند کړي دي.
د پاکستان پوځ په دغه صوبه او بلوچستان کې د لارو پرانیستلو او سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو کې ښکېل شوی دی.

د واشنګټن پولیسو یو ۱۵ کلن زلمی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د یو پخواني ژباړن د وژلو په تور نیولی دی. نصرت احمدیار د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا ته تللی و او هلته یې د یوې کمپنۍ سره ټکسي چلاوه.
هغه د تېرې جولای په درېیمه نېټه په ډزو ویشتل شوی و.
دغه پخوانی افغان ژباړن په واشنګټن کې د خپل ټکسي د ننه ویشتل شوی و.
اوس امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې پولیسو د احمدیار د وژلو په تور یو ځوان نیولی دی.
پولیسو د هغه د هویت په اړه زیات جزییات نه دي ورکړي؛ خو ویلي یې دي چې هغه په دغه قتل کې لومړی درجه تورن دی.
ښاغلی احمدیار د جولای په درېیمه نېټه کله چې یې له خپل موټره یو مساپر ښکته کړ، څو تنو چې د پولیسو په وینا ښايي د هغه د موټر د غلا هوډ یې لاره پر هغه برید کړی.
د ډي سي پولیسو یو چارواکي لزلي پارسونز وایي، چې دغه کسان په وسلو سمبال وو او له هغې ډلې یو یې پر ښاغلي احمدیار ډزې کړي.
د اخیستل شویو انځورونو ارزونه ښيي، چې برید ګر څلور تنه وو او له ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
پولیس وايي، د دغو انځورونو په مرسته توانېدلي چې د دغه افغان ژباړن د وژلو په تور ۱۵ تنه تورن کسان وپېژني.
پولیس چارواکي وايي، په دغه قتل کې د نورو تورنو کسانو لټه روانه ده.
۳۱ کلن نصرت احمدیار په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره امریکا ته ولاړ او هلته یې د «لفت» د ټکسي چلولو په کمپنۍ کې کار کاوه.
فاکسنیوز د چنګاښ په میاشت کې راپور ورکړی و، هر هغه څوک چې د نصرت احمدیار د قاتل د نیولو په اړه د امریکا پولیسو ته مالومات ورکړي ۲۵ زره جایزه ورکول کېږي.

د پاکستان تحریک طالبانو په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې د ۶۴ بریدونو په ترڅ کې د پوځ او پولیسو ۱۷۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه خبرپاڼه پرون ناوخته خپره شوې او په کې راغلي، چې دغه بریدونه د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، ټانک، سویلي وزیرستان، بنو، لکي مروت، شمالي وزیرستان، پېښور، مردان، ملاکنډ، باجوړ، بونیر، لوی دېر، چمن، پښین او قلعه عبدالله کې ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې د دغو عملیاتو د بڼې په اړه هم راغلي، چې دغې ډلې د دغو عملیاتو په لړ کې د پاکستان پر پوځ ۱۴ ځوابي بریدونه، ۱۳ لیزر، ۱۱ د ترپ او خرپ یا چریکي، د لاسي بمونو ۶ بریدونه، د هدفي وژنو ۳ او دوه توغندیز بریدونه کړي دي.

په خبرپاڼه کې دا رنګه ویل شوي، چې د دغو عملیاتو له امله ټول ۷۷ کسان وژل شوي او ۹۵ تنه نور ژوبلېدلي دي چې په وژل شويو او ټپیانو کې د پوځ، پولیسو او اېف سي سرتېري او افسران شامل دي.
دغې ډلې دا رنګه ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې د مرګ ژوبلې د اړولو تر څنګ یې د پوځ او پولیسو ځينې پوځي وسایط له منځه وړي او د ۱۳ کلاشینکوفونو په ګډون یې یو شمېر وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.
که څه هم چې په دې اړه تر اوسه کومو خپلواکو سرچېنو د دغو شمېرو پخلی نه دی کړی؛ خو په تېره یوه میاشت کې د همدغو سیمو څخه ګڼو کورنیو او نړۍوالو رسنیو د تاوتریخوالي ډېرې پېښې رپوټ کړي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ اعلان کړی، چې د دغه هیواد پوځ به په راتلونکو ورځو کې غزې ته د هوا له لارې د خوراکي توکو اکمالات وکړي.
دغه پریکړه په غزه کې د خورا توکو د مرستو د ترلاسه کولو لپاره په راټولو شوو خلکو له اسراییلي برید یوه ورځ وروسته شوې، چې شاوخوا سل کسان پکې وژل شوي وو.
بایډن په سپینې ماڼۍ کې د وینا پر مهال ویلي، چې غزې ته د مرستو بهیر کافي نه دی او غواړي په سلګونو نورې مرستندویه لارۍ هم ولیږي.
تر دې مخکې څلورو امریکايي چارواکو رویټرز ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي و، چې تمه ده چې ولسمشر جوبایډن به د جمعې په ورځ غزې ته د بشر دوستانه مرستو اعلان وکړي.
دغو چارواکو د مرستو د کره نېټې په اړه له خبرو ډډه کړې وه، خو دوو تنو یې ویلي و چې په نږدې راتلونکي کې به مرستې ولیږل شي.
دا مرستې به له هوا څخه د غزې تړانګې ته غورځول کیږي.
د متحده ایالاتو د هوایي ځواک درې ستوري متقاعد جنرال ډیویډ ډیپتولا رویټرز ته ویلي، چې د هوای څخه د مرستو غورځول هغه څه دي چې د متحده ایالاتو پوځ یې په اغیزمنه توګه ترسره کولې شي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په وینا، په غزه کې لږ تر لږه ۵۷۶ زره کسان چې د دغې سیمې د نفوس څلورمه برخه جوړوي، له لوږې یو ګام لري دي.
د غزې په تړانګه کې او په ځانګړې توګه د غزې په شمال کې د اسراییل د ۵ میاشتنو هوایي او ځمکني بریدونو له امله لارې ویجاړې شوي دي، د سیمي خلک د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي او یو لوی بشري بحران رامنځ ته شوی دی.
سره له دې چې خلک د ژوندي پاتې کیدو لپاره د څارویو خواړه او حتی کاکټوس خوري، ډاکټران وایي، چې ماشومان په روغتونونو کې د «خوارځواکۍ او اوبو کمښت» له امله مړه کیږي.

د هالنډ لوموړي وزیر مارک روت د جمعې په ورځ د اوکراین په شمال ختیځ ښار خارکیف ښار کې د دغه هیواد له ولسمشر ولادمیر زلنسکي سره د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته وویل، چې هیواد به یې د روسیې د ځواکونو په شاتمبولو لپاره له اوکراین سره ۸۰۰ زره د توپونو مرمیو مرسته وکړي.
ښاغلي روتي د روسیې له پولې څخه یوازې ۴۰ کیلومتره لرې خارکیف ښار ته په ناڅاپي سفر له ښاغلي زیلینسکي سره وکتل. هغه په وروستیو دوه میاشتو کې د لویدیځو هیوادونو اووم مشر دی چې له اوکراین سره امنیتي تړون لاسلیکوي.
ښاغلي روتي ویلي، چې دغه د توپونو مرمۍ په اونیو کې اوکریان ته راورسیږي.
اوکراین د توپونو د مرمیو له کمښت سره په داسې حال کې مخامخ دی چې پوځیان یې هڅه کوي د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي. روسي ځواکونو یو ځل بیا د اوکراین په ختیځ کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
ښاغلي زیلینسکي ویلي، چې هالنډ سره د امنیتي تړون په پایله کې به هغه هیواد له اوکراین سره سږ کال ۲.۲ میلیارده ډالره مرسته وکړي او په راتلونکو لسو کلونو کې به له دوی څخه په دفاعي برخو کې ملاتړ وکړي.