• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټي ټي پي ته نږدې سرچینې د ملا حسن اخوند او مفتي نور ولي مسید ترمنځ لیدنه ردوي

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۲۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۴۹ GMT+۰

ټي ټي پي ته نژدې سرچینو له افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د جیو نیوز دا راپور رد کړ چې د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د پاکستاني طالبانو د مشر مفتي نور ولي مسید ترمنځه ناسته شوې ده. دوی وايي، په پاکستان کې یې بریدونه دوام لري او وسلوال یې په دغه خاوره کې حضور لري.

پاکستاني طالبانو ته نږدې سرچینو دا خبرې د جيو نيوز د وروستي راپور په غبرګون کې کړې دي.

دا پاکستانۍ رسنۍ وايي، د تحريک طالبان پاکستان په مشرۍ وسلوالو ته افغان طالبانو د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بريدونو په اړه خبردارى ورکړى.

دغې رسنۍ د پاکستان د عالمانو د پلاوي د یوه غړي له قوله چې کابل ته سفر کړی لیکلي: د ټي ټي پي دا ډول اقداماتو د دواړو هېوادونو اړیکې کمزورې کړې.دغه پاکستاني رسنۍ خبر ورکړی، چې د جمعیت علمای اسلام د سمیع الحق ګروپ د مشر مولانا حامد الحق په مشرۍ د پاکستاني دیني عالمانو یو پلاوی په دې وروستیو کې کابل ته تللی.

حامد الحق د مولانا سمیع الحق زوی دی او د طالبانو یو شمېر مشران د هغه له مدرسې دارالعلوم حقانيه فارغ شوي دي.

دغه لیدنه د دیني چارو د نړیوالې څیړنې د شورا د مشر اسرار مدني په همغږي ترسره شوه.

کابل ته د مولانا فضل رحمان له سفر وروسته دا کابل ته د پاکستاني عالمانو دویم سفر دی، چې له طالبانو سره د اسلام اباد د اړیکو د رغولو په موخه ترسره کېږي.

د جیونیوز د راپور له مخې، طالب مشرانو پاکستاني دیني عالمانو ته ویلي، چې شاوخوا څلور اونۍ وړاندې یوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د تحریک طالبان پاکستان مشرانو لکه مفتي نور ولي محسود، حافظ ګل بهادر ګډون کړی و.

د افغان طالبانو په استازيتوب په دې غونډه کې د طالبانو لومړي وزير ملا محمد حسن او د هغوى يو شمېر وزيرانو ګډون کړى و.

په راپور کې راغلي چې په دې غونډه کې د تحریک طالبان پاکستان مشرتابه ته په ښکاره وویل شول، چې "په پاکستان کې دننه بریدونو د پاکستان له خلکو او حکومت سره د دوی اړیکې کمزورې کړې دي."

افغان او پاکستاني طالبانو په رسمي ډول د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

خو په همدې حال کې د افغان طالبانو امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د پاکستاني طالبانو سره د اړیکو او تماس له پلوه ددې ډلې رییس الوزرا کوم رول نه لري او یوازې د طالبانو استخباراتو لوی ریاست او د کورنیو چارو وزارت له لارې پېغامونه رسول کیږي.

د طالبانو سرچینې وویل چې د دې ډلې واک ته رسېدو سره، څو میاشتې وروسته په کابل کې د ټي ټي پي او د پاکستاني حکومت ترمنځه د خبرو زمنیه هم د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني برابره کړې وه.

د طالبانو اکثره مشران او مذهبي شخصیتونه د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې په دارالعلوم حقانيه کې روزل شوي او اسلام اباد هڅه کوي چې د دغې مدرسې د مذهبي شخصیتونو د فشار له لارې د تحریک طالبان پاکستان او طالبانو ترمنځ همکاري کمه کړي.

اسرار مدني، چې د غونډې د همغږي کولو مسووليت يې پر غاړه و، د طالبانو د حکومتي چارواکو له خولې وويل، "له دې غونډې وروسته وضعيت ښه شوى دى."

خو ښاغلي مدني وویل، طالبان او په ځانګړې توګه د حقاني شبکه په دې باور ده، چې د پاکستان له تحریک طالبان سره د خبرو بیا پیل کولای شي اړیکې ښې کړي. خو پاکستاني چارواکي له دې نظر سره مخالف ښکاري. ځکه طالبانو له خبرو اترو څخه په استفادې سره د بندیانو د خلاصون په څېر امتیازات ترلاسه کړل، خو د پاکستان د حکومت تمه پوره نه شوه.

ښاغلي مدني دا هم وویل چې طالب چارواکو له پاکستاني دیني عالمانو سره په کتنه کې د پاکستاني کډوالو په زوره اېستلو خپله ناخوښي څرګنده کړه او د پاکستان له حکومته یې وغوښتل چې دغه بهیر ودروي.
​

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

محمود خان اڅکزي د اصف علي زرداري په مقابل کې د پاکستان ولسمشرۍ لپاره خپل اسناد وسپارل

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۵۲ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان د پیپلز ګوند د مشر اصف علي زرداري په مقابل کې د پاکستان ولسمشرۍ ته نوماند شو. ښاغلی اڅکزی د پاکستان د تحریک انصاف او د سني اتحاد او اصف علي زرداري هم د مسلم لیګ نواز ګوند ملاتړ لري.

پیپلز ګوند د اصف علي زرداري او سني اتحاد کونسل هم د ښاغلي اڅکزي اسناد د اسلام اباد سترې محکمې ته وسپارل.

د پاکستان ولسمشرۍ ته پر دې دواړو سربېره درې نورو ازادو وکیلانو اصغرعلي مبارک، وحید کمال او عبدالقدوس هم خپل اسناد سپارلي دي.

د پاکستان د ولسمشرۍ د نوماندانو نوملړ به د مارچ په څلورمه بیا کتل کېږي او د مارچ په نهمه به رایې اچول کېږي.

محمود خان اڅکزی په پاکستان کې یو پښتون ملتپال سیاستوال دی او له بلوچستان صوبې قامي اسمبلۍ ته کامیاب شوی دی.

د پاکستان ټولټاکنې د تېرې میاشتې پر اتمه وشوې او پرون د دغه هېواد د قامي اسمبلۍ د مشرۍ لپاره د مسلم لیګ نواز ډلې غړی ایاز صادق وټاکل شو.

که

روسیه: د افغانستان اوسنۍ ستونزې د امریکا او ناټو د شل کلن پوځي حضور له امله دي

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو شورا کې د روسیې د پلاوي غړی په افغانستان کې د امریکا، برتانیا او د ناټو د نورو غړو شل کلن پوځي حضور د دغه هېواد د اوسنیو ستونزو یو اصلي لامل بولي.

روسلان ستروګانوف وايي، چې امریکا او ملګرو یې له افغانستانه بېړني وتلو سره دغه هېواد ته بې وزلي او ورنی په میراث پرېښود، خو اوس د دې ټولو ملامتي پر افغان چارواکو اچوي.

نوموړي پرون جنیوا کې غونډې ته وویل، امریکا امریکا له افغانستان سره بشري مرستې هم له طالبانو په سیاسي امتیازونو ترلاسولو پورې تړلې دي.

د هغه په خبره، امریکا د افغانستان څو میلیارد ډالري شتمني هم کنګل کړې ده.

دغه روسي ډيپلوماټ دا هم وویل، چې مسکو له طالبانو سره تماس کې دی او ترې غواړي چې د ټولګډونه اداري سیستم جوړولو برخه کې خپله ژمنه پر ځای کړي.

ښاغلي ستروګانوف زیاته کړه چې روسیه په افغانستان کې د امن او ټیکاو پیاوړتیا هڅو زیاتولو ته لومړیتوب ور کوي، ځکه چې افغانستان کې سوله د سیمې د پرمختګ یوازنۍ لار ده.

په کندهار کې د وروستیو ورښتونو له امله پنځو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۲۱ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په اېکس پاڼه لیکلي، چې د وروستیو پرله پسې ورښتونو له امله په ښار او ولسوالیو کې شاوخوا ۲۳۸ کورونه نړېدلي چې له امله یې دوه ماشومان مړه شوي او درې نور ټپيان دي.

100%

ورته مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې په پروان ولایت کې د بارانونو د ورېدو له امله لسګونه کورونه ویجاړ شوي او یوشمېر څاوري هم تلف شوي دي.

په پروان کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په شینوارو، جبل السراج ولسوالیو، مرکز او یوشمېر نورو سیمو کې د پرله پسې بارانونو له امله څه باندې ۷۰ کورونه ویجاړ او یوشمېر څاروي مړه شوي دي.

د دغه اژانس د یوه بل راپور له مخې، د فاریاب ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا ۲ زره څاروي د واورې او یخنۍ له کبله مړه شوي دي.

100%

له بل پلوه د طالبانو پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي، چې د کب په نهمه او لسمه نېټه د ورښتونو په نوې څپه کې نهه کسان مړه شوي او دوه ټپیان دي.
د دغه وزارت ویاند په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې پېښو ته د رسېدنې چارو د رییسانو د راپورونو له مخې د واورې، بارانونو او سړې هوا له امله په کندهار، هرات، بادغیس، هلمند، سرپل، بدخشان، او جوزجان ولایتونو کې نهه کسان مړه شوي، دوه ټپیان دي او ځینې کورونه په کلي او جزوي توګه تخریب شوي دي.
خو ځینو رسنیو بیا په دغو پېښو کې د مړو شویو کسانو شمېر پنځلس تنه یاد کړی او ویلي یې دي، چې د دغې سړې څپې له امله له ۶۰۰۰ زیات څاروي په بادغیس، فاریاب، هرات، جوزجان او فراه ولایتونو کې له منځه تللي دي.

په واشنګټن کې پولیسو یو ۱۵ کلن ځوان د یو افغان ژباړن د وژلو په تور نیولی دی

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۲۶ GMT+۰

د واشنګټن پولیسو یو ۱۵ کلن زلمی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د یو پخواني ژباړن د وژلو په تور نیولی دی. نصرت احمدیار د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا ته تللی و او هلته یې د یوې کمپنۍ سره ټکسي چلاوه.

هغه د تېرې جولای په درېیمه نېټه په ډزو ویشتل شوی و.
دغه پخوانی افغان ژباړن په واشنګټن کې د خپل ټکسي د ننه ویشتل شوی و.
اوس امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې پولیسو د احمدیار د وژلو په تور یو ځوان نیولی دی.
پولیسو د هغه د هویت په اړه زیات جزییات نه دي ورکړي؛ خو ویلي یې دي چې هغه په دغه قتل کې لومړی درجه تورن دی.
ښاغلی احمدیار د جولای په درېیمه نېټه کله چې یې له خپل موټره یو مساپر ښکته کړ، څو تنو چې د پولیسو په وینا ښايي د هغه د موټر د غلا هوډ یې لاره پر هغه برید کړی.

د ډي سي پولیسو یو چارواکي لزلي پارسونز وایي، چې دغه کسان په وسلو سمبال وو او له هغې ډلې یو یې پر ښاغلي احمدیار ډزې کړي.
د اخیستل شویو انځورونو ارزونه ښيي، چې برید ګر څلور تنه وو او له ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

پولیس وايي، د دغو انځورونو په مرسته توانېدلي چې د دغه افغان ژباړن د وژلو په تور ۱۵ تنه تورن کسان وپېژني.
پولیس چارواکي وايي، په دغه قتل کې د نورو تورنو کسانو لټه روانه ده.
۳۱ کلن نصرت احمدیار په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره امریکا ته ولاړ او هلته یې د «لفت» د ټکسي چلولو په کمپنۍ کې کار کاوه.
فاکس‌نیوز د چنګاښ په میاشت کې راپور ورکړی و، هر هغه څوک چې د نصرت احمدیار د قاتل د نیولو په اړه د امریکا پولیسو ته مالومات ورکړي ۲۵ زره جایزه ورکول کېږي.

بنفشه یعقوبي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړه ورو مېرمنو جایزه تر لاسه کړه

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۴۱ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د «زړورو مېرمنو» د جایزې لپاره د یوولسو مېرمنو تر څنګ د افغانستان د بشري حقونو د سازمان پخوانۍ غړې بنفشې یعقوبي ته هم دغه جایزه ورکړه.

دغه جایزه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د لومړۍ مېرمنې جېل بلنډ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ګډون یوې غونډې کې ګټونکو ته ورکړل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوې خبر پاڼه کې ولیکل، مېرمن یعقوبي چې «د سترګو دید یې کم‌ دی» له کلونو راهیسې د هغو مېرمنو د حقونو ننګه کوي چې د زورزیاتي سره مخامخې دي، هغې د ۱۳۸۶ کال را په دې خوا د خپل خاوند په مرسته د «رهیاب بنسټ» په نامه یوه ټولنه جوړه کړه، چې د نابینا وګړو سره یې د زده‌کړو او د هغوی د ځواکمنولو په برخو کې کار کاوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې مېرمن یعقوبي تل د معلولانو لپاره د عدالت غوښتنه کړې او د کم بینا او نابینا ماشومانو له پاره یې د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د دغې خبرپاڼې له مخې، مېرمن یعقوبي دا مهال په جلا وطنۍ کې ژوند کوي او لا هم د معلولانو، نابینا ماشومانو او افغان نجونو لپاره د عدالت غوښتنه کوي.
د مېرمن یعقوبي تر څنګ د نړۍ ۱۱ نورې مېرمنې هم د دغې جایزې ګټونکې اعلان شوې دي.
له دغې ډلې د ایران د بشري حقونو فعاله فریبا بلوچ هم د دغې جایزې ګټونکې اعلان شوې ده.
د زړوه ورو ښځو له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو جایزو لړۍ له ۱۳۹۶ کال راهیسې پیل شوې او تر ډېره دغه جایزې هغو مېرمنو ته ورکول کېږي، چې د سولې په ملاتړ، عدالت، بشري حقونو، جنسیتي انډول او د ښځو او مېرمنو په ځواکمنولو کې یې زړورتیا ښودلې وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سږنی کال د دغو جایزو اتلسم پړاو ترسره کوي.

تېر کال د افغان کډوالو ملاتړې ډاکترې ذاکره حکمت ته دغه جایزه ورکړل شوې وه.