• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو فعالان: طالبان باید له ښځو سره د سیستماتیک تبعیض په خاطر محاکمه شي

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۵۰ GMT+۰

د افغانستان د بشري حقونو فعالانو سازمان له نړۍوالو محکمو غوښتي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سیستماتیک تبعیض په اړه خپلې څېړنې پیل کړي. دغه سازمان د هزاره او تاجک ښځو او نجونو خپلسري توقیف ته په اشارې سره د طالبانو د ډلې د مشرانو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو دغه سازمان د یکشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون په ګډون د بشري حقونو اووه مهمو نړۍوالو کنوانسیونونو کې شامل شوی او د هغو د رعایتولو غوښتنه کوي.

د بشري حقونو فعالانو زیاته کړه، چې طالبانو په تېرو دوه نیمو کلونو کې په سیستماتیک ډول د دغه کنوانسیون او د بشري حقونو د نورو کنوانسیونونو له ټولو مادو څخه سرغړونه کړې ده.

د دې سازمان په وینا؛ طالبان هڅه کوي چې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض په بنسټیز کولو سره ښځې په ټولو سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري برخو کې له منځه یوسي.

د بشري حقونو د سازمان د اعلامیې له مخې؛ په نړۍوالو محاکمو کې د طالبانو د ډلې د مشرانو محاکمه کولی شي د عدالت د تامین او د معافیت د فرهنګ د پای ته رسولو لامل شي.

دغه سازمان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي د کنوانسیون له غړو هېوادونو غوښتي، چې له سیاسي ملحوظاتو پرته د عدالت په نړۍواله محکمه کې د طالبانو د رژیم پر ضد دوسیه پرانیزي.

د دغې اعلامیې په یوه برخه کې د روم اساسنامې ته په اشارې سره د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتل شوي، چې دغه موضوع د جرمونو نړۍوالې محکمې ته راجع کړي.

د دغه بنسټ په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بېنېټ د وروستي راپور هرکلی شوی او له هغه څخه غوښتل شوي، چې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض موضوع په هر اړخیزه توګه وڅېړي او خپل وروستی نظر د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړي.

د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په دې وروستیو کې په خپل نوي راپور کې لیکلي، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې تبعیض باید نه یوازې د هاګ په محکمه کې بلکې په نورو محکمو کې هم د بشري حقونو د سرغړونو مسایل تعقیب شي.

ترویج لرونکی

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې
۱

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۲

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۳

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۴

ملګري ملتونه: وچکالۍ، خوارځواکۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی

۵
تازه خبر

د ۱۵ هېوادونو استازو د طالبانو له پلاوي سره په ناسته کې ګډون کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په سرپل کې يو کس د «بداخلاقۍ» په تور په عام محضر کې په درو وهلی

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۲۹ GMT+۰
طالبانو په سرپل کې يو کس د «بداخلاقۍ» په تور په عام محضر کې په درو وهلی
100%

د طالبانو د سترې محکمې د خبر له مخې، دغې ډلې په سرپل ولایت کې یو کس په عام محضر کې د «بې حیايۍ» په تور په درو وهلی دی. دغې محکمې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه کس په ۶ میاشتو بند او ۳۹ درو وهلو محکوم شو.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د سرپل ولایت د اوسېدونکو، د سرپل د محکمې د رییس او په دغه ولایت کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې یې یو کس ته سزا ورکړې.

طالبانو د دغه کس د هويت او د جرم د څرنګوالي اړوند نور جزیيات نه دي ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کس د طالبانو د محکمې له پرېکړې مخکې د خپل بند موده د طالبانو په زندان کې تېره کړې ده.

طالبانو له يوې مياشتي په کمه موده کې په هرات، لغمان، بلخ اوبامیان ولایتونو کې تر ۲۰ ډېر کسان په درو وهلي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې جسمي سزاګاني لکه؛ وهل، لاس پرې کول او اعدام بيا شروع کړي دي.

د بشري حقونو يو شمېر فعالان او د پخواني نظام چارواکي طالبان د مجازاتو په برخه کې په توپيري چلند تورنوي او وايي، چې طالبان پر خپلو غړو شرعي حدود نه عملي کوي.

د طالبانو دفاع وزير او لوی درستيز قطر ته ولاړل

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۴۲ GMT+۰
د طالبانو دفاع وزير او لوی درستيز قطر ته ولاړل
100%

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او لوی درستیز فصیح الدین فطرت نن قطر ته ولاړل. د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ټاکل شوې دغه پلاوی له قطري چارواکو سره وګوري او د دغه هېواد په "دفاعي دیمدیکس" نندارتون کې ګډون وکړي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې طالب چارواکي به د قطر له دفاعي چارواکو سره په دفاعي برخه کې د دوه اړخيزو همکاريو پر پياوړتيا هم خبرې وکړي.

په قطر کې دغه فاعي ناسته او نندارتون به د مارچ مياشتي له ۴ می پيل تر ۶ به دوام وکړي.

د دوحې نړۍوال سمندري دفاعي نندارتون او کنفرانس به د دې هېواد د وسله والو ځواکونو په کوربتوب جوړ شوی دی.

په کنفرانس کې به د منځني ختيځ د سمندري ځواکونو قومندانانو برخه ولري او د ناستې ګډونوال به د حماد په بندر کې د بهرنيو سمندري ځواکونو د جنګي کښتيو څخه هم لیدنه کوي.

نیمروز کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي د مرغانو ښکارزن یې نیولي دي

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۰
نیمروز کې  د طالبانو ځايي چارواکي وايي د مرغانو ښکارزن یې نیولي دي
100%

د نیمروز لپاره د طالبانو والي ویاند نن رسنیو ته پیغام کې زیاتوي, دې کسانو د دغه ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې ښکار کړی و. له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمیر انځورونه ښکته پورته کېږي، چې پکې څو تنو د کوتڼو په نوم کم‌یابه مرغان ښکار کړي دي.

د مرغانو دغه ښکار ته پر ولس سربېره ځینې طالبانو هم غبرګون ښودلی او د عاملانو د نیولو غوښتنه یې کړې وه.
د نیمرو لپاره د طالبانو والي ویاند رحیم الله ساجد نن یکشنبې د ( کپ ۱۳مه) په خپله ټولنیزه رسنۍ اېکس کې لیکلي، هېچا ته به د کم یابه الوتونکو د ښکار اجازه ور نه کړي او له مرتکیبینو سره به یې قانوني چلند وشي.

100%

د طالبانو دغه چارواکي د نیول شوو، کسانو د هویت او تعداد په اړه څه معلومات نه دي ورکړي.
که څه هم د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په یو ځانکړي فرمان کې د کم یابه مرغانو پر ښکار بندیز لګولی دی، خو بیا هم وخت ناوخت د دې مرغانو د نیولو او د قاچاق په اړه راپورونه خپریږی.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې، شهباز شریف د پاکستان نوی لومړی وزیر وټاکل شو

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۱۷ GMT+۰
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې، شهباز شریف د پاکستان نوی لومړی وزیر وټاکل شو
100%

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د مسلم لیګ (ن) ګوند نوماند، شهباز شریف نن (یکشنبه) د پاکستان پارلمان لخوا د ۲۰۱ مثبو رایو په اخیستلو سره د پاکستان لومړي وزیر څوکۍ وګټله. د هغه په وړاندې د تحریک انصاف ګوند نوماند، عمر ایوب خان د دغه پارلمان ۹۲ رایې ترلاسه کړې دي.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشر ۷۲ کلن شهباز شریف چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ورور دی د پاکستان د پارلمان له لوري د رايو په اکثریت د دغه هیواد لومړی وزیر وټاکل شو.

په پاکستان کې د تېرې فبرورۍ میاشتې په اتمه ټولټاکنې ترسره شوې چې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د تاوتریخوالي له پېښو سره مل وې.

له هغه وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند، د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند او عوامي نشنل ګوند د ټاکنو پر بهیر او لومړنیو پایلو اعتراض کړی و.

دغو ګوندونو او ځینو نوموتو شخصیتونو د پاکستان په ټاکنو کې د درغلیو له امله پر دغه بهیر نیوکې کړې وې.

یوه اوونۍ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میټو مېلر هم ویلي و چې د پاکستان په ټاکنو کې د هر ډول «درغلیو او لاسوهنو» شوې ادعاوې دې د دغه هېواد د قوانینو او تګلارو سره سمې په بشپړ راڼه ډول وپلټل شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د میټو میلر د خبرو په غبرګون کې ویلي و چې: «موږ د خپلې واکمنۍ په اډانه کې د خپلو کورنیو چارو په برخه کې پر کېدونکو پرېکړو باوري یو.»

د خېبرپښتونخوا په ټانګ ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو د یوه دولتي ښوونځي ښوونکی وژلی

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۴۸ GMT+۰
د خېبرپښتونخوا په ټانګ ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو د یوه دولتي ښوونځي ښوونکی وژلی
100%

سرچینې وايي، د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په جهنډوله سیمه کې نن سهار د صوبتي کلا دولتي عالي لېسې د ښوونکي شبیر نومي مړی موندل شوی. ځايي پولیسو ويلي، نوموړی تېره ورځ شنبه د ناڅرګندو وسله والو له لوري تښتول شوی و.

په خیبرپښتونخوا کې خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته نن یک شنبه د (کب ۱۳مه) وويل چې د صوبتي کلا عالي لېسې دغه ښوونکی مخکې تر دې هم د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو له لوري ګواښل شوی و.

لال وزیر وايي، دغه ښوونکی تېره ورځ ښوونځي ته پر لاره ناڅرګندو وسله والو له ځان سره بیولي و او نن سهار یې په ګولیو لګېدلی مړی موندل شوی.

د دغه وژل شوي شبیر نومي ښوونکي د کورنۍ یوه غړي، خبریال لال وزیر ته ویلي و چې له دې وړاندې هم په سیمه کې د ټي ټي پي وسله والو دغه ښوونکي ته د دندې پرېښودو ګواښ کړی و خو وايي د بېوزلۍ له امله یې دنده نه شوی پرېښودلی.

د دغه ښوونکي د وژلو په اړه تر اوسه پورې د ټي ټي پي وسله والې څه نه دي ويلي.

د ټي ټي پي وسله والې ډلې يوې څانګې په خیبرپښتونخوا کې د ښوونځیو ښوونکو ته خبرداري ورکړي چې خپلې دندې پریږدي، تر دې وړاندې هم د دغه ایالت په بنو، لکي مروت، شمالي او سوېلي وزیرستان، کورمه ایجنسۍ، مومند، باجوړ او خیبر ولسوالۍ کې د ښوونځیو ښوونکي وژل شوي وو.

د خیبرپښتونخوا اوسیدونکي د پاکستان حکومت د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې د امنیت په راوستو کې پاتې بولي او وايي چې حکومت د یې امنیت وساتي خو حکومت تل د امنیت ټینګولو ډاډ ورکړی.