د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت: د سالنګ لویه لاره په پنځمه ورځ د تک راتګ پر مخ خلاصه شوه

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، د سالنګ لویه لاره چې له څلور ورځو راهیسې د درنو واورو ورېدو او توپانونو له امله تړل شوې وه، نن دوشنبه (د کب ۱۴مه) د مساپر وړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه.