
سرچينې تاييد کړه، چې د طالبانو استخباراتي مامورينو د دې ډلې یو پلوي، چې ځان ته "جنرال مبين" وايي په کابل کې له خپل موټره ښکته کړی او نيولى دى. ښاغلي مبین تېره اونۍ ویلي وو، چې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر یې بهر ته د سفر مخه نیولې ده.
نوموړي په دغه انتقادي یادښت کې لیکلي وو، چې طالبانو له کوم جرم پرته د سوداګرۍ د سفر اجازه نه ده ور کړې.
په اېکس ټولنیزه شبکه کې د ښاغلي مبین د کارونکي پاڼې د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۴مه) یوه ویډیو خپره کړه، چې ظاهراً د دې طالب پلوه څېرې پر موټرو د طالبانو د استخباراتو مامورینو له برید څو شېبې وروسته د هغه نیول ښيي.

فریډم هاوس په دې وروستیو کې د نړۍ په هېوادونو کې د ۲۰۲۴ کال د ازادۍ او ډېموکراسۍ د وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړی دی او افغانستان یې د ازادۍ په برخه کې د بدترینو هېوادونو په قطار کې شمېرلی دی.
دغه سازمان چې د امریکا د حکومت په مالي مرسته کار کوي وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د نورو ۱۴ هېوادونو او سیمو په پرتله ښه دی.
فریډم هاوس لیکلي: "د افغانستان د منتخب حکومت له نسکورېدو راهیسې (د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې) د طالبانو ډلې د هېواد سیاسي فضا بنده کړې ده، د نوي رژیم له خوا له خپل حکومت سره مخالفت نه ښيي او د ښځو او اقلیتونو حقونه محدود شوي دي."
د دې پر بنسټ؛ فریډم هاوس د ۲۰۲۴ کال لپاره په خپله نوې ارزونه کې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې تر ټولو بد هېواد بللی دی.

خو د امریکايي بنسټ په نوي راپور کې په زړه پورې خبره دا ده، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ازادۍ او ډیموکراسۍ په حالت کې له ژورو بدلونونو سره - سره دغه هېواد لا هم د نړۍ د د ازادۍ کور لید ۱۴ نورو هېوادونو په پرتله په ښه وضعیت کې دی.
د فریډم هاوس په راپور کې د هغو هېوادونو او سیمو له جملې څخه چې د طالبانو د ډلې تر واکمنۍ لاندې د افغانستان په پرتله بد وضعیت لري، د سوریې، تاجکستان، سوډان او کریمیا سیمې نومونه لیدل کیږي، چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له یوه ټولپوښتنې وروسته له افغانستان سره یوځای کړل.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د ۲۰ میلیونه یورو په ارزښت د بشري مرستو اعلان وکړ. دغه سازمان زیاته کړه، چې یادې پیسې به په ۲۶ ولایتونو کې د ۳۰۰ زره افغانانو د خوراکي توکو له خوندیتوب سره مرسته وکړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) په کابل کې د اروپايي ټولنې د مرستو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې په دې مرستو سره به د خوړو نړۍوال پروګرام د هغو کورنیو او زیانمنو افغانانو چې په ځینو سیمو کې مېشت دي د خوړو خوندیتوب ښه کړي.
دغه نړۍوال سازمان زیاته کړې، چې دغه پیسې به په کوچنیو پرمختیايي پروژو لکه د سیلابونو د ساتنې دیوالونو او د اوبو لګولو د کانالونو په جوړولو ولګول شي؛ څو د طبیعي پېښو څخه د افغانانو ژوند وژغورل شي.
د خوړو نړۍوال پروګرام په خپله اعلاميه کې ليکلي، چې په دې مرستې سره به اروپايي ټولنه له شاوخوا څوارلس زره کروندګرو سره د کرنيزو وسايلو په پېرلو او هغوى ته د روزنې په برخه کې مرسته وکړي؛ څو زيانمنې کورنۍ خپلې خوراکي اړتياوې پوره کړي.
خبرځاى زياته کړه، چې د رغنيزو پروژو کار به شپږ مياشتې دوام وکړي، چې په ترڅ کې به يې ټول ګډونوال د خپلو کورنيو د مياشتني خوراکي اړتياو د پوره کولو لپاره خوراکي توکي او نغدې پيسې ترلاسه کوي.
د اروپايي اتحادیې کمېشنر رافایلا ایوډیس وویل: "د بزګرانو ملاتړ کول او د دوی سره د حاصلاتو ډېرولو کې مرسته کولی شي له کورنیو سره مرسته وکړي چې خواړه ومومي او ژوند له لوږې وژغوري."
په افغانستان کې د د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیال متینتا چیموکا وویل، چې د اقلیم بحران یو واقعیت دی، چې په ټول افغانستان کې یې خلک اغېزمن کړي دي.
د هغه په وينا؛ په افغانستان کې له هرو لسو کسانو څخه اته يې د کرنې په عايداتو متکي دي؛ خو اقليمي ټکانونه لکه؛ وچکالي، سېلابونه او د ځمکې ښويېدل ډېر اغېز لري.
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال مرستیال په خپله اعلامیه کې لیکلي: "موږ د اروپايي اتحادیې څخه مننه کوو، چې د خوړو نړۍوال پروګرام یو ثابت همکار دی او په ټول افغانستان کې د افغانانو د مقاومت د ښه کولو لپاره د اقلیم حساس پروګرامونو ملاتړ کوي."
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ په تېرو پنځو کلونو کې اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو، تغذيې، بېړنيو خوراکي توکو او د پياوړتيا په برخو کې د نړۍوال خوراکي پروګرام له لارې څه باندې ٢٦٠ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.
د پاکستان ځايي چارواکي وايي، چې هغه شپږ جنګیالي چې په شمالي وزیرستان کې د فېبرورۍ په ۲۸ مه ووژل شول افغان اتباع او د تحریک طالبان پاکستان غړي وو. ځايي رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله لیکلي، چې په پاکستان کې په «ترهګریزو» کړنو کې د افغان اتباعو لاس لرل یو ځل بیا تایید شوي دي.
د پاکستان ډان نیوز د سیمه ییزو سرچینو له خولې ویلي، چې په جګړه کې یو ۱۶ کلن ځانمرګی هم وژل شوی دی.
ډان نیوز د وژل شویو جنګیالیو هویت خپور کړی او لیکلي یې دي، چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي د خوست، لوګر او پکتیکا ولایتونو اوسېدونکي وو.
تېره اونۍ د پاکستان امنيتي ځواکونو په شمالي وزيرستان کې شپږ وسله وال وژلي او په زياته اندازه وسلې او تجهيزات يې ترلاسه کړي دي.
تر دې مخکې پاکستاني چارواکو پر افغان طالبانو تور لګولی و، چې له تحریک طالبان پاکستان سره همکاري کوي او ادعا کوي چې ټي ټي پي په افغانستان کې اوسیږي او د امریکايي وسلو څخه په استفادې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
خو طالبانو بیا دغه ادعا رد کړې او پاکستان ته یې سپارښتنه کړې، چې د نورو د ملامتولو پر ځای دې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړي.
د افغانستان په اړه د جینوا د ډیالوګ او پراختیا د مرکز د درېیمې ملي ډیالوګ غونډې یو شمېر ګډونوال وايي، چې د مشروعیت یوازینۍ لار د اساسي قانون درلودل دي.
د ښځو د حقونو فعالانو په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو د اوسنی دورې په پرتله هېڅکله هم دومره ظلم نه و شوی.
خبریال او د غونډې ګډونوال سمیع مهدي وویل، چې افغانستان د مشروعیت له بحران، د بشري حقونو او د بشري وضعیت له بحران سره مخ دی.
په دې غونډه کې د ښځو د حقونو فعالانې په تېرو دوه نیمو کلونو کې د ښځو د حقونو د محدودولو لپاره د طالبانو امرونو ته په اشارې سره وايي، چې له طالبانو سره باید سوله ونه شي.
د دې غونډې یوه ګډونواله فروزان نوابي وویل: "که طالبان پنځه کاله په واک کې پاتې شي، څنګه به له طالبانو سره سوله وکړو؟ تصور وکړئ چې افغانستان به کوم ځای ته ورسیږي.»
په سویس کې د افغانستان سفیر او د دې غونډې یو تنظیم کوونکی نصیر اندېشه له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې د ملي حاکمیت حق د افغانستان په خلکو پورې اړه لري.
د افغانستان د ملي راډیو او ټلویزیون پخواني رییس اسماعیل میاخېل په یوه ګردي میز کې وویل: «افغانستان یو چوکاټ ته اړتیا لري. شریعت تل د تفسیر لپاره خلاص دی. زما پوښتنه له طالبانو دا ده چې ایا دوی نظام دی که یوه ډله؟
د "جنیوا ډیالوګ او پرمختیا" څېړنیزې موسسې تر دې مخکې د افغانستان په اړه په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې غونډې کړې وې.
ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دغه مرکز دویمه غونډه سبا د سې شنبې په ورځ په انتالیا کې دوام وکړي.
د جینوا د خبرو اترو او پراختیا مرکز په ترکیه کې د «افغانستان په راتلونکي کې د مدني ټولنې او ډېموکراتیکو حرکتونو رول» تر سرلیک لاندې د یوې غونډې د جوړولو خبر ورکړ. دا غونډه د دوشنبې په ورځ په انتالیا کې پیل شوه او د سې شنبې په ورځ به هم دوام وکړي.
د «جنيوا ډیالوګ او پراختیا مرکز» څېړنیزې ادارې د دوشنبې په ورځ د (کب په ۱۴مه) پر خپله اېکس پانه ليکلي، چې د غونډې لومړۍ ورځ د مدني ټولنې او بشري حقونو د یو شمېر فعالانو، ښځو، کارپوهانو او خبريالانو په ګډون پيل شوه.
د راپورونو له مخې؛ د افغانستان په اړه د دغه سازمان په درېیم کنفرانس کې دوې غونډې هم شاملې دي.
په لومړۍ غونډه کې به سیاست، د ولسي حاکمیت مساله، د خلکو ګډون او حساب ورکونه وڅېړل شي.
او دویمه غونډه به د ټولنې مسایل، ټولنیز بدلونونه، د ښځو خوځښتونه، د ښاري تحرکاتو په مقابل کې کليوالي تحرکات او د محافظه کارۍ په مقابل کې به پرمختللي ايډيالوژۍ وڅېړل شي.
دغه بنسټ په خپله خبرپاڼه کې لیکلي: «دا غونډې به د کارپوهانو، پالیسي جوړونکو او ستراتیژستانو لپاره د ملي خبرو اترو د لارې د پیاوړتیا لپاره یو پلیټ فارم چمتو کړي.»