• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران ته د طالبانو ژمنه: د مخدره توکو د زېرمو له کمېدو سره به ایران ته قاچاق کم شي

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۴۷ GMT+۰

د ایران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مشر د طالبانو له خولې ویلي، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو ګودامونو موجود دی او ایران ته د نشه يي توکو د قاچاق د زیاتوالي لامل شوي دي.

د اسکندر مومني په وينا؛ طالبانو ويلي: "مخدره توکي په ګودامونو کې دي او کله چې ګودامونه ختم شي، ښايي د نشه يي توکو په وارداتو کې ٩٠ سلنه کموالى راشي."

د ایران د مخدره موادو پر ضد د مبارزې عمومي منشي اسکندر مومني د سې شنبې په ورځ له افغانستان څخه ایران ته د مخدره توکو د قاچاق د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل، چې له افغانستان څخه ایران ته د مخدره موادو د قاچاق د کمېدو نښې نه لیدل کیږي.

له افغانستان څخه د نشه يي توکو د وارداتو په اړه د ايراني چارواکو له څرګندونو سره - سره طالبانو دغه هېواد ته ويلي، چې دغه ډله د نشه يي توکو د کښت او توليد په کمولو کې بريالۍ شوې ده.

د انتخاب ورځپاڼې په حواله؛ اسکندر مومني وویل: "طالب چارواکو چې ایران ته راغلي وو، په خپلو خبرو کې ویلي ووچې د نشه یې توکو تولید او کښت کم شوی دی.»

د هغه په ​​وينا؛ طالبانو د قاچاق د زياتوالي لامل د تېرو کلونو په پرتله د نشه يي توکو زېرمه کول ګڼلي دي.

د ایران د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مشر ویلي دي، چې په افغانستان کې صنعتي مخدره مواد، میتامفتامین او شیشه په زیاتیدونکي توګه تولیدیږي.

هغه ايران په افغانستان کې د نشه يي توکو د توليد د زياتېدو يو قرباني وباله.

ښاغلي مومني د دوشنبې په ورځ د ایران د ولایتونو د نشه‎ يي توکو پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ د ځانګړې غونډې په څنډه کې وویل: «په افغانستان کې د نشه‎ يي توکو د تولید او خرڅلاو د ډېرېدو بهیر په داسې حال کې دی چې د افغانستان واکمنانو د نشه‎ يي توکو د کښت د کمولو اعلان کړی و.»

د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې؛ دغه ایراني چارواکي زیاته کړه:«موږ هغه هېوادونه چې ۲۰کاله یې افغانستان اشغال کړی، په افغانستان کې د مخدرو موادو د تولید د زیاتوالي مسوول ګڼو.»

ښاغلي مومني وویل، چې ایران په رسمي توګه په ملګرو ملتونو کې په افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید د زیاتېدو خطر اعلان کړی دی.

هغه ټینګار وکړ، چې د دې ستونزې د حل لپاره نړۍوالې پلان جوړونې ته اړتیا لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په افغانستان کې د وروستیو اورښتونو له امله ۳۹ تنه مړه شوي او ۳۱ نور ټپیان دي

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې په افغانستان کې د وروستیو واورو او اورښتونو له امله ۶۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او نېږدې ۵ زره کورني څاروي مړه شوي.

د یاد وزارت ویاند ملا جانان نن په کابل کې کورنیو رسنیو ته ویلي، چې د کب له لومړۍ نېټې پیل شویو واورو او اورښتونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۳۹ کسان مړه شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغو واورو او اورښتونو کې په یو شمېر سیمو کې غرونه ښوېیدلي، ځینې لارې تړل شوي او په ځینو سیمو کې د کورونو چتونه پرېوتي دي.

د طالبانو د ولایتي ادارو د راپورونو پر بنسټ نېږدې اوه سوه کورونه هم ویجاړ شوي او نېږدې ۵ زره کورني څاروي هم مړه شوي دي.

تېره ورځ په سرپل کې د طالبانو والي د سړې هوا او د یوه کور د چت د نړېدو له امله د پنځو کسان د وژل کېدو خبر ورکړ.

حبیب الله مسرور د دوشنبې په ورځ وویل، چې په وژل شویو کې دوې ښځې، دوه ماشومان او یو سړی دی، چې له روغتیايي مرکز څخه د لرې واټن او پر وخت د نه رسېدو له امله مړه شوي دي.

دوه ورځې واندې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړ، چې په بلخ ولايت کې د واورې د اورښت او سړې هوا له امله ۴ زره کورني څاروي مړه شوي دي.

همدا راز له دوه سوو زیات څاروي په پنجشیر او بدخشان کې مړه شوي دي، په فاریاب، سرپل، کندهار، لوګر او یو شمېر نورو لایاتو کې هم کورني څاروي مړه شوي دي

طالبان: د وسلو تولیدونکي هېوادونه باید د بې ګناه خلکو د ډله ییزو وژنو لامل نه شي

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۱۵ GMT+۰

که څه هم د طالبانو ډله په نړۍواله کچه په ډله ییزو وژنو تورنه ده؛ خو د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت د وسلو ټولولو په اړه د پوهاوي د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د وسلو تولیدونکي او پلورونکي هېوادونه باید د بې ګناه خلکو د ډله ییزو وژنو لامل نه شي.

دغه وزارت د سې شنبې په ورځ (د کب ۱۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان د وسلو ټولولو په اړه د پوهاوي نړۍوالې ورځې ته په درنه سترګه ګوري؛ خو د وسلو له هغو تولیدونکو هېوادونو چې له دې برخې ګټې تر لاسه کوي غواړي باید د انسانیت د تباهۍ لامل نه شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې په خپله اعلامیه کې د عامو خلکو د وژلو د مخنیوي په اړه لیکلي، چې دغه ډله له تېرو شلونو کلونو راهېسې په افغانستان کې د زرګونو بې ګناه او عامو افغانانو په وژلو تورنه ده.
دغه وزارت همداراز وایي: "د وسلو ټولولو په اړه د پوهاوي نړۍواله ورځ د سولې ساتلو او د نړۍوال امنیت په رامنځته کولو کې د کلیدي اقداماتو په توګه ځانګړی اهمیت لري، دودیزو او غیر دودیزو وسلو کارول کولی شي انسانیت، چاپېریال او دوامداره پرمختګ ته جدي ستونزې پېښې کړي."
په خبرپاڼه کې افغانستان له هغو هېوادونو څخه بلل شوی، چې له څو لسیزو راهېسې د بهرنیانو له خوا د وسلو د ازمایښت د سیالۍ په ډګر بدل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو له طرحه کوونکو، ملاتړو او تمویلوونکو څخه ګڼل کیږي، چې د ځانمرګو بریدونو له امله په افغانستان کې سلګونه ډله ییزې وژنې شوې دي.

خبرپاڼې همداراز زیاته کړې، چې له غیر مسووله وسله والو کسانو څخه د ناقانونه وسلو د ټولولو بهېر د طالبانو له خوا روان دی.

په هلمند کې د طالبانو له لوري د ۹ نيول شويو پخوانيو نظامیانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۰۷ GMT+۰

په هلمند کې د طالب استخباراتو له لوري د ۹ نيول شويو پخوانيو نظاميانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي او وايي، دا کسان ګناه نیول شوي. ۳ ورځي مخکي طالبانو د لښکرګاه ښار په بېلابېلو سېمو کې د جمهوریت د وحت د ملي امينت ښاري مدير او دوو ولسوالانو په ګډون ۹ نظاميان ونیول او بنديان یې کړل.

د طالبانو له لوري د زنداني شويو نظاميانو او حکومتي مامورینو کورنيو د سې شنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په خبرو کې وويل، چې د خپلو نیول شویو غړو حالت ته اندېښمن دي او طالبان ورته هيڅ معلومات نه ورکوي.

دغو کورنيو د نوم نه ښودلو په شرط د طالبانو له مشرتابه څخه د عدالت او د عمومي بښنې د عملي کولو غوښتنه وکړه.

درې ورځي مخکي طالب استخباراتو په لښکرګاه ښار کې د پخواني نظام د ملي امنيت ښاري مدير اغالالی، د نادعلي ولسوال فتیح الله، د ناوې او ګرمسېر ولسوال سراج الدين سرحدي، د ملي امنيت د پارټيزاني ګروپونو قومندان داود، د ملي امنيت سمتي مدير عبدالتواب، انور خان باديزی او د دوی نور ملګري نيولي او بندي کړي دي.

د نيولو شویو کسانو کورنۍ اندېښنه لرې، چې نیول شوي کسان به د طالبانو په زندان کې تر سختو شکنجو لاندي وي.

د دې کورنيو به خبره، چې واک ته د طالبانو په رسېدو دوی نظامي فعاليت پرې اېښی او شخصي کارونه يې کول.

د طالبانو له لوري په نيول شويو کسانو د پخواني نظام د ملي امنيت ښاري مدير اغالالی دی چې اصلي د غزني ولایت اوسېدونکی دی؛ خو زده کړې او ژوند يې په هلمند کې کړی دی.

نوموړی د تېر حکومت له سقوط وروسته د لښکرګاه ښار په لومړۍ حوزه کې بست پوهنتون ته نژدې د خوراکي توکو یوه هټۍ درلوده.

د دوی کورنۍ د بشري حقونو د نړیوال سازمان څخه هم د پاملرنې غوښتنه کوي.

په هلمند کې د طالبانو استخبارات په دې اړه د معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوی، د طالبانو ادارې د دې کسانو د نيولو لامل هم نه دی ویلی.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسېدو سره که څه هم دې ډلې د عمومي بښنې اعلان کړی؛ خو د تېر نظام ډېری نظامي چارواکي په دې فرمان باور نه لري.

دې ډلې په تېرو نږدې درېيو کلونو کې د تېر نظام ډېر سرتېري نيولي، بندي کړي، شکنجه کړي او ان وژلي یې دي.

طالبان: د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د جمهوریت له وخت پاتې ماین وچاودېد

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۴۳ GMT+۰

د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په مرکز فیض اباد کې هوايي ډګر ته څېرمه چاودنه د جمهوریت له وخت د پاتې ماین له امله وه. دغه اداره خپله اعلامیه کې زیاتوي چې په چاودنه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او نه هم کوم مالي زیان لري.

تر دې مخکې فرانس خبري اژانس راپور ور کړ، چې د افغانستان د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې هوايي ډګر ته څېرمه د طالبانو پوځ کوټ کې چاودنه وشوه.

یوه طالب چارواکي له نوم پرته دې رسنۍ ته د چاودنې پخلی کړی، خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه نه دي ویلي.

له چاودنې وروسته طالبانو د پېښې ځای کلابند کړی دی.

له دې پېښې څو ساعته وروسته د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قومنداني وايي، چې دا چاودنه د جمهوریت له وخت د پاتې ماین له امله وه چې د دې ډلې د ۲۱۹ عمر ثالت فرقې ته څېرمه سړک کې چاودلی دی.

لا هم خپلواکو سرچینو د دې چاودنې د ډول او د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.

فرانس خبري اژانس ته ځايي اوسېدونکو هم د چاودنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې له هوايي ډګر نږدې دوه کیلومتره لرې دا چاودنه شوې ده.

د طالبانو مخابراتو وزارت د دې ادارې د ويبپاڼې هک کېدل رد کړل

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د مخابراتو وزارت وياند عنايت الله الکوزي د دغه وزارت د وېبپاڼې د هک کېدو خبره رد کړه او ويې ويل، دا وېبپاڼه له څه مودې راهيسې د اپګرېډ يا ازموينې په حال کې ده. تر دې مخکې د «افغان سایبر پوځ» په نوم یوې هیکرې ډلې د طالبانو د مخابراتو وزارت د سایټ د هک کولو ادعا کړې وه.

عنايت الله الکوزي د سې شنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د ادارو او وزارتونو ويبپاڼې نوې شوې او په نوې بڼه به وړاندې شي.

هغه زیاته کړه، چې اوسمهال د طالبانو د مخابراتو وزارت د ټولو وزارتونو پر ویبپاڼو کار کوي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند ویلي دي، چې د ویبپاڼې د پرانستلو پر مهال د تېروتنې پیغام لیدل د هک کېدو په مانا نه دي.

د «افغانستان سایبر پوځ» په نوم د هیکرانو ډلې تر دې مخکې هم ادعا کړې وه، چې د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس په ګډون ځینې سایټونه یې هک کړي دي.

دغې ډلې د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز په غبرګون کې خپل دغه اقدام اعلان کړی دی.