• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هلمند کې د طالبانو له لوري د ۹ نيول شويو پخوانيو نظامیانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۰۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۳۳ GMT+۰

په هلمند کې د طالب استخباراتو له لوري د ۹ نيول شويو پخوانيو نظاميانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي او وايي، دا کسان ګناه نیول شوي. ۳ ورځي مخکي طالبانو د لښکرګاه ښار په بېلابېلو سېمو کې د جمهوریت د وحت د ملي امينت ښاري مدير او دوو ولسوالانو په ګډون ۹ نظاميان ونیول او بنديان یې کړل.

د طالبانو له لوري د زنداني شويو نظاميانو او حکومتي مامورینو کورنيو د سې شنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په خبرو کې وويل، چې د خپلو نیول شویو غړو حالت ته اندېښمن دي او طالبان ورته هيڅ معلومات نه ورکوي.

دغو کورنيو د نوم نه ښودلو په شرط د طالبانو له مشرتابه څخه د عدالت او د عمومي بښنې د عملي کولو غوښتنه وکړه.

درې ورځي مخکي طالب استخباراتو په لښکرګاه ښار کې د پخواني نظام د ملي امنيت ښاري مدير اغالالی، د نادعلي ولسوال فتیح الله، د ناوې او ګرمسېر ولسوال سراج الدين سرحدي، د ملي امنيت د پارټيزاني ګروپونو قومندان داود، د ملي امنيت سمتي مدير عبدالتواب، انور خان باديزی او د دوی نور ملګري نيولي او بندي کړي دي.

د نيولو شویو کسانو کورنۍ اندېښنه لرې، چې نیول شوي کسان به د طالبانو په زندان کې تر سختو شکنجو لاندي وي.

د دې کورنيو به خبره، چې واک ته د طالبانو په رسېدو دوی نظامي فعاليت پرې اېښی او شخصي کارونه يې کول.

د طالبانو له لوري په نيول شويو کسانو د پخواني نظام د ملي امنيت ښاري مدير اغالالی دی چې اصلي د غزني ولایت اوسېدونکی دی؛ خو زده کړې او ژوند يې په هلمند کې کړی دی.

نوموړی د تېر حکومت له سقوط وروسته د لښکرګاه ښار په لومړۍ حوزه کې بست پوهنتون ته نژدې د خوراکي توکو یوه هټۍ درلوده.

د دوی کورنۍ د بشري حقونو د نړیوال سازمان څخه هم د پاملرنې غوښتنه کوي.

په هلمند کې د طالبانو استخبارات په دې اړه د معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوی، د طالبانو ادارې د دې کسانو د نيولو لامل هم نه دی ویلی.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسېدو سره که څه هم دې ډلې د عمومي بښنې اعلان کړی؛ خو د تېر نظام ډېری نظامي چارواکي په دې فرمان باور نه لري.

دې ډلې په تېرو نږدې درېيو کلونو کې د تېر نظام ډېر سرتېري نيولي، بندي کړي، شکنجه کړي او ان وژلي یې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د جمهوریت له وخت پاتې ماین وچاودېد

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۴۳ GMT+۰

د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په مرکز فیض اباد کې هوايي ډګر ته څېرمه چاودنه د جمهوریت له وخت د پاتې ماین له امله وه. دغه اداره خپله اعلامیه کې زیاتوي چې په چاودنه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او نه هم کوم مالي زیان لري.

تر دې مخکې فرانس خبري اژانس راپور ور کړ، چې د افغانستان د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې هوايي ډګر ته څېرمه د طالبانو پوځ کوټ کې چاودنه وشوه.

یوه طالب چارواکي له نوم پرته دې رسنۍ ته د چاودنې پخلی کړی، خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه نه دي ویلي.

له چاودنې وروسته طالبانو د پېښې ځای کلابند کړی دی.

له دې پېښې څو ساعته وروسته د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قومنداني وايي، چې دا چاودنه د جمهوریت له وخت د پاتې ماین له امله وه چې د دې ډلې د ۲۱۹ عمر ثالت فرقې ته څېرمه سړک کې چاودلی دی.

لا هم خپلواکو سرچینو د دې چاودنې د ډول او د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.

فرانس خبري اژانس ته ځايي اوسېدونکو هم د چاودنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې له هوايي ډګر نږدې دوه کیلومتره لرې دا چاودنه شوې ده.

د طالبانو مخابراتو وزارت د دې ادارې د ويبپاڼې هک کېدل رد کړل

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د مخابراتو وزارت وياند عنايت الله الکوزي د دغه وزارت د وېبپاڼې د هک کېدو خبره رد کړه او ويې ويل، دا وېبپاڼه له څه مودې راهيسې د اپګرېډ يا ازموينې په حال کې ده. تر دې مخکې د «افغان سایبر پوځ» په نوم یوې هیکرې ډلې د طالبانو د مخابراتو وزارت د سایټ د هک کولو ادعا کړې وه.

عنايت الله الکوزي د سې شنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د ادارو او وزارتونو ويبپاڼې نوې شوې او په نوې بڼه به وړاندې شي.

هغه زیاته کړه، چې اوسمهال د طالبانو د مخابراتو وزارت د ټولو وزارتونو پر ویبپاڼو کار کوي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند ویلي دي، چې د ویبپاڼې د پرانستلو پر مهال د تېروتنې پیغام لیدل د هک کېدو په مانا نه دي.

د «افغانستان سایبر پوځ» په نوم د هیکرانو ډلې تر دې مخکې هم ادعا کړې وه، چې د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس په ګډون ځینې سایټونه یې هک کړي دي.

دغې ډلې د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز په غبرګون کې خپل دغه اقدام اعلان کړی دی.

متقي: له ترکمن چارواکو سره له اندخوی تر ترکمن باشي د لارې په جوړېدو هوکړې ته رسیدلي یو

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ترکمنستان له چارواکو سره د فاریاب له اندخوی او اقینې د دغه هېواد تر ترکمن باشي بندر د لارې په جوړېدو هوکړې ته رسیدلی دی. امیر خان متقي زیاتوي، د دې لارې په جوړېدو سره به افغانستان د روسیې او قزاقستان په ګډون له مختلفو هېوادونو سره وصل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، ښاغلي متقي دا خبرې له ترکمنستانه د ځمکې له لارې د ستنېدو پر مهال د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو له مسوولانو او د سیمي له مخورو سره په کتنه کې وکړې.

حافظ ضیاء احمد تکل په ټولنیزو رسنیو کې د متقي د خبرو یوه برخه خپره کړې، چې پکې وایي:‍«د اندخوی لارې په هکله چې له اقینې سره وصل شوې، ما د ترکمسنان له حکومت سره په دې هکله ډېرې خبرې وکړې، له وزیرانو سره له خارجه وزیر او مشر سره یې. هوکړه وشوه چې کومه لار له اندخوی او اقینې تېرېږي نېغه ترکمن باشي ته ورسېږي چې هم له روسیې سره وصل شو هم له قزاقستان سره وصل شو او دا یوه ښه او غوره لار ده.»

نوموړی دا هم وايي، چې ترکمن چارواکو ور سره ژمنه کړې چې د افغان سوداګرو د اسانتیاوو لپاره په نېږدې راتلونکي کې د ترکمنستان خوا ته سړک نور هم جوړ کړي.
ښاغلی متقي د کب په ۶مه نیټه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د مسوولینو، د وسپنې پټلۍ ادارې او د برېښنا شرکت د چارواکو د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته تللی و او ددغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي، سیاسي او ټرانزیټي مسایلو په تړاو خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر بیا په خپلو خبرو کې همداراز زیاته کړه، چې ګاونډي هېوادونه له دغې ډلې ډاډه دي او د ترکمن چارواکو له قوله یې ووېل، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغه هېواد د پولو په اړه اندیښنه نه لري.

اخوا په دغه سفر کې چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم له متقي سره مل و، وایي چې افغانستان په سیمه کې په یوه صنعتي مرکز بدلېدلی شي.
نوموړی وایي، د طالبانو اداره بهرنیو سوداګرو ته د پانګونې لپاره اسانتیاوې هم برابرولی شي.
دا په داسې حال کې ده چې ترکمنستان به په نېږدې راتلونکې کې، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې کوربه وي.

طالبانو په جلال اباد کې درې کسان په هوټل کې د مړو چرګانو د پلورلو په تور ونیول

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۰

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيه قومندانۍ ویاندوایي، هغه درې کسان یې نیولي چې په هوټل کې یې د مړو چرګانو غوښې پر خلکو پلورلې. بصیر زابلی نن سې شنبه په یوه ویډیو پیغام کې زیاتوي، چې دغه کسان يې د جلال اباد څلورمه حوزه کې په خپل هوټل کې نيولي دي.

زابلی وايي، چې دې کسانو شخصي هوټل درلود او مړه چرګان به يې په ارزانه بيه له معتادينو رانيول او تر پخولو وروسته به يې په لوړ قیمت پر خلګو پلورل.

دغه کسان هم په ویډیو کې مني چې مړه چرګان یې پر مشتریانو پلورل او طالب ځواکونو ونیول.

مالومه نه ده چې په کوم ډول شرایطو کې له دې کسانو دا اعتراف اخیستل شوی دی.

د طالبانو کورنیو چارو وزیر په کابل کې د روسیې له سفیر سره د سیمې پر وضعیت خبرې وکړې

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۲۵ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ويلي د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د روسیې له سفیر د سیمې پر وضعیت خبرې کړې دي. دغه وزارت ویلي، سراج الدین حقاني په دې ليدنه کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د همکاريو پر دوام او دوه اړخیزو اړیکو پر پراختيا ټینګار کړی.

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شایګو د کب اتمه د دغه هېواد له لوړپوړو پوځي چارواکو سره په کتنه کې افغانستان د منځنۍ اسیا لپاره تر ټولو ستر ګواښ وباله.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت نن سې شنبه د (کب ۱۵مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سرالدین حقاني په خپلو خبرو کې د روسیې او افغانستان تر منځ د امنیتي اړیکو پر پياوړتيا هم ټینګار وکړ.

تېره اوونۍ د روسیې د دفاع وزیر ویلي و، چې د داعش اصلي هدف د ډله يیز امنیت د تړون د غړیو هېوادونو په سوېلي پولو کې د افراطي ایډیالوژۍ او ترهګریزو فعالیتونو خپرول دي.

هغه ويلي و: «په سیمه کې وضعیت لا هم ستونزمن دی؛ تر ټولو لوی ګواښ اوس هم له افغانستان څخه دی.»

د طالبانو کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې ‏دواړو لوریو د افغانستان او سيمې پر روان وضعيت هم خبرې کړې خو مشخص یې دا نه دي ويلي چې د سیمې پر وضعیت یې کومې خبرې کړې.

روانه اوونۍ یوه روسي ډيپلوماټ روسلان ستروګانوف ویلي و، چې مسکو له طالبانو سره په اړېکه کې دی او ترې غواړي چې د ټولګډونه اداري سیستم جوړولو برخه کې خپلې کړې ژمنې پر ځای کړي.

په کابل کې د روسیې سفارت د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه په قطر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل کېدو په غونډه کې د طالبانو د نه ګډون هرکلی کړی و.

کابل کې د روسیې سفارت د یوې خبرپاڼې له لارې په دوحه کې د طالبانو د نه ګډون پرېکړه پر ځای او د توجیه وړ بللې وه.