د ایران د بشري حقونو سازمان: د ایران حکومت یو افغان په شېراز کې اعدام کړی

د ایران د بشري حقونو سازمان د سې شنبې په ورځ (د کب ۱۵مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د یوه افغان په ګډون دوه کسان د ایران په شېراز ښار کې اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د سې شنبې په ورځ (د کب ۱۵مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د یوه افغان په ګډون دوه کسان د ایران په شېراز ښار کې اعدام شوي دي.
وېل کیږي، چې افغان وګړی ایمان نومېده او د وژنې په تور اعدام شوی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان زیاته کړې، چې بل اعدام شوی کس مصطفی صمدي نومېده او د څلوېښتو کلونو و.
نوموړی بیا د نشه یي توکو اړوند مساله کې په اعدام محکوم شوی و.
د یاد سازمان د راپور له مخې؛ ټاکل شوې وه چې نن یو بل کس هم اعدام شي؛ خو د مهلت له ترلاسه کولو سره بېرته بندخونې ته ولېږدول شو.
د یادولو ده، چې د دغو کسانو د اعدامولو خبرونه د ایران د رسنیو او رسمي سرچینو له لوري اعلان شوی نه دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان زیاته کړې ده، چې په دې هېواد کې د ۲۰۲۳ کال په پرتله په ۲۰۲۴ کال کې د نشه يي توکو اړوند اعدامونه ۸۴ سلنه زیات شوي دي.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې په ایران کې ۲۵۶ کسان د نشهیي توکو اړوند مسایلو کې اعدام شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۴ کال کې بیا په همدې تور ۴۷۱ اعدامونه ثبت شوي دي.


د میټا بېزنس مشهورې خواله رسنۍ "فیسبوک او انسټاګرام" په اروپا، امریکا او اسیا کې له څو شیبو را هیسې له کاري ځنډ سره مخ دي. لا هم د دې خواله رسنیو د دې ستونز لامل معلوم نه دی؛ خو میټا ویلي، چې د ستونزې پر حل کار روان دی.
د ګرینویچ په وخت د مازیګر له درې نیمو بجو وروسته فیسبوک په افغانستان، پاکستان، جرمني، برېتانیا د امریکا متحده ایالتونو په ګډون مختلفو هېوادونو کې کار پرېښی دی.
دا له څو کلونو وروسته لومړی ځل دی، چې فیسبوک او انسټاګرام له ورته ستونزې سره مخ کېږي.
تر دې مخکې د ۲۰۱۹ کال جولای کې فیسبوک، انسټاګرام او وتسپ په یو وخت مختلفو هېوادونو کې له کار لوېدلي وو.
میټا بزنس د ټولنیزو شبکو یو ګروپ دی، چې په ټوله نړۍ کې له څلورو میلیاردو ډېر کارن لري.

په هلمند کې د طالب استخباراتو له لوري د ۹ نيول شويو پخوانيو نظاميانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي او وايي، دا کسان ګناه نیول شوي. ۳ ورځي مخکي طالبانو د لښکرګاه ښار په بېلابېلو سېمو کې د جمهوریت د وحت د ملي امينت ښاري مدير او دوو ولسوالانو په ګډون ۹ نظاميان ونیول او بنديان یې کړل.
د طالبانو له لوري د زنداني شويو نظاميانو او حکومتي مامورینو کورنيو د سې شنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په خبرو کې وويل، چې د خپلو نیول شویو غړو حالت ته اندېښمن دي او طالبان ورته هيڅ معلومات نه ورکوي.
دغو کورنيو د نوم نه ښودلو په شرط د طالبانو له مشرتابه څخه د عدالت او د عمومي بښنې د عملي کولو غوښتنه وکړه.
درې ورځي مخکي طالب استخباراتو په لښکرګاه ښار کې د پخواني نظام د ملي امنيت ښاري مدير اغالالی، د نادعلي ولسوال فتیح الله، د ناوې او ګرمسېر ولسوال سراج الدين سرحدي، د ملي امنيت د پارټيزاني ګروپونو قومندان داود، د ملي امنيت سمتي مدير عبدالتواب، انور خان باديزی او د دوی نور ملګري نيولي او بندي کړي دي.
د نيولو شویو کسانو کورنۍ اندېښنه لرې، چې نیول شوي کسان به د طالبانو په زندان کې تر سختو شکنجو لاندي وي.
د دې کورنيو به خبره، چې واک ته د طالبانو په رسېدو دوی نظامي فعاليت پرې اېښی او شخصي کارونه يې کول.
د طالبانو له لوري په نيول شويو کسانو د پخواني نظام د ملي امنيت ښاري مدير اغالالی دی چې اصلي د غزني ولایت اوسېدونکی دی؛ خو زده کړې او ژوند يې په هلمند کې کړی دی.
نوموړی د تېر حکومت له سقوط وروسته د لښکرګاه ښار په لومړۍ حوزه کې بست پوهنتون ته نژدې د خوراکي توکو یوه هټۍ درلوده.
د دوی کورنۍ د بشري حقونو د نړیوال سازمان څخه هم د پاملرنې غوښتنه کوي.
په هلمند کې د طالبانو استخبارات په دې اړه د معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوی، د طالبانو ادارې د دې کسانو د نيولو لامل هم نه دی ویلی.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسېدو سره که څه هم دې ډلې د عمومي بښنې اعلان کړی؛ خو د تېر نظام ډېری نظامي چارواکي په دې فرمان باور نه لري.
دې ډلې په تېرو نږدې درېيو کلونو کې د تېر نظام ډېر سرتېري نيولي، بندي کړي، شکنجه کړي او ان وژلي یې دي.

د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په مرکز فیض اباد کې هوايي ډګر ته څېرمه چاودنه د جمهوریت له وخت د پاتې ماین له امله وه. دغه اداره خپله اعلامیه کې زیاتوي چې په چاودنه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او نه هم کوم مالي زیان لري.
تر دې مخکې فرانس خبري اژانس راپور ور کړ، چې د افغانستان د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې هوايي ډګر ته څېرمه د طالبانو پوځ کوټ کې چاودنه وشوه.
یوه طالب چارواکي له نوم پرته دې رسنۍ ته د چاودنې پخلی کړی، خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه نه دي ویلي.
له چاودنې وروسته طالبانو د پېښې ځای کلابند کړی دی.
له دې پېښې څو ساعته وروسته د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قومنداني وايي، چې دا چاودنه د جمهوریت له وخت د پاتې ماین له امله وه چې د دې ډلې د ۲۱۹ عمر ثالت فرقې ته څېرمه سړک کې چاودلی دی.
لا هم خپلواکو سرچینو د دې چاودنې د ډول او د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.
فرانس خبري اژانس ته ځايي اوسېدونکو هم د چاودنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې له هوايي ډګر نږدې دوه کیلومتره لرې دا چاودنه شوې ده.

د طالبانو د مخابراتو وزارت وياند عنايت الله الکوزي د دغه وزارت د وېبپاڼې د هک کېدو خبره رد کړه او ويې ويل، دا وېبپاڼه له څه مودې راهيسې د اپګرېډ يا ازموينې په حال کې ده. تر دې مخکې د «افغان سایبر پوځ» په نوم یوې هیکرې ډلې د طالبانو د مخابراتو وزارت د سایټ د هک کولو ادعا کړې وه.
عنايت الله الکوزي د سې شنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د ادارو او وزارتونو ويبپاڼې نوې شوې او په نوې بڼه به وړاندې شي.
هغه زیاته کړه، چې اوسمهال د طالبانو د مخابراتو وزارت د ټولو وزارتونو پر ویبپاڼو کار کوي.
د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند ویلي دي، چې د ویبپاڼې د پرانستلو پر مهال د تېروتنې پیغام لیدل د هک کېدو په مانا نه دي.
د «افغانستان سایبر پوځ» په نوم د هیکرانو ډلې تر دې مخکې هم ادعا کړې وه، چې د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس په ګډون ځینې سایټونه یې هک کړي دي.
دغې ډلې د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز په غبرګون کې خپل دغه اقدام اعلان کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ترکمنستان له چارواکو سره د فاریاب له اندخوی او اقینې د دغه هېواد تر ترکمن باشي بندر د لارې په جوړېدو هوکړې ته رسیدلی دی. امیر خان متقي زیاتوي، د دې لارې په جوړېدو سره به افغانستان د روسیې او قزاقستان په ګډون له مختلفو هېوادونو سره وصل شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، ښاغلي متقي دا خبرې له ترکمنستانه د ځمکې له لارې د ستنېدو پر مهال د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو له مسوولانو او د سیمي له مخورو سره په کتنه کې وکړې.
حافظ ضیاء احمد تکل په ټولنیزو رسنیو کې د متقي د خبرو یوه برخه خپره کړې، چې پکې وایي:«د اندخوی لارې په هکله چې له اقینې سره وصل شوې، ما د ترکمسنان له حکومت سره په دې هکله ډېرې خبرې وکړې، له وزیرانو سره له خارجه وزیر او مشر سره یې. هوکړه وشوه چې کومه لار له اندخوی او اقینې تېرېږي نېغه ترکمن باشي ته ورسېږي چې هم له روسیې سره وصل شو هم له قزاقستان سره وصل شو او دا یوه ښه او غوره لار ده.»
نوموړی دا هم وايي، چې ترکمن چارواکو ور سره ژمنه کړې چې د افغان سوداګرو د اسانتیاوو لپاره په نېږدې راتلونکي کې د ترکمنستان خوا ته سړک نور هم جوړ کړي.
ښاغلی متقي د کب په ۶مه نیټه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د مسوولینو، د وسپنې پټلۍ ادارې او د برېښنا شرکت د چارواکو د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته تللی و او ددغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي، سیاسي او ټرانزیټي مسایلو په تړاو خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر بیا په خپلو خبرو کې همداراز زیاته کړه، چې ګاونډي هېوادونه له دغې ډلې ډاډه دي او د ترکمن چارواکو له قوله یې ووېل، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغه هېواد د پولو په اړه اندیښنه نه لري.
اخوا په دغه سفر کې چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم له متقي سره مل و، وایي چې افغانستان په سیمه کې په یوه صنعتي مرکز بدلېدلی شي.
نوموړی وایي، د طالبانو اداره بهرنیو سوداګرو ته د پانګونې لپاره اسانتیاوې هم برابرولی شي.
دا په داسې حال کې ده چې ترکمنستان به په نېږدې راتلونکې کې، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې کوربه وي.