د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره: یوه اوونۍ کې څه باندې ۹۰ زره مټرېک ټنه صادرات او واردات شوي

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د یوې اوونۍ په لړ کې یې ۹۰ زره او ۱۹۴ مټرېک ټنه صادارت او واردات کړي دي. دغې ادارې نن سې شنبه د (کب ۱۵مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې په لېږدول شویو توکو کې نفتي او خوراکي توکي شامل دي.