حوثي اورپکو په سور سمندرګي کې د امریکا پر دوو جنګي بېړیو بریدونه کړي

د یمن حوثي اورپکو په سور سمندرګي کې د امریکا دوه جنګي بېړۍ په نښه کړې دي. دغه بریدونه د سمندري توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پر مټ شوي دي.

د یمن حوثي اورپکو په سور سمندرګي کې د امریکا دوه جنګي بېړۍ په نښه کړې دي. دغه بریدونه د سمندري توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پر مټ شوي دي.
د دې ډلې د پوځ ویاند یحیی ساریه د سه شنبې په ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، حوثي اورپکو په خپلو یو لړ تازه بریدونو کې په سور سمندرګي کې د امریکا دوه جنګي بېړۍ یې په نښه کړې دي.
هغه ویلي، چې بېړۍ د یو شمېر سمندري توغندیو او بې پیلوټه الوتکو لهخوا په نښه شوې دي.
په سور سمندرګي کې د حوثیانو بریدونو نړۍوال لېږد، رالېږد ګډوډ کړی.
شرکتونه دې ته اړ شوي، چې د سویلي افریقا شاوخوا اوږدو او خورا ګران سفرونو ته مخه وکړي او وېره یې رامنځته کړې چې د اسراییل او حماس جګړه به منځنی ختیځ بې ثباته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر د پاکستان د نوي لومړي وزیر له لوړې یوه ورځ وروسته ویلي، چې واشنګټن به د پاکستان د نوي لومړي وزیر شهباز شریف له حکومت سره د دواړو هېوادونو د "ګډو ګټو" د پرمختګ لپاره تعامل وکړي.
۷۲ کلن شهباز شریف د دوشنبې په ورځ د دویم ځل لپاره د پاکستان د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.
متیو مېلر د یوې خبري غونډې پر مهال وویل:« موږ مخکې ویلي و، چې له پاکستان سره د خپل اتحاد، اوږدمهاله ملګرتیا ته ارزښت ورکوو او تل مو یو پیاوړی، سوکاله او ډیموکراټیک پاکستان د امریکا او پاکستان د ګټو لپاره مهم ګڼلی دی.»
مېلر وویل، د مریم نواز ټاکنه د پاکستان په سیاست کې یو "ښه ګام" و.
هغه وويل:« موږ له پاکستان سره په سياسي، اقتصادي، د امريکا-پاکستان د ښځو د شورا لهخوا، په مدني ټولنو او نورو پرېکړه نيونکو ځايونو کې په بشپړه توګه د ښځو د ادغام په برخه کې په پراخه کچه همکارۍ ته سترګې په لار يو.»

د بريتانيا د دفاع وزير ګرانت شاپس اعلان وکړ، چې په لندن کې د تر لاسه شويو معلوماتو پر بنسټ ایران روسيې ته ځمکني ويشتونکي بالستيک توغندي ورکړي دي.
شاپس له ده هاوس اونیزې سره په مرکه کې له ایران څخه روسیې ته د توغندیو د استولو راپورونه تایید کړل او زیاته یې کړه، چې په دې اړه نور جزیيات نه شي ورکولی.
هغه د ایران په سیاستونو نیوکه وکړه او تهران یې د نړۍوالو شخړو په رامنځته کولو او پراخولو تورن کړ.
د برېتانيا د دفاع وزير روسيې ته د بې پيلوټه الوتکو او باليستيکي توغنديو په ورکولو کې د ايران د حکومت اقدام ته په اشارې سره وويل: «موږ شاهدان يو هر کله، چې په نړۍ کې شخړې رامنځته کيږي، ايران زيات مهال هغه ته لمن وهي.»
د شاپس په خبره د ایران منفي اغېزې یوازې په منځني ختیځ پورې محدودې نه دي او له مسکو څخه د تهران د ملاتړ له امله اوس اروپا ته هم رسېدلي دي.
تر دې مخکې رویټرز د فېبروري په دويمه د شپږو باخبرو سرچینو په حواله راپور نشر کړی و، چې ایران روسیې ته څه د پاسه ۴۰۰ بالستیک توغندي ورکړي، چې په هغو کې د لنډ واټن ویشتونکي فاتح او ۱۱۰ذوالفقار توغندي شامل وو.
کارپوهان وايي؛ دغه توغندي کولی شي له ۳۰۰ تر ۷۰۰ کیلومتره واټن کې هدفونه په نښه کړي.
رویټرز زیاته کړه، چې د توغندیو څلور کارګو روسیې ته استول شوي او په راتلونکو اونیو کې به نور هم ولېږدول شي.
تر دې مخکې د رویټرز د راپور په غبرګون کې سپینې ماڼۍ ویلي وو، چې روسیې ته د ایراني توغندیو د استولو په اړه د اټکلونو د تایید لپاره اسنادو ته اړتیا لري.
د امريکا د ملي امنيت د شورا وياند جان کربي د فېبروري په درېيمه نېټه تهران ته خبرداری ورکړ، چې که روسيې ته د توغنديو د لېږلو په اړه راپورونه رښتيا شي، دغه هېواد به د نړۍوالې ټولنې له «چټک او سخت» غبرګون او د واشنګټن له لا زياتو بنديزونو سره مخ شي.
ایران روسیې ته د بالستیک توغندیو ورکول رد کړي دي.
د ایران حکومت چې د مسکو له مهمو متحدینو څخه ګڼل کیږي، تر دې وړاندې پر دوی تور و، چې روسيې ته یې شاهد ۱۳۱ او شاهد ۱۳۶ وژونکې بې پېلوټه الوتکې استولي؛ څو په اوکراین کې د پوځي عملياتو پر مهال ترې کار واخیستل شي.

که څه هم د طالبانو ډله په نړۍواله کچه په ډله ییزو وژنو تورنه ده؛ خو د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت د وسلو ټولولو په اړه د پوهاوي د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د وسلو تولیدونکي او پلورونکي هېوادونه باید د بې ګناه خلکو د ډله ییزو وژنو لامل نه شي.
دغه وزارت د سې شنبې په ورځ (د کب ۱۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان د وسلو ټولولو په اړه د پوهاوي نړۍوالې ورځې ته په درنه سترګه ګوري؛ خو د وسلو له هغو تولیدونکو هېوادونو چې له دې برخې ګټې تر لاسه کوي غواړي باید د انسانیت د تباهۍ لامل نه شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې په خپله اعلامیه کې د عامو خلکو د وژلو د مخنیوي په اړه لیکلي، چې دغه ډله له تېرو شلونو کلونو راهېسې په افغانستان کې د زرګونو بې ګناه او عامو افغانانو په وژلو تورنه ده.
دغه وزارت همداراز وایي: "د وسلو ټولولو په اړه د پوهاوي نړۍواله ورځ د سولې ساتلو او د نړۍوال امنیت په رامنځته کولو کې د کلیدي اقداماتو په توګه ځانګړی اهمیت لري، دودیزو او غیر دودیزو وسلو کارول کولی شي انسانیت، چاپېریال او دوامداره پرمختګ ته جدي ستونزې پېښې کړي."
په خبرپاڼه کې افغانستان له هغو هېوادونو څخه بلل شوی، چې له څو لسیزو راهېسې د بهرنیانو له خوا د وسلو د ازمایښت د سیالۍ په ډګر بدل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو له طرحه کوونکو، ملاتړو او تمویلوونکو څخه ګڼل کیږي، چې د ځانمرګو بریدونو له امله په افغانستان کې سلګونه ډله ییزې وژنې شوې دي.
خبرپاڼې همداراز زیاته کړې، چې له غیر مسووله وسله والو کسانو څخه د ناقانونه وسلو د ټولولو بهېر د طالبانو له خوا روان دی.

د زرغون پاکستان نوښت په نوم د چین د کرنیزو تجهیزاتو لومړنۍ جوپه د خنجراب له لارې نن پاکستان ته ورسېده. د زرغون پاکستان نوښت سره به د دغه هېواد د کرنې د اوبه خور سیستم کې بدلون راشي او د دغه هېواد کرنه به پر ځیرکه کرنه بدله شي.
د پاکستان دولتي رادیو د خبر له مخې؛ د چین په دې غصري کرنیزو تجهیزاتو کې، شل تراکتور، د څاڅکي او پیپ یا نل له لارې د کرنې د پڼه کولو یا اوبه کولو او د سپوږمکۍ او ډرون له لارې د کرنې د کنټرول وسایل شامل دي.
دغه په ټیکنالوجۍ سمبال وسایل به د پاکستان د کرنیز سیستم پر پیاوړتیا او پرمختګ سربېره د دغه هېواد د صنعت په ښه والي کې هم مرسته وکړي.
پاکستان چې د اقلیمي بدلون له امله د اوبو د کمښت له زیاتېدونکې ستونزو سره مخ دی، د کرنې په عصري کولو سره غواړي چې په دې برخه کې خپل مشکلات کم کړي.

د میټا بېزنس دوه خواله رسنۍ "فېسبوک او انسټاګرام" له نېږدې یو ساعت ځنډ وروسته په ټولې نړۍ کې بېرته په فعالیت پیل وکړ.
د میټا بېزنس مشهورې خواله رسنۍ "فیسبوک او انسټاګرام" په اروپا، امریکا او اسیا کې د ګرینویچ په وخت د مازیګر له درې نیمو بجو وروسته کار پرېښی و.
د مېټا بېزنس مشر مارک زوکربرګ پر خپلې خوالې رسنۍ د دغې ستونزې د حل اعلان وکړ.
دا له څو کلونو وروسته لومړی ځل دی، چې فیسبوک او انسټاګرام له ورته ستونزې سره مخ کېږي.
تر دې مخکې د ۲۰۱۹ کال جولای کې فیسبوک، انسټاګرام او وتسپ په یو وخت مختلفو هېوادونو کې له کار لوېدلي وو.
میټا بزنس د ټولنیزو شبکو یو ګروپ دی، چې په ټوله نړۍ کې له څلورو میلیاردو ډېر کارن لري.
