د طالبانو د کډوالو وزارت: تر ۲۰۰ ډېر کډوال په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړای شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د تورخم له لارې تر ۲۰۰ ډېر افغان کډوال په جبري توګه ستانه کړای شول. د ننګرهار د تورخم د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه ۲۱۹ افغان کډوال د کب پر ۱۶مه په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړای شوي دي.