د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د نوي ښوونیز کال پیل به د نجونو لپاره ډېر غمجن یاد وي

په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال په درشل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې یو ځلې بیا به د افغان نجونو لپاره دغه «غمجنه کلیزه» بیا تکرار شي. متیو مېلر ویلي، چې امریکا ښوونځیو ته د نجونو د بېرته تګ په موخه پر طالبانو له هر ډول فشار راوړلو کار اخلي.