پاکستاني پولیس وایي، هغه درې تورن کسان یې نیولي چې پر اډیاله زندان یې د برید هوډ لاره

د پاکستان پولیسو ادعا کړې هغه تورن کسان یې نیولي چې په اډیاله زندان یې د برید تکل لاره، هلته چې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان هم بندي دی. د راولپنډۍ پولیسو ویلي، نیول شویو کسانو هوډ لاره چې پر دغه زندان وسله‌وال برید وکړي؛ خو دوی دغه برید شنډ کړی دی.