نصیر فایق: له طالبانو سره هر ډول جوړجاړی باید د بشري حقونو او خلکو په غوښتنو مشروط وي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي د امنیت شورا په غونډه کې وویل، له طالبانو سره د نړۍ جوړجاړی باید له ترهګرۍ سره د مبارزې، بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په برخه کې د دغې ډلې پر کړنو مشروط وي.