• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مجاهد د یوناما مشرې ته: د افغانستان په اړه باید هغه راپور وړاندې کړئ چې زموږ نظر پکې وي

۱۶ کب ۱۴۰۲ - ۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۲۷ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ غونډې ته په اشارې سره ویلي، چې د افغانستان په اړه باید داسې راپور وړاندې شي، چې د دغې ډلې نظر پکې اخیستل شوی وي او واقعیت ولري.

نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه لري، چې دغې غونډې ته په افغانستان کې د یوناما مشرې رزوا اونتبایوا د افغانستان د وضعیت په تړاو خپل راپور وړاندې کړ.

د یوناما مشرې د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې افغانستان د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې ننګونه او د بې ثباتۍ سرچینه وبلله او زیاته یې کړه، چې له دغه هېواد څخه د نړۍ نورو برخو ته ترهګري صادرېږي.

مېرمن اوتونبیایوا دا هم وویل، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د سیمې او بهر هېوادونو لپاره د اندېښنې لامل دی.

هغې زیاته کړه؛ دا اندېښنې یوازې په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه نه دي؛ بلکې د اوتونبیایوا په وینا، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان حضور د پاکستان لپاره یوه لویه اندېښنه ده، چې په تېرو میاشتو کې د ترهګرو بریدونو شاهد دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې ډلې تر کنټرول لاندې ملي راډیو ته ویلي، چې په نړۍوالو سټیجونو باید د افغانستان په اړه حقیقي او واقعي راپور بیان شي.

نوموړي زیاته کړې، چې داسې څه باید ونه ویل شي، چې وروسته پرې نړۍوال په خپله پښېمانه وي.

هغه وویل: "که څه هم تر اوسه ملګرو ملتونو او استازو یې ډېره پاملرنه نه ده کړې؛ خو موږ له دوی غوښتنه لرو چې داسې راپور وړاندې کړي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت له نېږدې پکې بیان شي او زموږ نظر پکې واخیستل شي".

دا په داسې حال کې ده، چې نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د امریکا استازي ویلي، چې دوی به له افغان مېرمنو سره کار کوي؛ تر څو په افغاني ټولنه کې بېرته د کار جوګه شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی: ۸۵ سلنه افغانان ښځو ته د زده کړو مساوي حق غواړي

۱۶ کب ۱۴۰۲ - ۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۲۳ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې مرستیال وايي، چې واشنګټن له افغان ښځو سره کار کوي تر څو چمتو شي، چې په ټولنه کې په بشپړه توګه برخه واخلي او نېږدې ۸۵ سلنه افغانان ښځو ته د زده کړو مساوي حق غواړي.

رابرټ ووډ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې د ښځو نه ګډون د افغانستان اقتصاد ته میلیونونه ډالره ګټه رسولی شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې مرستیال د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې وویل، چې طالبان لا هم د ښځو او نجونو حقونه له پامه غورځوي او زده کړو ته د نجونو لاسرسی محدودوي.

هغه د ښځو پر کار باندې لګول شوي محدودیتونه او د دې ډلې له خوا د حجاب لګول د ټولنیز ډګر څخه د ښځو د ایستلو د یوې وسیلې په توګه یاد کړل.

رابرټ ووډ په دې غونډه کې وویل، چې د سروې ګانو پر بنسټ ۸۵ سلنه افغانان په دې باور دي، چې ښځې باید زده کړو ته مساوي لاسرسی ولري.

هغه زیاته کړه، چې د ښځو شتون د افغاني ټولنې له پیاوړتیا سره مرسته کوي او د ښځو کار کول د افغانستان اقتصاد ته تر یو میلیارد ډالرو زیات عاید راوړي.

په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو د ملاتړ په ترڅ کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې مرستیال وویل، چې دوی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو ملاتړ کوي.

هغه د یوې لار نقشې په چمتو کولو ټینګار وکړ، چې طالبان د افغانستان د نړۍوالو مکلفیتونو د رعایتولو او همدارنګه له دغې ډلې سره د نړۍ د اړیکو د عادي کولو لپاره د شرایطو په برابرولو مکلف کړي.

وروسته له هغې چې طالبانو یو ځل بیا پر افغانستان واک تر لاسه کړ، دغې ډلې پر مېرمنو او نجونو د کار، زده کړو او ټولنیز ژوند کې پر برخې اخیستنې یو شمېر محدودیتونه وضع کړل، چې دا چاره د نړۍوالې ټولنې او بشري حقونو سازمانونو د غبرګون لامل وګرځېد.

طالبانو پر نجونو او مېرمنو لګېدلي بندیزونه د دوی داخلي مساله ګڼلې ده.

د یوناما مشرې په دوحه کې د طالبانو او ښکېلو ډلو د درېیمې ناستې کېدو ته چمتوالی اعلان کړ

۱۶ کب ۱۴۰۲ - ۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۰۸ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشرې د افغانستان په اړه په دوحه کې د درېیمې غونډې د ترسره کولو لپاره چمتووالی اعلان کړ. روزا اوتنبایوا ویلي؛ هیله لري چې د طالبانو پلاوی او نورې ښکېلې ډلې به په دې غونډه کې ګډون وکړي؛ خو نور وضاحت یې ور نه کړ.

د یوناما مشرې د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي، چې په دوحه کې راتلونکې غونډه باید عملي اجنډا ولري او خبرې اترې باید د هغو پایلو لامل شي، چې دغه سازمان یې په لټه کې دی.

خو ویل کیږي، چې دا ناسته به د دوحې د لومړۍ او دویمې ناستې برعکس په جلا کچه او شاید د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له شتون پرته ترسره شي.

د دوحې دویمه غونډه د فېبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش او د ۲۵ هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شوه.

دا غونډه د طالبانو له ګډون څخه د انکار او هم د دغې ډلې د شرطونو د نه منلو له امله له کومې څرګندې نتیجې پرته پای ته ورسېده.

د یوناما مشرې د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې افغانستان د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې ننګونه او د بې ثباتۍ سرچینه وبلله او زیاته یې کړه، چې له دغه هېواد څخه د نړۍ نورو برخو ته ترهګري صادرېږي.

مېرمن اوتونبیایوا دا هم وویل، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د سیمې او بهر هېوادونو لپاره د اندېښنې لامل دی.

هغې زیاته کړه؛ دا اندېښنې یوازې په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه نه دي؛ بلکې د اوتونبیایوا په وینا، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان حضور د پاکستان لپاره یوه لویه اندېښنه ده، چې په تېرو میاشتو کې د ترهګرو بریدونو شاهد دی.

د یوناما مشرې په دې غونډه کې وویل، چې دغه سازمان به له طالبانو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.

هغه وویل، چې د بشري حقونو د مسالې او د سیاسي تصمیم نیولو په بهیر کې د خلکو د استازو د شتون په اړه له افغانانو سره سلا مشورو ته دوام ورکوي.

مېرمن اوتونبیایوا د نړۍوالې ټولنې د مرستو په اړه وویل، چې په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا اته میلیارده ډالره د افغانستان خلکو ته ورکړل شوي دي.

هغه وويل، چې د نړۍوالې ټولنې له خوا د مرستو رسولو په افغانستان کې د اقتصادي ثبات او د خصوصي سکټور له پايښت سره مرسته کړې ده.

د یوناما مشر له نړۍوالې ټولنې او مرستندویانو وغوښتل، چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

طالبانو په میدان وردګ او کابل کې ۱۱ تنه په عام محضر کې په دورو ووهل

۱۶ کب ۱۴۰۲ - ۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۵۲ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، په ميدان وردګو کې يې د دوو ښځو او اتو سړو په ګډون لس تنه د "زنا، فحشا او بې حيايۍ" او په کابل کې يو تن د غلا په تور په عام محضر کې مجازات کړل.

دغه محکمه زياتوي چې نهه تنه د چک ولسوالۍ د محکمې له خوا او يو تن د ميدان ښار د محکمې له خوا محکوم شوي وو.

د طالبانو سترې محکمې نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دغو کسانو چې د بند موده یې پوره کړې وه په عام محضر کې مجازات شول.

دغې محکمې د چهارشنبې په ورځ په یوه بله خبرپاڼه کې لیکلي چې یو کس د غلا په تور د کابل ښار د لومړۍ حوزې د څلورم زون له خوا ۳۹دورې ووهل شو.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د سزا د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي، خو زیاته کړې یې ده چې دغو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده. دا ډله معمولا په داسې قضیو کې تورن کسان په دورو وهي.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دغو کسانو ته د میدان وردګو ولایت د اوسېدونکو، د دې ولایت د محکمې د مسوولینو او نورو طالب چارواکو په حضور کې سزا ورکړل شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي: "حدود او قصاص د خدای د رحمت سرچینه ده، چې پلي کول یې سوکالي او خوښي رامنځته کوي."

که څه هم طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته جسمي مجازات بیا پیل کړي، خو په دې وروستیو کې د دغې ډلې چارواکو د وهلو ټکولو، د لاسونو پرې کول او اعدام په څېر جسمي مجازات زیات کړي دي.

دې ډلې په دې وروستیو کې په سرپل ولایت کې درې تنه، په کابل کې دوه تنه، په هرات کې اته تنه، په لغمان او بلخ کې څلور تنه او په بامیان ولایت کې دیارلس تنه د «زنا» «بې حیایۍ» او «نامشروع اړیکو» په تور نیولي او مجازات کړي یې دي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جسمي مجازاتو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د جسمي مجازاتو چې د انساني کرامت خلاف او ظالمانه عمل دی مخه ونیسي.

خو د طالبانو ډلې ویلي چې اسلامي شریعت پلي کوي او دا هېوادونه او سازمانونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د پاکستان ستره محکمه: د ذوالفقار علي بوټو د اعدام لپاره محاکمه عادلانه نه وه

۱۶ کب ۱۴۰۲ - ۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۰

د پاکستان ستره محکمه وايي، د دغه هېواد د پخواني لومړی وزیر او د پیپلز ګوند د بنسټګر ذوالفقار علي بوټو اعدام په عادلانه محاکمه کې نه و شوی. ذوالفقار علي بوټو ۴۴ کاله پخوا د پاکستان د پخواني پوځي ډیکټاټور جنرال ضیا الحق په واکمنۍ کې د یوه کس د وژلو په تور محاکمه او په دار شو.

د پاکستان د پیپلز ګوند شریک مشر او د ښاغلي بوټو زوم اصف علي زرداري پر ۲۰۱۱ کال خپله ولسمشرۍ کې د خپل خسر اعدام عدالتي قتل بللی و او په دې هکله یې ستره محکمه کې عریضه کړې وه.

د پاکستان لوی قاضي فایض عیسا د دې عریضې په ځواب کې نن د یوه نهه کسیز پلاوي تر څېړنو وروسته وویل، چې د ذوالفقار علي بوټو د محاکمې لپاره مناسب شرایط برابر نه و: «موږ داسې څه ونه موندل چې وښيي عادلانه محاکمه او د لګېدلو تورونو لپاره عادلانه بهیر تر سره شوی وي.»

د ذوالقار علي بوټو لمسي او د اصف علي زداري زوی بلاول بوټو زرداري د محکمې له نننۍ پرېکړې وروسته خپل اېکس کې ولیکل، چې د کورنۍ درې نسلونه یې د داسې خبرو د اورېدو په تمه وو.

ښاغلی بلاول زیاتوي، چې ۴۴ کاله وروسته تاریخ سمېږي.

د ضیاالحق حکومت په ۱۹۷۷ کال کې ذوالفقار علي بوټو ونیو او پر ۱۹۷۴ کال یې د یوه قاضي پر وژلو تورن کړ.

د لاهور سترې محکمې پر ۱۹۷۸ کال ښاغلي بوټو ته د مرګ سزا واروله او نوموړی د ۱۹۷۹ کال د اپرېل پر څلورمه په ایډیاله جېل کې اعدام او د شپې د سیند صوبې په لړکانه کې خاورو ته وسپارل شو.

د طالبانو لوی درستیز: په پوځي لیکو کې مو د ځانمرګو کنډوکونه منحل کړي دي

۱۶ کب ۱۴۰۲ - ۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۳۳ GMT+۰

د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وايي، چې دغې ډلې د ځانمرګو برېدګرو کنډکونه له دې امله منحل کړي، چې پخوانی حکومت پرځېدلی او په افغانستان کې نړیوال ځواکونه اوس نشته.

د طالبانو لوی درستیز د افغانستان له یوه سیمه ییزو تلویزون سره په مرکه کې دا خبره په داسې مهال کوي، چې تازه نوموړی د قطر له سفره بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.

د طالبانو یو شمېر مشرانو واک ته له رسېدو څو میاشتې وروسته د "منصوري"، "بدري" او "الحمزه" په نومونو د څو ځانمرګو کنډکونو د جوړولو اعلان کړی و.

نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د ځانمرګو پر دغو کنډکونو ځانګړي غبرګونونه ښودلي وو.

نوموړي زیاته کړې ده، که دښمن پر دوی برید وکړي، د دوی ټول ځواکونه به ځانمرګي بریدګر شي.

فصیح الدین فطرت همدا راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي شخړو په اړه ویلي، چې ډېورنډ د فرضي کرښې په توګه مني او دوی هڅه کوي، چې پر ډېورنډ کرښه رامنځته کېدونکې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکی د ځانمرګو د کنډکونو د له منځه وړلو خبره کوي؛ خو ویل کیږي، چې د طالبانو په لیکو کې د ځانمرګو چارې د دې ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او په دفاع وزارت کې د نوموړي ماما مالي خان تنظیموي.