د طالبانو لوی درستیز: په پوځي لیکو کې مو د ځانمرګو کنډوکونه منحل کړي دي

د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وايي، چې دغې ډلې د ځانمرګو برېدګرو کنډکونه له دې امله منحل کړي، چې پخوانی حکومت پرځېدلی او په افغانستان کې نړیوال ځواکونه اوس نشته.

د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وايي، چې دغې ډلې د ځانمرګو برېدګرو کنډکونه له دې امله منحل کړي، چې پخوانی حکومت پرځېدلی او په افغانستان کې نړیوال ځواکونه اوس نشته.
د طالبانو لوی درستیز د افغانستان له یوه سیمه ییزو تلویزون سره په مرکه کې دا خبره په داسې مهال کوي، چې تازه نوموړی د قطر له سفره بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.
د طالبانو یو شمېر مشرانو واک ته له رسېدو څو میاشتې وروسته د "منصوري"، "بدري" او "الحمزه" په نومونو د څو ځانمرګو کنډکونو د جوړولو اعلان کړی و.
نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د ځانمرګو پر دغو کنډکونو ځانګړي غبرګونونه ښودلي وو.
نوموړي زیاته کړې ده، که دښمن پر دوی برید وکړي، د دوی ټول ځواکونه به ځانمرګي بریدګر شي.
فصیح الدین فطرت همدا راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي شخړو په اړه ویلي، چې ډېورنډ د فرضي کرښې په توګه مني او دوی هڅه کوي، چې پر ډېورنډ کرښه رامنځته کېدونکې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکی د ځانمرګو د کنډکونو د له منځه وړلو خبره کوي؛ خو ویل کیږي، چې د طالبانو په لیکو کې د ځانمرګو چارې د دې ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او په دفاع وزارت کې د نوموړي ماما مالي خان تنظیموي.


د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر نور الدین عزیزي د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې نن «افغان ـ ترکمن لوی نندارتون» پرانیست. طالبان په خپله اعلامیه کې وايي، د نندارتون پرانستې مراسمو کې «د دواړو هېوادونو د مسولینو او خصوصي سکتور ترڅنګ د څلویښتو هېوادونو استازو هم ګډون کړی دی.»
د نندارتون د پرانیستې مراسمو کې د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر نور الدین عزیزي د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
ښاغلي عزیزي بهرني پانګوال افغانستان ته د پانګونې لپاره وبلل او زیاته یې کړه، چې د طالبانو په واکمنېدو سره په دغه هېواد کې بهرنیو پانګوالو ته ښه شرایط برابر شوي دي.
نوموړي له ترکمن چارواکو هم وغوښتل چې د ترکمنستان د ارقدان ښارګوټي دویمې برخې جوړولو کې د افغانستان له اوسپنې، ګرانبیه ډبرو، رنګ او نورو توکو کار واخلي.
د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دې نندارتون ته د ترکمنستان ولسمشرقربانقلي بردي محمدوف هم ورغلی و.
د دوی په خبره، دا لومړی ځل دی چې نوموړی ترکمنستان کې یوه بهرني نندارتون ته ځي.
طالبان په خپله اعلامیه کې د ښاغلي محمدوف په حواله وايي، چې له افغانستان سره د خپلمنځي همکارۍ د زیاتوالي لپاره یې خپلو چارواکو ته په مختلفو اقتصادي، ټرانزیټي او تجاري برخو کې د پرلپسې ناستو سپارښتنه وکړه.
طالبانو په افغان- ترکمن لوی نندارتون کې د افغانستان د سوداګرو توکي نندارې ته وړاندې کړي دي، خو دې ډلې دا نه دي ویلي چې دغه نندارتون به څو ورځې روان وي.

په افغانستان کې د ورښت له امله د کمال خان بند د کاسې ډکېدو سره د نیمروز مرکز زرنج او ایران ته اوبه ورسېد. خو د سیستان بلوچستان د چاپېریال ساتنې مشر وايي، دا اوبه د تړون له مخې نه دي، بلکې تړون دا دی چې کمال خان بند پرانیستل شي او اوبه د ګودزره دښتو پر ځای ایران ته لاړې شي.
ایراني چارواکي وايي، د پخواني ولسمشر اشرف غني په واکمنۍ کې د کمال خان بند جوړېدو سره اوس اوبه د ایران پر ځای نمیروز کې د ګودزره شاړو ته ځي.
دوی بیا بیا طالبان تورنوي چې ایران ته د اوبو پرېښودلو خنډ دي، خو طالبان تل وايي چې د وچکالۍ له امله اوبه ایران ته نه ځي او کله چې بارانونه وشي اوبه به تر ایران ورسېږي.
په افغانستان کې د وروستیو اونیو ورښت پسې چې له پرون راهیسې له کمال خان بند ایران ته اوبه رسېدلې اوس د دغه هېواد رسنۍ هم پر دې اوبو شک ښيي.
د ایران سپاه پاسدران ته نږدې تسنیم خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، په ټولنیزو رسنیو کې د ایران خوا ته د اوبو تللو خپره شوې ویډیو ښيي، چې په افغانستان کې د سېلابونو خړه ایران ته رسېدلې ده.
د تسنیم خبري اژانس خبریال د خپلو موندنو پر بنسټ وایي، چې د افغانستان په سیندیزه حوزه هلمند کې د ورښت د زیاتوالي له امله د کمال خان بند اوبه ډېرې شوې دي، چې له امله یې د سېلابونو خړه ایران ته رسېدلې ده.
خو د سيستان او بلوچستان د چاپېريال ساتنې عمومي رييس محمد رضا علیمرادي وايي، د اوبو د خوشې کېدو بهیر تېره شپه پیل شوی او په افغانستان کې د ورښتونو د زیاتوالي له امله به په راتلونکو ورځو کې هم دوام وکړي.
خو نوموړی زیاتوي، دا خوشې شوې اوبه د ايران او افغانستان ترمنځ د اوبو د تړون پر بنسټ نه دي، بلکې يوازينى هوکړه ليک د کمال خان بند د دروازو پرانېستل دي، تر څو د ګوډزره دښتې پر ځای ایران ته وبهیږي.
که څه هم د ایران تسنیم خبري اژانس دا اوبه «خړه» بولي، خو ښاغلی علیمراديیې خوږې اوبه بولي او زیاتوي هامون ډنډ ته یې نه پرېږدي ځکه د څښاک اوبو برابرولو کې ډېره مرسته کوي او سیستان بلوچستان له وچکالۍ ژغورلی شي.

ايران ته د اوبو رسېدو خبر په داسې مهال دی چې نیمروز کې طالبان وايي، له تېرو څو کلونو وروسته یو ځل بیا لښکري کانال د دغه ولایت تر مرکز زرنج پورې اوبه ورسولې.
دوی وايي، د ډېر ورښت او د دې کانال پاکولو پسې له کمال خان بند تر زرنج د اوبو بهېدل پیل شوي چې له مخې به یې تر اتیا زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
په سیمه کې سرچینو بیا افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې دا وبه د باران له امله دي او کمال خان بند کې د اوبو په کمېدو سره به لښکري کانال بېرته وچ شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالانو د ملاتړ لپاره د یوه صندوق د جوړېدو خبر ورکړ. دغه وزارت یوه خبرپاڼه کې زیاتوي، چې د دې صندوق د کړنلارې د جوړېدو لپاره یو پلاوی هم ټاکل شوی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن ووېل، چې دا پرېکړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزير خيرالله خيرخواه د رسنيو د سرغړونو د ارزونې کمېسيون په غونډه کې وکړه.
خیرالله خیرخواه په دې غونډه کې ادعا وکړه، چې طالبانو رسنیو ته اسانتیاوې برابرې کړې او د رسنیو ستونزې یې هوارې کړې دي.
نوموړي له رسنيو هم وغوښتل، چې د "ملي ګټو" او "اسلامي ارزښتونو" پر بنسټ خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.
طالبان په داسې حال کې د خبریالانو د ملاتړ صندوق د جوړولو خبر ورکړ، چې دغې ډلې په تېرو دوه نیمو کلونو کې لسګونه خبریالان نیولي او د یو شمېر رسنیو فعالیتونه یې بند کړي دي.
د طالبانو له له واکمنېدو مخکې په ټول افغانستان کې کابو ۴۹۰ ټلویزیوني شبکو، راډيوګانو او ورځپاڼو فعالیتونه درلودل، چې له دې شمېر څخه ۱۴۷ ټلوېزیونونه، ۳۰۷ راډیوګانې او ۳۶ ورځپاڼې وې.
د طالبانو له واکمنېدو سره د ۷۴ ټلوېزیونونو، ۱۱۹ راډیوګانو او ۳۲ ورځپاڼو فعالیتونه بند شول.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د معلوماتو له مخې، د جمهوري ریاست پر مهال په ټولییزه توګه ۱۱۸۵۸ خبریالان او د رسنیو کارکونکي و، چې ۵۲۴۰ تنه یې ښځینه خبریالانې وې، خو اوس په ټوله کې په افغانستان کې له ۱۰۰۰ څخه کمې ښځینه خبریالانې کار کوي.

پخواني افغان ولسمشر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي مارکوس پوتزل سره لیدنه کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتوني زدکړو د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه. د حامد کرزي دا غوښتنه په داسې ورځ ده چې نن د طالبانو له خوا د نجونو له ۶ ټولګي د پورته زدکړو د بندیز نهه سوه ورځې پوره شوې.
د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د طالبانو واکمنېدو سره دې ډلې د نجونو له شپږم ټولګیو پورته زدکړو باندې بندیز ولګاوه.
که څه هم دا ډله وايي، د نجونو زدکړو ته پر لایحه کار کوي، خو د وخت تېرېدو سره دې ډلې د نجونو پر پوهنتوني زدکړو او د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه.
که څه هم پر افغان ټولنه سربېره، د بشري حقونو او د ښځو ملاتړې ادارې او د اسلامي هېوادونو چارواکي بیا بیا له طالبانو غواړي چې د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار بندیز لرې کړي، خو د دې ډلې په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.
په افغانستان کې د نوي لمریز کال یا پسرلي پیلېدو سره نوی ښوونیز کال هم پیلېږي، خو داسې هیله نشته چې طالبان د دغه کال په را رسېدو سره هم د نجونو پر زدکړو بندیز لرې کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په خپل تازه راپور کې د پخوانیو حکومتي چارواکو او د افغان ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو د غړو د پرله پسې نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دغه کسانو پر خوندیتوب یې ټینکار کړی دی.
په راپور کې راغلي، چې د بې حجابۍ په تور د ښځو نیونې په ګډون د عامه ژوند په ټولو برخو کې د ښځو حقونه نور هم تر پښو لاندې کېږي.
راپور وایي:« د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه پر ځای پاتې دي او په ځینو سیمو کې د بندیزونو پلې کول سخت شوي دي.»
د راپور په وینا، د هزاره ټبره شیعهوو په ګډون د لږکیو په نښه کول د نړۍوال قانون څخه سرغړونه ده او باید ودرول شي.
د راپور له مخې، د افغانستان نږدې نیمایي نفوس په فقر کې ژوند کوي چې په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان یې تر ټولو ډېر اغېزمن کړي.
راپور زیاتوي، چې له دوه نیم کالو واکمنۍ وروسته طالب چارواکي په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې د یو شمېر مهمو حکومتي مسلو په اړه له داخلي مخالفتونو سره مخامخ دي.
ښاغلي ګوترېش په خپل راپور کې، په افغانستان کې د اساسي قانون او قانوني چوکاټونو په اړه د وضاحت پر نشتوالي اندېښنه څرګنده کړې.
راپور کې د امنیتي پېښو په تړاو راغلي، چې د تېرې نومبر میاشتې راهیسې د جنورۍ تر لسمې نېټې پورې د امنیتي پېښو شمېر د ۲۰۲۲-۲۰۲۳ د ورته مودې پرتله لوړ شوی دی.
په دغه موده کې ملګرو ملتونو د امنیت اړوند ۱۵۰۸ پېښې ثبتې کړې، چې د ۲۰۲۲-۲۰۲۳ کلونو په همدې موده کې د ثبت شویو ۱۰۹۰ پېښو څخه ۳۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
راپور وایي، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې په حقیقت کې د طالبانو پر وړاندې لږ تر لږه ۲۴ تایید شوي بریدونه په دغې موده کې ترسره کړي دي او دغې ډلې خپل فعالیتونه له کلیو څخه ښاري سیمو ته لېږدولي دي.
راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۳کال د نومبر له اتمې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر لسمې پورې د داعش لهخوا د درېیو بریدونو ادعا شوې ده.
یوناما همدا راز د ملي مقاومت جبهې او داعش سره د تړاو په تور د دوه غیر قضایي وژنو، ۱۷ خپل سرو نیونو، ربړونو او بد چلند دوه پېښې ثبتې کړې دي.
د راپور په لیکنه، د طالبانو د زندانونو د سمون چارو اداره هم د مخ پر زیاتېدونکو توقیف شويو کسانو په اداره کولو کې له ننګونو سره مخ ده.
د راپور د مالوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۴کال تر جنورۍ پورې د دغې ادارې د بندیانو شمېر تر ۱۹۰۰۰ لوړ و.
راپور زیاتوي، چې د افغانستان لږ تر لږه ۶۹ سلنه نفوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره لومړني توکو، اسانتیاو او اړینو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د اټکل له مخې ۲۳.۷ مېلیونه خلک به په ۲۰۲۴ کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.