• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزي بیا افغان نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتنه وکړه

۱۶ کب ۱۴۰۲ - ۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ کب ۱۴۰۲ - ۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۴۸ GMT+۰

پخواني افغان ولسمشر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي مارکوس پوتزل سره لیدنه کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتوني زدکړو د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه. د حامد کرزي دا غوښتنه په داسې ورځ ده چې نن د طالبانو له خوا د نجونو له ۶ ټولګي د پورته زدکړو د بندیز نهه سوه ورځې پوره شوې.

د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د طالبانو واکمنېدو سره دې ډلې د نجونو له شپږم ټولګیو پورته زدکړو باندې بندیز ولګاوه.

که څه هم دا ډله وايي، د نجونو زدکړو ته پر لایحه کار کوي، خو د وخت تېرېدو سره دې ډلې د نجونو پر پوهنتوني زدکړو او د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه.

که څه هم پر افغان ټولنه سربېره، د بشري حقونو او د ښځو ملاتړې ادارې او د اسلامي هېوادونو چارواکي بیا بیا له طالبانو غواړي چې د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار بندیز لرې کړي، خو د دې ډلې په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

په افغانستان کې د نوي لمریز کال یا پسرلي پیلېدو سره نوی ښوونیز کال هم پیلېږي، خو داسې هیله نشته چې طالبان د دغه کال په را رسېدو سره هم د نجونو پر زدکړو بندیز لرې کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

انتونیو ګوترېش: د لږکیو په نښه کول د نړۍوال قانون څخه سرغړونه ده، باید ودرول شي

۱۶ کب ۱۴۰۲ - ۶ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۱۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په خپل تازه راپور کې د پخوانیو حکومتي چارواکو او د افغان ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو د غړو د پرله پسې نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دغه کسانو پر خوندیتوب یې ټینکار کړی دی.

په راپور کې راغلي، چې د بې حجابۍ په تور د ښځو نیونې په ګډون د عامه ژوند په ټولو برخو کې د ښځو حقونه نور هم تر پښو لاندې کېږي.

راپور وایي:« د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه پر ځای پاتې دي او په ځینو سیمو کې د بندیزونو پلې کول سخت شوي دي.»

د راپور په وینا، د هزاره ټبره شیعه‌وو په ګډون د لږکیو په نښه کول د نړۍوال قانون څخه سرغړونه ده او باید ودرول شي.
د راپور له مخې، د افغانستان نږدې نیمایي نفوس په فقر کې ژوند کوي چې په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان یې تر ټولو ډېر اغېزمن کړي.

راپور زیاتوي، چې له دوه نیم کالو واکمنۍ وروسته طالب چارواکي په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې د یو شمېر مهمو حکومتي مسلو په اړه له داخلي مخالفتونو سره مخامخ دي.
ښاغلي ګوترېش په خپل راپور کې، په افغانستان کې د اساسي قانون او قانوني چوکاټونو په اړه د وضاحت پر نشتوالي اندېښنه څرګنده کړې.
راپور کې د امنیتي پېښو په تړاو راغلي، چې د تېرې نومبر میاشتې راهیسې د جنورۍ تر لسمې نېټې پورې د امنیتي پېښو شمېر د ۲۰۲۲-۲۰۲۳ د ورته مودې پرتله لوړ شوی دی.
په دغه موده کې ملګرو ملتونو د امنیت اړوند ۱۵۰۸ پېښې ثبتې کړې، چې د ۲۰۲۲-۲۰۲۳ کلونو په همدې موده کې د ثبت شویو ۱۰۹۰ پېښو څخه ۳۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
راپور وایي، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې په حقیقت کې د طالبانو پر وړاندې لږ تر لږه ۲۴ تایید شوي بریدونه په دغې موده کې ترسره کړي دي او دغې ډلې خپل فعالیتونه له کلیو څخه ښاري سیمو ته لېږدولي دي.
راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۳کال د نومبر له اتمې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر لسمې پورې د داعش له‌خوا د درېیو بریدونو ادعا شوې ده.
یوناما همدا راز د ملي مقاومت جبهې او داعش سره د تړاو په تور د دوه غیر قضایي وژنو، ۱۷ خپل سرو نیونو، ربړونو او بد چلند دوه پېښې ثبتې کړې دي.
د راپور په لیکنه، د طالبانو د زندانونو د سمون چارو اداره هم د مخ پر زیاتېدونکو توقیف شويو کسانو په اداره کولو کې له ننګونو سره مخ ده.

د راپور د مالوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۴کال تر جنورۍ پورې د دغې ادارې د بندیانو شمېر تر ۱۹۰۰۰ لوړ و.
راپور زیاتوي، چې د افغانستان لږ تر لږه ۶۹ سلنه نفوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره لومړني توکو، اسانتیاو او اړینو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د اټکل له مخې ۲۳.۷ مېلیونه خلک به په ۲۰۲۴ کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د کابل ـ کندهار په لویه لاره د يوې ټرافیکي پېښې له امله ۳۸ تنه مړه او ژوبل شوي دي

۱۶ کب ۱۴۰۲ - ۶ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۳۳ GMT+۰

غزني کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د کابل ـ کندهار په لویه لاره د یوې ټرافیکي پېښې له امله شپږ تنه مړه او ۳۲ نور ټپیان شوي. د غزني امنیه قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي رسنیو ته ویلي، چې په دې ټرافیکي پېښه کې شپږ تنه مړه او ۳۲ نور ټپیان دي.

په غزني کې یو سیمه ییز خبریال نن چهارشنبه د (کب ۱۶مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا اته نیمې بجې د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ په ناني کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې دغه پېښه له يوه بار وړونکي موټر سره د ٤٠٤ ډوله بس د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

په غزني کې سیمه ییز خبريال د غزني د روغتون د ډاکترانو له قوله ویلي چې په دې پېښه کې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د کابل ـ کندهار په لویه لاره د موټرو بې حده ګړندی تګ، د چلوونکو بې احتیاطي او د ټرافیکي قوانینو نه مراعتول تل د ټرافیکي پېښو د کېدو لامل کېږي.

باوري سرچینې: د طالبانو استخباراتو ننګرهار کې یو دوکاندار له ځانه سره وړی او وژلی یې دی

۱۶ کب ۱۴۰۲ - ۶ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۵۰ GMT+۰

باوري سرچینې وايي، د طالبانو استخباراتو ادارې په ننګرهار کې د علي ګل په نوم یو دوکاندار له ځان سره وړی و او تر وهلو وروسته یې وژلی دی. دغه وژل شوی کس د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ د باسول کلي اوسېدونکی و.

د علي ګل نومي وژل شوي کس د کورنۍ غړو افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته ويلي چې د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو ادارې کسانو علي ګل پرون له ځان سره یووړ او نن سهار یې وژلی دی.

د وژل شوي علي کل د مړینې په انځور کې د هغه پر غاړه د زور زیاتې نښې ښکاري.

100%


د هغه کورنۍ وايي، د علي ګل له وژلو وروسته د هغه مړی د ننګرهار د طالبانو د استخباراتو په اداره کې و او دوی ته یې مړی نه ورکاوه، د وژل شوي کس د کورنۍ یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل: «د خدای لپاره د ده ګناه څه وه؟ د طالبانو استخباراتو کسان راغلل علي ګل يې پرون له ځان سره بوتلو او اوس خبر شوو چې وژلی یې دی، چې ورته ومو ویل جسد یې راکړئ نو هغه یې هم نه راکاوه، آخر زموږ ګناه څه ده؟»
طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه یې په تېرو دوه نیمو کالو کې د داسې وژنو په اړه له رسنیو او یا د وژل شویو کسانو له کورنیو سره معلومات شریک کړي.
د وژل شوي علي ګل یوه ملګري هم افغانستان انټرنشنل پښتو سره د خبرو پر مهال ويلي چې علي ګل تېره ورځ سه شنبې د (کب ۱۵مه) د ننګرهار لپاره د طالبانو د استخباراتو ادارې کسانو له ځان سره وړی و او نن یې د وژلو خبر راغلی، هغه وايي: «موږ تر اوسه پورې په دې نه پوهیږو چې علي ګل څه ګناه کړې، هغه په مومندرې ولسوالۍ کې د خوراکي توکو دوکان لاره او عادي ژوند یې کاوه.»
د ننګرهار ولايت د مومندرې ولسوالۍ د باسول کلي اوسیدونکي او د وژل شوي علي ګل کورنۍ وايي، له دوی سره د طالبانو له لوري د شوي دغه ظلم پوښتنه دې وشي او په دې برخه کې یې د عدالت غوښتنه کړې ده.
له وژل شوي علي ګل څخه د کورنۍ د نورو غړو تر څنګ یوه ځوانه کونډه ښځه يو پنځه کلن زوی او یوه درې کلنه لور پاتې شول.

ایران ته د طالبانو ژمنه: د مخدره توکو د زېرمو له کمېدو سره به ایران ته قاچاق کم شي

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۴۷ GMT+۰

د ایران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مشر د طالبانو له خولې ویلي، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو ګودامونو موجود دی او ایران ته د نشه يي توکو د قاچاق د زیاتوالي لامل شوي دي.

د اسکندر مومني په وينا؛ طالبانو ويلي: "مخدره توکي په ګودامونو کې دي او کله چې ګودامونه ختم شي، ښايي د نشه يي توکو په وارداتو کې ٩٠ سلنه کموالى راشي."

د ایران د مخدره موادو پر ضد د مبارزې عمومي منشي اسکندر مومني د سې شنبې په ورځ له افغانستان څخه ایران ته د مخدره توکو د قاچاق د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل، چې له افغانستان څخه ایران ته د مخدره موادو د قاچاق د کمېدو نښې نه لیدل کیږي.

له افغانستان څخه د نشه يي توکو د وارداتو په اړه د ايراني چارواکو له څرګندونو سره - سره طالبانو دغه هېواد ته ويلي، چې دغه ډله د نشه يي توکو د کښت او توليد په کمولو کې بريالۍ شوې ده.

د انتخاب ورځپاڼې په حواله؛ اسکندر مومني وویل: "طالب چارواکو چې ایران ته راغلي وو، په خپلو خبرو کې ویلي ووچې د نشه یې توکو تولید او کښت کم شوی دی.»

د هغه په ​​وينا؛ طالبانو د قاچاق د زياتوالي لامل د تېرو کلونو په پرتله د نشه يي توکو زېرمه کول ګڼلي دي.

د ایران د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مشر ویلي دي، چې په افغانستان کې صنعتي مخدره مواد، میتامفتامین او شیشه په زیاتیدونکي توګه تولیدیږي.

هغه ايران په افغانستان کې د نشه يي توکو د توليد د زياتېدو يو قرباني وباله.

ښاغلي مومني د دوشنبې په ورځ د ایران د ولایتونو د نشه‎ يي توکو پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ د ځانګړې غونډې په څنډه کې وویل: «په افغانستان کې د نشه‎ يي توکو د تولید او خرڅلاو د ډېرېدو بهیر په داسې حال کې دی چې د افغانستان واکمنانو د نشه‎ يي توکو د کښت د کمولو اعلان کړی و.»

د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې؛ دغه ایراني چارواکي زیاته کړه:«موږ هغه هېوادونه چې ۲۰کاله یې افغانستان اشغال کړی، په افغانستان کې د مخدرو موادو د تولید د زیاتوالي مسوول ګڼو.»

ښاغلي مومني وویل، چې ایران په رسمي توګه په ملګرو ملتونو کې په افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید د زیاتېدو خطر اعلان کړی دی.

هغه ټینګار وکړ، چې د دې ستونزې د حل لپاره نړۍوالې پلان جوړونې ته اړتیا لري.

طالبان: په افغانستان کې د وروستیو اورښتونو له امله ۳۹ تنه مړه شوي او ۳۱ نور ټپیان دي

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې په افغانستان کې د وروستیو واورو او اورښتونو له امله ۶۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او نېږدې ۵ زره کورني څاروي مړه شوي.

د یاد وزارت ویاند ملا جانان نن په کابل کې کورنیو رسنیو ته ویلي، چې د کب له لومړۍ نېټې پیل شویو واورو او اورښتونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۳۹ کسان مړه شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغو واورو او اورښتونو کې په یو شمېر سیمو کې غرونه ښوېیدلي، ځینې لارې تړل شوي او په ځینو سیمو کې د کورونو چتونه پرېوتي دي.

د طالبانو د ولایتي ادارو د راپورونو پر بنسټ نېږدې اوه سوه کورونه هم ویجاړ شوي او نېږدې ۵ زره کورني څاروي هم مړه شوي دي.

تېره ورځ په سرپل کې د طالبانو والي د سړې هوا او د یوه کور د چت د نړېدو له امله د پنځو کسان د وژل کېدو خبر ورکړ.

حبیب الله مسرور د دوشنبې په ورځ وویل، چې په وژل شویو کې دوې ښځې، دوه ماشومان او یو سړی دی، چې له روغتیايي مرکز څخه د لرې واټن او پر وخت د نه رسېدو له امله مړه شوي دي.

دوه ورځې واندې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړ، چې په بلخ ولايت کې د واورې د اورښت او سړې هوا له امله ۴ زره کورني څاروي مړه شوي دي.

همدا راز له دوه سوو زیات څاروي په پنجشیر او بدخشان کې مړه شوي دي، په فاریاب، سرپل، کندهار، لوګر او یو شمېر نورو لایاتو کې هم کورني څاروي مړه شوي دي