د حکمتیار لمسی: نیکه مې یو وطن پلورونکی و او جنرال ضیاءالحق ورته د خدای مرتبه درلودله

د ګلبدین حکمتیار لمسی او د غیرت بهیر زوی عبدالله بهیر خپل نیکه ته په اشارې وايي، چې هغه یو "وطن پلورونکی و او یوازې د خلکو په وینو مړېدلی شي".

د ګلبدین حکمتیار لمسی او د غیرت بهیر زوی عبدالله بهیر خپل نیکه ته په اشارې وايي، چې هغه یو "وطن پلورونکی و او یوازې د خلکو په وینو مړېدلی شي".
عبدالله بهیر چې له هېواده بهر اوسي پر خپلې اېکس پاڼې د خپل نیکه په تړاو ځینې ترخې څرګندونې کوي، چې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو له موافقو او مخالفو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
تازه نوموړي پر خپلې ایکس پاڼې د ښاغلي حکمتیار وروستۍ ویډیو ته چې د فلسطینیانو په اړه یې پکې خبرې کړي لیکلي، چې حکمتیار خوشحاله دی، چې ځان د غزې د خلکو خواخوږی معرفي کوي.
هغه زیاتوي: " مګر په زړه کې یې یوه ذره رحم هم ورته نه شته".
نوموړي حکمتیار یو نارسست یا ځان خوښی بللی او هغه ته یې ویلي: "ته هغه وطن پلورونکی یې چې يوازې د افغانانو په وینو باندې مړېږې".
عبدالله بهیر زیاتوي، چې حکمتیار یوازې په هغو «جهادونو» کې شرکت کوي، چې شاته یې د "سي ای اې ډالر" وي.
هغه د پاکستان پخواني پوځي جنرال او کودتاچي ضیاءالحق ته په اشارې ویلي:" ضیاءالحق ۲۰ زره فلسطینیان شهیدان کړل، هغه ته حکمتیار د خدای مرتبه ورکوله، په ټول حزب کې یې دا فکر خپور کړی و، چې ضیاءالحق زموږ واقعي اتل دی".
تر اوسه د حکمتیار د کورنۍ بل غړي او یا په خپله ښاغلي حکمتیار د خپلې کورنۍ د غړي د یادو څرګندونو په تړاو هېڅ غبرګون نه دی ښودلی؛ خو عبدالله بهیر په بار - بار نوموړی د کابل ورانوونکی بللی دی.
ښاغلي ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب مشر او د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال یې مخامخ د افغانستان له جمهوریت سره د پاکستان په ملاتړ جګړه کړې ده.
نوموړی د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ له سقوط وروسته په کابل کې د احمد شاه مسعود او یو شمېر نورو قوماندانانو سره په جنګ بوخت و، چې له امله یې د کابل زرګونه شخصي او دولتي ودانۍ ویجاړې او زرګونه انسانانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.