په پنجاب کې د سیخ و برېښ ناروغۍ له امله ۴ نور ماشومان مړه شوي دي

د پاکستان تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې د سیخ و برېښ ناروغۍ پر دوام؛ څلور نور ماشومان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي. په پنجاب کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سیخ و برېښ ناروغۍ ۳۶۳ نوې پېښې ثبتې شوې او په لاهور کې د یوې ورځې په ترڅ کې بیا ۶۶ نوې پېښې ثبتې شوې دي.