• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

غیر ډېپلوماتیک عرف؛ شهباز شریف له مودي څخه مننه کړې چې هغه ته یې د نوې دندې مبارکي ورکړې

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۰۵ GMT+۰

د پاکستان نوي ټاکل شوي لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ پر خواله رسنۍ اېکس خپور کړي پیغام کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي څخه مننه کړې، چې هغه ته یې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه د بیا ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.

مودې پر اېکس خواله رسنۍ یو لڼډ پیغام کې شهباز شریف د بیا ځل ټاکل کېدو له امله مبارکې ورکړې وه.

د هند د لومړي وزیر مودي د مبارکۍ لنډ پیغام په ۲۰۲۲ کال کې د لومړي ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه د شهباز شریف د انتخابېدو وروسته د مودي د هغه وخت له پیغام سره په ښکاره تقابل کې دی.

هغه وخت مودي ویلي وو، چې هند له ترهګرۍ څخه پاکه سیمه کې سوله او ثبات غواړي.

هغه زیاته کړې وه، چې په دې توګه به "موږ وشو کولای په خپلو پرمختیایي ننګونو تمرکز وکړو او د خپلو خلکو هوساینې او سوکالۍ لپاره کار وکړو".

لومړي وزیر مودي هغه مهال شهباز شریف ته یو لیک هم استولی و. لکه څنګه چې هند هم د ټاکنو په لور روان دی، داسې ښکاري، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو غښتلتیا، د دوی د لومړیتوبونو د لیست په سر کې نه ده.

د پاکستان د مسلم ليګ (ن) له مشرانو شهباز شريف د دوشنبې په ورځ د پاکستان د تحريک انصاف ګوند د اعتراضونو سربېره چې د فېبرورۍ د اتمې نېټې په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه لګوي، د لومړي وزیر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل.

شهباز شریف په پارلمان کې د ۲۰۱ رایو په ترلاسه کولو سره خپل سیال عمر ایوب خان ته چې د تحریک انصاف له خوا یې ملاتړ کېده ماتې ورکړه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

مکال: بلېنکن هوکړه کړې چې له افغانستانه د امریکا د وتلو ټول پټ اسناد وړاندې کړي

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۵۹ GMT+۰

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال ویلي؛ انټوني بلېنکن د ده له غوښتنې سره موافقه کړې، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو ټول پټ اسناد برابر کړي.

مکال وویل، چې د اوس لپاره هغه د کانګرس امر ته د بهرنیو چارو د وزیر د نافرمانۍ د تورونو اورېدنه ځنډوي.

مایکل مکال وویل: "دا اسناد به موږ ته د وتلو د تفتیش لپاره مهم معلومات چمتو کړي."

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې مشر د ١٤٠١ کال د جدي په مياشت کې د بهرنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل چې دغې کمېټې ته د پوځيانو د ايستلو په باب يو لړ دولتي اسناد ورکړي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغو اسنادو د یوې برخې له وړاندې کولو سره موافقه ونه کړه.

په دې اسنادو کې له هغو امریکايي چارواکو او استازو سره د مرکو متن هم شامل دی، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په پلان او مدیریت کې یې لاس درلود او د بهرنیو چارو د وزارت د هغه راپور یوه برخه ده، چې د امریکايي پوځیانو له ګډ وډ وتلو وروسته چمتو شوی و.

مایکل مکال تېره اونۍ بلېنکن ته ګواښ کړی و، چې که دا اسناد د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وړاندې نه کړي، د پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۷مه) به د کانګرس د حکم د سرغړونې د تورونو د څېړلو لپاره یوه غونډه وکړي.

مککال ډیلي میل ته وویل، چې هغه تېره شپه د بلېنکن سره "ټلیفوني خبرې" کړې او ډاډ یې ورکړ، چې هغه به نن د بهرنیو اړیکو کمېټې ته اسناد چمتو کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم ویلي، چې دوی د دې مسالې د حل لپاره د ولسي جرګې له کمېټې سره په تماس کې دي.

دا کمېټه له میاشتو راهیسې د بهرنیو چارو له وزارت څخه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو په اړه د لا زیاتو معلوماتو غوښتنه کوي.

د حماس پلاوی د اوربند په خبرو اترو کې له پرمختګ پرته له قاهرې تللی دی

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۲۱ GMT+۰

حماس ویلي، چې پلاوی یې د پنجشنبې په ورځ له قاهرې څخه په داسې حال کې ستون شوی، چې په غزه کې د اوربند د موافقې په اړه د روانو خبرو اترو په ترڅ کې منځګړي لوري هیله لري چې راتلونکې اونۍ د روژې له پیل څخه مخکې یوې موافقې ته ورسیږي.

د قطر او مصر په منځګړیتوب له څلورو ورځو خبرو اترو وروسته چې د روژې له میاشتې مخکې د ۴۰ ورځیني اوربند د ټینګولو په موخه ترسره شوي؛ لا هم د اسراییل او حماس ترمنځ په مهمو ټکو کې د پرمختګ کومه نښه نه ده لیدل شوې او دواړه لوري پر یو بل تورونه لګوي.

د حماس په یوه اعلامیه کې راغلي: «د حماس پلاوی نن سهار له قاهرې څخه راستون شوی چې د دې غورځنګ له مشرتابه سره مشورې وکړي، دا په داسې حال کې ده چې د اوربند په اړه خبرې اترې دوام لري چې بریدونه ودرول شي، بې ځایه شوي خلک خپلو کورونو ته ستانه شي او زمونږ خلکو ته مرستې ورسیږي.»
د حماس یوه جګپوړي چارواکي سامي ابو زهري ویلي، چې اسراییل د اوربند د هوکړې د عملي کولو هڅې ناکاموي.

ابو زهري رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې زیاته کړې، چې اسراییل د بریدونو د پای ته رسولو، خپلو ځواکونو د ویستلو، د بې ځایه شویو د ستنیدلو او غزې ته د مرستو د ننوتلو په اړه د حماس غوښتنې رد کړې دي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ په غزه کې د پوځي عملیاتو په اړه د نړۍوالو فشارونو په غبرګون کې خپله اراده تکرار کړې.

نوموړي مخکې ویلي وو، چې د دوی هدف د حماس له منځه وړل دي او هر ډول اوربند باید لنډمهاله وي.

نتنیاهو ټینګار کوي، چې حماس باید ورته د هغو یرغمل شویو کسانو نوملړ ورکړي چې لا هم ژوندي دي او په غزه کې د حماس له خوا ساتل کیږي.

د اسراییل د حکومت ویاند ډیویډ مینسر د پنجشنبې په ورځ وویل: "د ویلو اړتیا نه شته، اسراییل به د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره هر هغه څه وکړي چې اړتیا یې وي. موږ دا موضوع په واضح توګه بیان کړې او امریکا هم تکرار کړې چې حماس د خبرو اترو په لاره کې خڼډ جوړوي ځکه چې مونږ ته دا نه وايي‌، چې د یرغمل شویو له ډلې څوک ژوندي دي او څوک د دوی په بند کې دي. "

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د دې اونۍ په پیل کې ویلي‌ وو، چې د اوربند تړون حماس ته سپارل شوی دی.

په غزه کې د اوربند لپاره حماس ته سپاړل شوی تړون به د اکټوبر د اوومې تر برید وروسته ځینې یرغمل شوي کسان خوشې د اسراییل په زندانونو کې له بندي فلسطینیانو سره تبادله کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: هند له موږ سره د سیاسي اړیکو پراخولو ته لېواله دی

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د هند د بهرنیو چارو د وزارت د افغانستان او پاکستان د څانګې له مشر جې پي سېنګ سره وکتل.

د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې هند د طالبانو له حکومت سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو ته لېواله دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا؛ امیر خان موتقي له جي پي سنګ سره د افغانستان او هند پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او ټرانزیټي مسایلو خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې هند د چابهار بندر له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا ملاتړ وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، چې د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکي له داعش سره د طالبانو د مبارزې، فساد او له نشه یي توکو سره د مبارزې ستاینه کړې ده.

متقي ویلي، چې طالبان غواړي له هند سره سیاسي او اقتصادي اړیکې د 'متوازن سیاست' له لارې پیاوړې کړي.

هغه له هند څخه وغوښتل چې د افغان سوداګرو، ناروغانو او محصلینو لپاره د وېزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

جي پي سېنګ نن د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره هم وکتل.

هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو د تېر حکومت له نسکورېدو څو میاشتې وروسته یې له طالبانو سره غیر رسمي اړیکې پیل کړې.

د کاناډا په پلازمېنه کې د ډله ییزې وژنې په نادره پېښه کې شپږ کسان وژل شوي دي

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۰

د کاناډا پولیسو د پنجشنبې په ورځ ويلي، چې د دغه هېواد په پلازمینه اوټاوا کې د چهارشنبې په ماښام ناوخته د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ کسان په ډله ییزو توګه وژل شوي او دغې پيښې په کاناډا کې ویره خپره کړې، چېرې چې دا ډول وژنې نادرې دي.

پولیسو له پېښې وروسته په چټکۍ سره یو سړی نیولی او ویلي یې دي، چې داسې نه برېښي چې کورني یا د ملګرو له خوا تاوتریخوالي سره تړاو ولري.

د پولیسو مشر ایریک سټوبس کاناډايي رسنیو ته ویلي: "دا پېښه په ښکاره ډول وحشتناکه ده. "

نوموړي د قربانیانو د مړینې څرنګوالي په اړه توضیحات نه دي ورکړي.

د اوټاوا ښاروال مارک سوټکلیف په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې اعلامیه کې د پېښې په اړه ویلي: "زموږ د ښار په تاریخ کې د تاوتریخوالي یوه تر ټولو ټکان ورکوونکې پیښه وه".

اوټاوا چې یو میلیون نفوس لري ، په ۲۰۲۳ کال کې د ۱۴ او په ۲۰۲۲ کال کې د ۱۵ وژنو شاهده وه.

د دغې وروستۍ قربانیان د بارهاوین په سویل لویدیځ کې په یوه کور کې موندل شوي او هویت یې لا ندی تثبیت شوی.

پولیس د شپې ۱۱:۰۰ بجې د پېښې څو شیبې وروسته د پېښې ځای ته رسېدلې دي.

په کاناډا کې ډله ییزې وژنې نادره دي.

د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې، یو سړي د ټورنټو په ښار کې پنځه کسان په ډزو ووژل مخکې له دې چې د پولیسو له خوا ووژل شي.

د همدې کال په سپټمبر میاشت کې یوه سړي په لوېدیځ ساسکاچیوان ولایت کې ۱۱ کسان په چړو وهلي وو.

هغه د پولیسو له خوا تر نیول کېدو لږ وروسته د کوکاینو د ډېرې نشې له امله مړ شوی و.

مارک زوکربرګ د میټا په بندېدو څومره زیانمن شو؟

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۲۴ GMT+۰

د میټا شرکت وروستي بندېدل چې د فیسبوک، مسنجر، تریډز او انسټاګرام ټولنیزې شبکې پکې شاملې دي، د دې شرکت اجراییه رییس مارک زکر برګ ته شا او خوا درې ملیارده ډالر تاوان ورسولو.

د سې شنبې په ورځ د فیسبوک، مسنجر او انسټاګرام ټولنیزې شبکې کارکوونکو اکونټونه په خپل سره لاګ اوټ شوي وو او د پاسورډ د ورکولو باوجود هم اکونټونه نه فعالیدل.

د یوه ساعت څخه ډېر ځنډ وروسته دغه ټولنیزې شبکې بیا فعالیت پیل کړ.

د ټولنیزو رسنیو د اپلیکیشنونو د بندېدو له امله د میټا کمپنۍ اجراییه رییس مارک زوکربرګ په یوه ورځ کې شاوخوا درې میلیارده ډالره زیان وکړ.

سربېره پر دې؛ د میټا له بندیدلو څخه وروسته د دې شرکت ونډه ۱،۶ سلنه راټیټه شوی، دا په داسې حال کې ده چې د میټا یو شییرز په سټاک مارکیټ کې ۴۹۰.۲۲ ډالره وه.

د میټا اپلیکیشنونو له بندېدلو وروسته د اېکس شرکت مشر اېلن ماسک په اېکس ټولنیزې شبکې یو انځور خپور کړی و، چې په انځور کې د میټا شرکت اپلیکیشنونو د اېکس اپلیکشین ته په سلامۍ ولاړ دي.

100%