مارک زوکربرګ د میټا په بندېدو څومره زیانمن شو؟

د میټا شرکت وروستي بندېدل چې د فیسبوک، مسنجر، تریډز او انسټاګرام ټولنیزې شبکې پکې شاملې دي، د دې شرکت اجراییه رییس مارک زکر برګ ته شا او خوا درې ملیارده ډالر تاوان ورسولو.

د میټا شرکت وروستي بندېدل چې د فیسبوک، مسنجر، تریډز او انسټاګرام ټولنیزې شبکې پکې شاملې دي، د دې شرکت اجراییه رییس مارک زکر برګ ته شا او خوا درې ملیارده ډالر تاوان ورسولو.
د سې شنبې په ورځ د فیسبوک، مسنجر او انسټاګرام ټولنیزې شبکې کارکوونکو اکونټونه په خپل سره لاګ اوټ شوي وو او د پاسورډ د ورکولو باوجود هم اکونټونه نه فعالیدل.
د یوه ساعت څخه ډېر ځنډ وروسته دغه ټولنیزې شبکې بیا فعالیت پیل کړ.
د ټولنیزو رسنیو د اپلیکیشنونو د بندېدو له امله د میټا کمپنۍ اجراییه رییس مارک زوکربرګ په یوه ورځ کې شاوخوا درې میلیارده ډالره زیان وکړ.
سربېره پر دې؛ د میټا له بندیدلو څخه وروسته د دې شرکت ونډه ۱،۶ سلنه راټیټه شوی، دا په داسې حال کې ده چې د میټا یو شییرز په سټاک مارکیټ کې ۴۹۰.۲۲ ډالره وه.
د میټا اپلیکیشنونو له بندېدلو وروسته د اېکس شرکت مشر اېلن ماسک په اېکس ټولنیزې شبکې یو انځور خپور کړی و، چې په انځور کې د میټا شرکت اپلیکیشنونو د اېکس اپلیکشین ته په سلامۍ ولاړ دي.


ازاده لیکواله چای وانرو فکر کوي، چې واده یو غیر عادلانه اړیکه ده. په چین کې د ډېرو ځوانو مېرمنو په څېر اغلې وانرو هم د یو مخ پر ودې غورځنګ برخه ده چې د مېړه او اولادونو پرته د راتلونکي په اړه فکر کوي.
دغې ۲۸ کلنې مېرمنې رویټرز خبري اژانس سره د ژیان په شمال لویدیځ ښار کې په یوه قهوه خانه کې د مرکې پر مهال ویلي: "پرته له دې چې دا په نظر کې ونیول شي چې یوه مېرمن ډېره بریالۍ ده او که یو عادي مېرمن ده، دوی په هر صورت کې تر ټولو لویه قرباني ورکوي."
هغه وايي: "ډېرو کسانو چې په تېرو نسلونو کې واده کړی، په ځانګړې توګه مېرمنو، خپل ځان او د خپل مسلک پرمختګ قرباني کړی او هغه خوشحاله ژوند یې نه دی ترلاسه کړي، چې دوی سره یې ژمنه شوې وه. ماته دا ستونزمنه ده چې له خپل ژوند اوس خوند واخلم.."
د چين ولسمشر شي جين پينګ تېر کال پر دې ټينګار کړی و، چې د ودونو او ماشوم زېږولو نوی کلتور عام کړي ځکه چې د چين نفوس په پرلپسې توګه د دویم کال لپاره مخ په کمېدو دی او د نویو ماشومانو زيږون تاريخي ټيټې کچې ته رسېدلی دی.
د چين د حاکم کمونست ګوند مرستیال لي کيانګ سږ کال په حکومتي کاري راپور کې ژمنه کړې، چې "د زېږون پلوې ټولنې د جوړولو لپاره به کار کوي" او د ماشومانو د پاملرنې خدمتونه به پياوړي کړي.
کمونست ګوند کورنیو ته د ټولنیز ثبات د بنسټ په توګه ګوري او د دوی په حاکمیت کې ناواده شوې میندې بدنامې او په لویه کچه د مرستو څخه بې برخې دي.
خو د تعلیم کړو مېرمنو مخ په زیاتیدونکي شمېر په داسې حال کې له بې ساري ناامنۍ سره مخامخ دي چې د ځوانانو د بیکارۍ کچه د ریکارډ تر حده رسیدلې او دغه هېواد له یو اقتصادي بحران سره مخامخ دی؛ نو له همدې امله د هغو خلکو شمېر خورا ډېر شوی چې د واده د نه کولو پلوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې؛ په ۲۰۲۱ کال کې په چین کې د هغو کسانو شمېر چې عمر یې له ۱۵ کلونو پورته دی او لا یې واده نه دی کړی ۲۳۹ میلیونه کسانو ته رسېدلی دی.
په ۲۰۲۲ کال کې د ثبت شویو ودونو شمېرې تر ټولو ټیتې کچې ته رسېدلې وې؛ خو تېر کال د کرونا له امله د لګیدلو بندیزونو په پایله کې دغه شمېرې یو څه لوړې شوې وې.
په ۲۰۲۱ کال کې د کمونېست ځوانانو ټولنې له خوا د ۲۹۰۰ مجردو کسانو ترمنځ د ترسره شوې یوې نظر پوښتنې پایلې ښيي چې ۴۴٪ مېرمنې د واده کولو پلان نه لري.
سره له دې بیا هم په چین کې واده کول د بلوغ یو پړاو بلل کیږي او د هغو ځوانانو شمېر چې هېڅ کله یې واده نه دی کړی، لا هم ټیټ دی.
د رسمي شمېرو له مخې؛ په چین کې د لومړي ځل لپاره د واده کولو په عمر کې په تېرو لسو کلونو کې خورا بدلون راغلی.
په ۲۰۱۰ کال کې په اوسط ډول خلکو په ۲۴ کلنۍ کې واده کاوه؛ خو د عمر دغه کچه په ۲۰۲۰ کال کې بیا ۲۸ کلنۍ ته پورته شوې، چې د واده کولو لپاره د خلکو د وروسته اقدام کولو نښه ده.
د ۲۰۲۳ کال د شمېرو له مخې؛ د چین په سوداګریز ښار شانګهای کې بیا د لومړي واده عمر د سړو لپاره ۳۰ کلني او د میرمنو لپاره ۲۹ کلني وه.

له څو میاشتو خبرو اترو وروسته د ناټو عمومي منشي اعلان وکړ، چې سوېډن اوس د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان ۳۲م غړی دی. ینس سټولټنبرګ وویل، چې سوېډن په ناټو کې خپل "حقیقي ځای" ترلاسه کړی او په ناټو کې د دې هیواد غړیتوب به دا سازمان پیاوړی او سویډن به خوندي کړي.
د ناټو عمومي منشي په خپل ایکس اکاونټ کې لیکلي، چې هغه د دوشنبې په ورځ د ناټو په مرکزي دفتر کې د سوېډن بېرغ پورته کولو ته سترګې په لار دی.
په ورته وخت کې د سوېډن لومړي وزیر تایید کړه، چې هېواد به یې ډېر ژر د شمالي اتلانتیک د تړون له سازمان (ناټو) سره یوځای شي.
د سوېډن لومړي وزیر اولف کریسټرسن وویل، چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هغه ته خبر ورکړی چې د ناټو ټولو غړو په دې سازمان کې د سوېډن د الحاق پروتوکول منلی دی.
د سوېډن لومړي وزیر د پنجشنبې په ورځ په خپل کارونکي اکاونټ کې لیکلي چې "سوېډن به ډېر ژر د ناټو ۳۲م غړی وي."
په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې د برید په پایله کې سوېډن او فنلنډ خپل دودیز پوځي بې پرېتوب پرېښود او د ناټو د غړیتوب غوښتنه یې وکړه.
خو ترکیه چې د ناټو غړی هېواد دی، د سوېډن او فنلنډ له خوا د خپلو غوښتنو د پوره کېدو په شرط له دغو دوو هېوادونو سره یوځای کېدل اعلان کړل.
د ترکیې تر څنګ د ناټو یوه بل غړي هنګري هم په ناټو کې د غړیتوب لپاره د سوېډن له غوښتنې سره مخالفت وکړ.
تر څو میاشتو لابي او سیاسي خبرو اترو وروسته، ترکیې او هنګري د سوېډن د ناټو غړیتوب سره موافقه وکړه.

له عاطفې او اخلاقو سره پردی شوی بشریت؟
کله چې په یوه ورځ او په یوه رسنۍ کې دوه خبرونه ولولې:
۱ـ« د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس ادهانوم ګبریسوس ویلي: د غزې په شمال کې ماشومان له لوږې مري. په یوه ورځ کې شپاړسم ماشوم په داسې حال کې مړ شو، چې وجود یې د خوړو او اوبو له نشت څخه د کمزورۍ روستي برید ته رسېدلی و...»
یو کوشنی زړه ودرېد، ډوډۍ او اوبه نه وې.
۲ـ« د هیندي میلیاردر موکېش امباني د زوی انانت امباني په واده کې یوازې یوې سندرغاړې ریحانا د یوې شپې سندرو لپاره اووه میلیونه ډالر تر لاسه کړل، په دې واده کې د خوړو د ډولونو مینیو ۵۰۰ ډوله وه، له ټولې نړۍ څخه لوی سرپخوونکي او سینګاروونکي راغوښتل شوي و...»
د ښاغلي امباني واده دې مبارک شي، زموږ پرې د نړۍ ټولې خوښۍ پېرزو دي، خو د غزې، افغانستان، افریقا، یوکراین او ... له لوږې، زخمونو او محرومیت څخه مړه کېدوني ماشومان به څنګه کوو؟

د ریحانا سندرې خو به واورو، مګر چې د ښاغلي تدروس ادهانوم د خبرداري غږ په کې ورک شي، نو بیا؟
د کابل و کندهار و ننګرهارو هرات د هغو کوشنیو نجونو د ژړا غږ په دې سندرو او نڅاګانو کې هیڅوک نهاوري، چې په خپلو ښوونځیو پسې ژاړي.
دا دوه خبرونه په یوه ورځ خپاره شوي او ښيي، چې د یویشتمې پېړۍ انسانان لاهم له عاطفې او اخلاقو پردي پاتې شوي دي.
زما د پورته لیکل شویو جملو په وړاندې به شوني غبرګونونه ښايي داسې وي:
او ښايي داسې ګڼ نور دلایل هم وي، چې زما اندېښنه به بېمانا کوي.
د روم د مرییانو مشر سپارتاګوس، د مرییتوب په وړاندې پاڅون وکړ، ویل یې: ولې مرییان انسانان نه ګڼل کیږي او د ځناورو په شان سره جنګول کیږي؟ تر دې چې ووژل شي یا خپل بل ملګری ووژني؟ (ګلادیاتورانو ته اشاره).
هغه مهال د سپارتاګوس دا پوښتنه بادارانو ته مسخره ښکاره شوه. ان ګڼ مرییان حیران ول، چې سپارتاګوس څه وايي؟ رومي اشرافو روحانیون وهڅول چې د مرییانو پاڅون تکفیر کړي.
د دغه پاڅون منطقي پوښتنو شاوخوا اوولس یا اتلس پېړۍ روسته د امریکې په وچه کې هغه وخت بیا انګازې وکړې، چې تورپوستو د مرییتوب زنځیرونه وشکول.
ایا مرییتوب له منځه ولاړ؟ نه، بلکې بڼې یې بدلې شوې. نننی انسان روان دی، چې د خپل مخلوق (تکنولوژي) په مریي بدل شي.
کټ مټ هغسې، لکه په جزیرةالعرب کې چې د نجونو ژوندي خښول د اسلام له سپيڅلې رڼا سره منع شول، خو په یویشتمه پېړۍ کې له ښوونځي و پوهنځي څخه په محرومولو یې د ژوندي خښېدلو دود دوام وکړ، یوڅه په بدله بڼه.له پوهنې د نجونو محرومول د هغوی د ژوندي خښېدا په مانا ده.
د عاطفې او اخلاقو هېرول هم همداسې کیسه ده. د لویو اېمپراتورانو د عیاشیو، لګښتونو او تجمل له کیسو تاریخونه ډک دي، چې په وړاندې یې میلیونونه انسانان له ولږې و محرومیت څخه مړه کېدل. د دواړو نړیوالو جګړو پرمهال، چې د څو سیاسي ایزمونو په خاطر سلګونه میلیونه انسانان ووژل شول، ټپیان، بېپته، بې کوره، کډوال او لیوني شول دا ټول ښيي، چې بشریت د تاریخ په اوږدو کې له عاطفې و اخلاقو سره ریښتینی چلند کړی نه دی.
خو اوس ولې دا کیسه راپورته کوو؟
موږ د نړیوالتیا Globalization په زمانه کې یو. ویل کیږي، چې نړۍ په یوه کوشني کلي بدله شوې ده. «نړیوال نظم» ، « نړیوال ارزښتونه»، (نړیوال انسانمحور کنوانسیونونه» او بالاخره «بشري حقونه» داسې مفاهیم دي، چې په نړۍ کې تقریباً هروګړي اورېدلي دي.
موږ له دومره بداخلاقه تاریخي دوران څخه تېریږو، چې ان همدغه ښه مفاهیم هم د انسان په ضد کاریږي. د سیاسي ګټو، پانګې، ځواک، امنیتي – استخباراتي برلاسي او نړیوال پرستیژ لپاره له پورتنیو مفاهیمو سره لوبې کیږي او په نړۍ کې مېشت بشریت ښه په دې حقیقت پوهیږي. لوی قدرتونه هم پرې پوهیږي،خو اعتراف نهپرې کوي. یعنې لوی قدرتونه بشریت ته دروغ وايي او دروغ ویل تر ټولو لویه بداخلاقي ده.
افغانستان، غزه، یوکراین، افریقا، سوریه، عراق او ګڼې نورې بېلګې ستاسو په مخ کې دي، وګورئ چې پانګوالو زبرځواکونو په دغو جغرافیو کې له یادو اخلاقي – عاطفي مفاهیمو سره څنګه چلند وکړ؟
د حکومتونو، پانګوالو، پوځیانو او سیاسیونو لپاره عاطفه او اخلاق مانا نه لري، دوی یوازې ګټې او اقتدار پېژني. دا سمه ده، خو زما خبره بل ځای ده.
زه اوس راځم اصلي کیسې ته.
د نړۍ فرهنګي شخصیتونه (نخبهګان) ولې د عاطفې په وچکالۍ، د اخلاقو په نسناستي (اسهال) او د انسانیت په فقر اخته شول؟
انسانپلوي فیلوسوفان څه شول؟
سارتر چیرې دی، چې د نوبل جایزه د دې لپاره رد کړي، چې د بداخلاقه پانګوالۍ نښه یې بلله؟
بیتلي او هیپي تفکر څه شو، چې حاکم اخلاق یې له دې امله مسخره کول، چې د واکمنو له خوا یوازې د لاس لاندې پوړونو د رام کولو احکام یې بلل؟
د بشري عاطفې د غږپورته کوونکیو شاعرانو ستوني پرې شوي دي. جبران له خپل «پيامبر» سره ورک دی او د موسیقۍ د هغو یاغي ډلو د جازونو قهرجن دربهار چېرته دی، چې د مجللو تالارونو پرځای به یې د وږیو تږیود خټیونو کوډلو په منځ کې ترانې ویلې، چې هم د وږیو ماشومانو په شونډو خندا خوره شي او هم یې د کنسرت له عاید څخه د هغوی ګېډو ته ډوډۍ واخلي؟
« د نړۍ په تر ټولو ګرانبیه ودونو کې نڅېدونکیو هنرمندانو» ولېټول هغه وږي، تږي او محروم ماشومان هېر کړل، چې په غزه و افغانستان کې مري؟
دوی خو سیاستوال او پانګوال هم نه وو. دوی خو ارزښتونه پېژندل، دوی خو د عاطفې استازي ګڼل کېدل.
ولې د انسان ابدي ورکې (انساني عاطفې) د راژوندي کولو لپاره ادبیات نه پنځيږي؟
څه باید وشي؟
ایا یو نړیوال فکري، فرهنګي او معنوي نهضت راپېلېدلای شي، چې اخلاق و عاطفه هم نړیوال کړي؟
د بشري حقونو کرښې د لویو قدرتونو له یرغمله راخلاص کړي، مړې کرښې یې له سپینو کاغذونو راوباسي او د ملګرو ملتونو په نامه د سیاسي نڅاګرې د پایزېبونو له ګونګرو څخه د بشري حق ارزښت وژغوري؟
دا غږ باید پورته شي. د یوه فرهنګي نهضت په بڼه.
د پانګې، ګټو، استخباراتو، اقتدار، وسلو او دروغو له مرییتوب څخه د بشریت د ژغورنې یو بل پاڅون بویه!
ښايي دوه زره کاله روسته پایله ولري، خو لږ ترلږه راپیل خو یې کړو.
دا کیسه به اوس ناشونې بریښي، د مرییتوب پای هم یو مهال ناشونی برېښېده او د نجونو د ژوندي خښېدو کیسه هم. هیله و فکر یې چې رامنځته شو، یو مهال بشریت ځان ورورساوه.
وخت یې نه دی، چې د دې انساني هیلې لپاره چیغه پورته کړو، چې:
د نړۍ «انسانانو» سره یو شئ!
او
د دې لیکنې په پیل کې د دوو خبرونو په لوستلو له ځانونو سره فکر وکړئ!
وګورئ، چې دا فکر مو چېرته رسولای شي؟
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د هېڅ لیکوال د نظر تایید نه کوي.

د هند لومړی وزیر نرېندر مودي وايي، جمو کمشیر د دغه هېواد له نورې خاورې سره په ګډېدو یا مدغمېدو بدل شوی دی. نرېندر مودي پنځه کاله مخکې د کشمیر د ځانګړي حالت له منځه وړلو سره دا سیمه د هند د مرکزي حکومت کنټرول کې راوسته.
نرېندر مودي نن کشمیر درې ته چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي په تګ سره وویل، چې د کشمیر پرمختګ د نوي ډېلي لومړیتوب دی او شمال کې یې د خپل هېواد تاج بولي.
ښاغلي مودي د جمو کشمیر په دوبنۍ پلازمېنه سرینګر کې زرګونو خلکو ته وینا کې زیاته کړه: نوی جمو کشمیر پر ننګونو د برلاسي جرات لري. هېواد ستاسو خندانه څېرې ویني او ستاسو په خوشالۍ لیدلو سره ارامېږي.
نرېندر مودي خپلو خبرو کې وویل، چې پر ۲۰۱۹ کال د کشمیر د ځانګړي حالت له ختمېدو را هیسې په دغه سیمه کې پانګونه شوې او د سیلګرۍ او صنعت په برخه کې پروژې پلې شوې دي.
د مودي په خبره، د کشمیر ځانګړي حالت که دغه سیمه کورواکه کړې، وه، خو د پرمختګ مخه یې هم نیولې وه.
جمو کشمیر ته د نرېندر مودي دغه سفر له ټولټاکنو څو اونۍ مخکې دی چې پکې مودي د دریم ځل لپاره لومړی وزیر کېدل غواړي.
هغه کشمیري سیاستوال چې له هند سره د کشمیر د یو ځایېدو یا مدغمېدو مخالف و، د نرېندر مودي پر سفر هم نیوکه کوي او راتلونکو ټاکنو لپاره یې کمپایني هڅه بولي.

د سوېلي پښتونخوا په چمن کې د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د پاسپورټ او وېزې د جبري کېدو په غبرګون کې د پیل شوي پرلت پنځه میاشتې وشوې چې د پاکستان حکومت یې غوښتنې نه دي منلې. پرلتوال وايي، د ټرانسپورټ په وړاندې یې لاره هم خلاصه کړې خو بیا هم د حکومت دريځ پخوانی دی.
په چمن کې د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې پیل شوی پرلت پنځه میاشتې وړاندې پیل او لا هم روان دی.
د دغه پرلت ویاند عبدالصادق اڅکزی وايي، د پاکستان لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ له لوري د چمن ـ سپین بولدک په لاره د پاسپورټ او وېزې تر جبري کېدو وروسته یې پرلت وهلی او د ده په خبره تر څو یې چې غوښتنې نه وي منل شوې پرلت به روان وي.
پنځه میاشتې وړاندې د پاکستان موقت حکومت پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به پر ډیورنډ کرښه د سپین بولدک ـ چمن په دروازه تګ راتګ په پاسپورټ او وېزه ترسره کیږي چې پخوا تر دې پر دغه لاره تګ راتګ په پاکستاني شناختي کارډ او افغان پېژندپاڼه ترسره کېده.
له هغه وروسته د سوېلي پښتونخوا اوسېدونکو په چمن کې پرلت پیل کړ او له حکومت یې وغوښتل چې تګ راتګ دې د پخوا په څېر اسان کړي.
د دغه پرلت ویاند عبدالصادق اڅکزی وايي، حکومت دوه اوونۍ وړاندې ورته وويل چې پرلت دې پای ته ورسوي او د دوی غوښتنې دې ومنل شي، هغه وايي: «موږ، ځايي امنیتي ادارو او دیني عالمانو دوه اوونۍ وړاندې داسې فیصله وکړه چې موږ به د لسو ورځو لپاره پرلت ختموو او دوی به زموږ غوښنې مني چې په دغه لاره د پخوا په څېر تګ راتګ په شناختي کارډ او افغان تذکره ترسره کیږي، نو موږ لاره د ټرانسپورټ لپاره خلاصه کړه خو اوس حکومت چل کوي او زموږ غوښتنې یې لا نه دي منلې.»
هغه وايي، که حکومت ورسره په تازه شوې پرېکړه کې دوه ګونی چلند وغځوي دوی به بېرته دغه لاره وتړي او پرلت ته به دوام ورکړي.
د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخوانی وزیر جان اڅکزی چې اوس پر دغې دنده هم نه دی وايي، چې حکومت پر خپل پخواني دريځ کلک دی او نوې پرېکړې نه مني.
خو په دې اړه لا د بلوچستان نویو ټاکل شویو چارواکو خپل دریځ نه دی روښانه کړی.
په ۲۰۲۳ کال کې پر ډیورنډ کرښه پرتې ټولې لارې وخت ناوخت د پاکستاني حکومت له لوري له خڼدونو سره مخ شوې او ډیری مهال ان د ټرانسپورټ او پلي تګ پر مخ په ورځو ورځو تړلې پاتې شوې دي.
د ناروغانو او بیړنیو چارو لپاره د پلي تګ راتګ لپاره هم وېزې حتمې شوې چې د یوې پاکستانۍ وېزې بیه ان تر څه باندې زرو امریکايي ډالرو پورې ورسېده چې ډیر لږ خلک د دومره لوړې بیې پرې کېدو وس لري او پاتې هغه یې له ګڼو ستونزه سره لاس او ګراېوان دي.
