• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سوېډن په رسمي توګه د ناټو ۳۲م غړی شو

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۵۵ GMT+۰

له څو میاشتو خبرو اترو وروسته د ناټو عمومي منشي اعلان وکړ، چې سوېډن اوس د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان ۳۲م غړی دی. ینس سټولټنبرګ وویل، چې سوېډن په ناټو کې خپل "حقیقي ځای" ترلاسه کړی او په ناټو کې د دې هیواد غړیتوب به دا سازمان پیاوړی او سویډن به خوندي کړي.

د ناټو عمومي منشي په خپل ایکس اکاونټ کې لیکلي، چې هغه د دوشنبې په ورځ د ناټو په مرکزي دفتر کې د سوېډن بېرغ پورته کولو ته سترګې په لار دی.

په ورته وخت کې د سوېډن لومړي وزیر تایید کړه، چې هېواد به یې ډېر ژر د شمالي اتلانتیک د تړون له سازمان (ناټو) سره یوځای شي.

د سوېډن لومړي وزیر اولف کریسټرسن وویل، چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هغه ته خبر ورکړی چې د ناټو ټولو غړو په دې سازمان کې د سوېډن د الحاق پروتوکول منلی دی.

د سوېډن لومړي وزیر د پنجشنبې په ورځ په خپل کارونکي اکاونټ کې لیکلي چې "سوېډن به ډېر ژر د ناټو ۳۲م غړی وي."

په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې د برید په پایله کې سوېډن او فنلنډ خپل دودیز پوځي بې پرېتوب پرېښود او د ناټو د غړیتوب غوښتنه یې وکړه.

خو ترکیه چې د ناټو غړی هېواد دی، د سوېډن او فنلنډ له خوا د خپلو غوښتنو د پوره کېدو په شرط له دغو دوو هېوادونو سره یوځای کېدل اعلان کړل.

د ترکیې تر څنګ د ناټو یوه بل غړي هنګري هم په ناټو کې د غړیتوب لپاره د سوېډن له غوښتنې سره مخالفت وکړ.

تر څو میاشتو لابي او سیاسي خبرو اترو وروسته، ترکیې او هنګري د سوېډن د ناټو غړیتوب سره موافقه وکړه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د امباني واده؛ په غزه او افغانستان کې له لوږې مړه ماشومان!

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۰
•
عبدالغفور لېوال

له عاطفې او اخلاقو سره پردی شوی بشریت؟

کله چې په یوه ورځ او په یوه رسنۍ کې دوه خبرونه ولولې:

۱ـ« د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس ادهانوم ګبریسوس ویلي: د غزې په شمال کې ماشومان له لوږې مري. په یوه ورځ کې شپاړسم ماشوم په داسې حال کې مړ شو، چې وجود یې د خوړو او اوبو له نشت څخه د کمزورۍ روستي برید ته رسېدلی و...»

یو کوشنی زړه ودرېد، ډوډۍ او اوبه نه وې.

۲ـ« د هیندي میلیاردر موکېش امباني د زوی انانت امباني په واده کې یوازې یوې سندرغاړې ریحانا د یوې شپې سندرو لپاره اووه میلیونه ډالر تر لاسه کړل، په دې واده کې د خوړو د ډولونو مینیو ۵۰۰ ډوله وه، له ټولې نړۍ څخه لوی سرپخوونکي او سینګاروونکي راغوښتل شوي و...»

د ښاغلي امباني واده دې مبارک شي، زموږ پرې د نړۍ ټولې خوښۍ پېرزو دي، خو د غزې، افغانستان، افریقا، یوکراین او ... له لوږې، زخمونو او محرومیت څخه مړه کېدوني ماشومان به څنګه کوو؟

100%

د ریحانا سندرې خو به واورو، مګر چې د ښاغلي تدروس ادهانوم د خبرداري غږ په کې ورک شي، نو بیا؟

د کابل و کندهار و ننګرهارو هرات د هغو کوشنیو نجونو د ژړا غږ په دې سندرو او نڅاګانو کې هیڅوک نه‌اوري، چې په خپلو ښوونځیو پسې ژاړي.

دا دوه خبرونه په یوه ورځ خپاره شوي او ښيي، چې د یویشتمې پېړۍ انسانان لاهم له عاطفې او اخلاقو پردي پاتې شوي دي.

زما د پورته لیکل شویو جملو په وړاندې به شوني غبرګونونه ښايي داسې وي:

  • دا یوازې یویشتمه پېړۍ نه ده، بلکې د تاریخ په اوږدو کې د انسانانو د ژوند توپیرونه همدومره وو.
  • ستا شاعرانه ګیلې د اوسنۍ زمانې له پرګماتیکو سیاستونو سره سمون نه لري.
  • «اخلاق» او «عاطفه» نسبي او نسبتي مفاهیم دي او له مکان، زمان، ټولنیزو او فرهنګي شرایطو او موقعیتونو سره توپیر مومي.
  • سیاست د ګټو او ځواک موندلو لوبه ده او په دې کې اخلاقو، عاطفې او زړه سوي ته ځای نشته...

او ښايي داسې ګڼ نور دلایل هم وي، چې زما اندېښنه به بې‌مانا کوي.

د روم د مرییانو مشر سپارتاګوس، د مرییتوب په وړاندې پاڅون وکړ، ویل یې: ولې مرییان انسانان نه ګڼل کیږي او د ځناورو په شان سره جنګول کیږي؟ تر دې چې ووژل شي یا خپل بل ملګری ووژني؟ (ګلادیاتورانو ته اشاره).

هغه مهال د سپارتاګوس دا پوښتنه بادارانو ته مسخره ښکاره شوه. ان ګڼ مرییان حیران ول، چې سپارتاګوس څه وايي؟ رومي اشرافو روحانیون وهڅول چې د مرییانو پاڅون تکفیر کړي.

د دغه پاڅون منطقي پوښتنو شاوخوا اوولس یا اتلس پېړۍ روسته د امریکې په وچه کې هغه وخت بیا انګازې وکړې، چې تورپوستو د مرییتوب زنځیرونه وشکول.

ایا مرییتوب له منځه ولاړ؟ نه، بلکې بڼې یې بدلې شوې. نننی انسان روان دی، چې د خپل مخلوق (تکنولوژي) په مریي بدل شي.

کټ مټ هغسې، لکه په جزیرةالعرب کې چې د نجونو ژوندي خښول د اسلام له سپيڅلې رڼا سره منع شول، خو په یویشتمه پېړۍ کې له ښوونځي و پوهنځي څخه په محرومولو یې د ژوندي خښېدلو دود دوام وکړ، یوڅه په بدله بڼه.له پوهنې د نجونو محرومول د هغوی د ژوندي خښېدا په مانا ده.

د عاطفې او اخلاقو هېرول هم همداسې کیسه ده. د لویو اېمپراتورانو د عیاشیو، لګښتونو او تجمل له کیسو تاریخونه ډک دي، چې په وړاندې یې میلیونونه انسانان له ولږې و محرومیت څخه مړه کېدل. د دواړو نړیوالو جګړو پرمهال، چې د څو سیاسي ایزمونو په خاطر سلګونه میلیونه انسانان ووژل شول، ټپیان، بې‌پته، بې کوره، کډوال او لیوني شول دا ټول ښيي، چې بشریت د تاریخ په اوږدو کې له عاطفې و اخلاقو سره ریښتینی چلند کړی نه دی.

خو اوس ولې دا کیسه راپورته کوو؟

موږ د نړیوالتیا Globalization په زمانه کې یو. ویل کیږي، چې نړۍ په یوه کوشني کلي بدله شوې ده. «نړیوال نظم» ، « نړیوال ارزښتونه»، (نړیوال انسانمحور کنوانسیونونه» او بالاخره «بشري حقونه» داسې مفاهیم دي، چې په نړۍ کې تقریباً هروګړي اورېدلي دي.

موږ له دومره بداخلاقه تاریخي دوران څخه تېریږو، چې ان همدغه ښه مفاهیم هم د انسان په ضد کاریږي. د سیاسي ګټو، پانګې، ځواک، امنیتي – استخباراتي برلاسي او نړیوال پرستیژ لپاره له پورتنیو مفاهیمو سره لوبې کیږي او په نړۍ کې مېشت بشریت ښه په دې حقیقت پوهیږي. لوی قدرتونه هم پرې پوهیږي،خو اعتراف نه‌پرې کوي. یعنې لوی قدرتونه بشریت ته دروغ وايي او دروغ ویل تر ټولو لویه بداخلاقي ده.

افغانستان، غزه، یوکراین، افریقا، سوریه، عراق او ګڼې نورې بېلګې ستاسو په مخ کې دي، وګورئ چې پانګوالو زبرځواکونو په دغو جغرافیو کې له یادو اخلاقي – عاطفي مفاهیمو سره څنګه چلند وکړ؟

د حکومتونو، پانګوالو، پوځیانو او سیاسیونو لپاره عاطفه او اخلاق مانا نه لري، دوی یوازې ګټې او اقتدار پېژني. دا سمه ده، خو زما خبره بل ځای ده.

زه اوس راځم اصلي کیسې ته.

د نړۍ فرهنګي شخصیتونه (نخبه‌ګان) ولې د عاطفې په وچکالۍ، د اخلاقو په نس‌ناستي (اسهال) او د انسانیت په فقر اخته شول؟

انسانپلوي فیلوسوفان څه شول؟

سارتر چیرې دی، چې د نوبل جایزه د دې لپاره رد کړي، چې د بداخلاقه پانګوالۍ نښه یې بلله؟

بیتلي او هیپي تفکر څه شو، چې حاکم اخلاق یې له دې امله مسخره کول، چې د واکمنو له خوا یوازې د لاس لاندې پوړونو د رام کولو احکام یې بلل؟

د بشري عاطفې د غږپورته کوونکیو شاعرانو ستوني پرې شوي دي. جبران له خپل «پيامبر» سره ورک دی او د موسیقۍ د هغو یاغي ډلو د جازونو قهرجن دربهار چېرته دی، چې د مجللو تالارونو پرځای به یې د وږیو تږیود خټیونو کوډلو په منځ کې ترانې ویلې، چې هم د وږیو ماشومانو په شونډو خندا خوره شي او هم یې د کنسرت له عاید څخه د هغوی ګېډو ته ډوډۍ واخلي؟

« د نړۍ په تر ټولو ګرانبیه ودونو کې نڅېدونکیو هنرمندانو» ولېټول هغه وږي، تږي او محروم ماشومان هېر کړل، چې په غزه و افغانستان کې مري؟

دوی خو سیاستوال او پانګوال هم نه وو. دوی خو ارزښتونه پېژندل، دوی خو د عاطفې استازي ګڼل کېدل.

ولې د انسان ابدي ورکې (انساني عاطفې) د راژوندي کولو لپاره ادبیات نه پنځيږي؟

څه باید وشي؟

ایا یو نړیوال فکري، فرهنګي او معنوي نهضت راپېلېدلای شي، چې اخلاق و عاطفه هم نړیوال کړي؟

د بشري حقونو کرښې د لویو قدرتونو له یرغمله راخلاص کړي، مړې کرښې یې له سپینو کاغذونو راوباسي او د ملګرو ملتونو په نامه د سیاسي نڅاګرې د پایزېبونو له ګونګرو څخه د بشري حق ارزښت وژغوري؟

دا غږ باید پورته شي. د یوه فرهنګي نهضت په بڼه.

د پانګې، ګټو، استخباراتو، اقتدار، وسلو او دروغو له مرییتوب څخه د بشریت د ژغورنې یو بل پاڅون بویه!

ښايي دوه زره کاله روسته پایله ولري، خو لږ ترلږه راپیل خو یې کړو.

دا کیسه به اوس ناشونې بریښي، د مرییتوب پای هم یو مهال ناشونی برېښېده او د نجونو د ژوندي خښېدو کیسه هم. هیله و فکر یې چې رامنځته شو، یو مهال بشریت ځان ورورساوه.

وخت یې نه دی، چې د دې انساني هیلې لپاره چیغه پورته کړو، چې:

د نړۍ «انسانانو» سره یو شئ!

او

د دې لیکنې په پیل کې د دوو خبرونو په لوستلو له ځانونو سره فکر وکړئ!

وګورئ، چې دا فکر مو چېرته رسولای شي؟

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د هېڅ لیکوال د نظر تایید نه کوي.

نرېندر مودي: کشمیر د هند له نورې خاورې سره په ګډېدو بدل شوی دی

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۴۷ GMT+۰

د هند لومړی وزیر نرېندر مودي وايي، جمو کمشیر د دغه هېواد له نورې خاورې سره په ګډېدو یا مدغمېدو بدل شوی دی. نرېندر مودي پنځه کاله مخکې د کشمیر د ځانګړي حالت له منځه وړلو سره دا سیمه د هند د مرکزي حکومت کنټرول کې راوسته.

نرېندر مودي نن کشمیر درې ته چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي په تګ سره وویل، چې د کشمیر پرمختګ د نوي ډېلي لومړیتوب دی او شمال کې یې د خپل هېواد تاج بولي.

ښاغلي مودي د جمو کشمیر په دوبنۍ پلازمېنه سرینګر کې زرګونو خلکو ته وینا کې زیاته کړه: نوی جمو کشمیر پر ننګونو د برلاسي جرات لري. هېواد ستاسو خندانه څېرې ویني او ستاسو په خوشالۍ لیدلو سره ارامېږي.

نرېندر مودي خپلو خبرو کې وویل، چې پر ۲۰۱۹ کال د کشمیر د ځانګړي حالت له ختمېدو را هیسې په دغه سیمه کې پانګونه شوې او د سیلګرۍ او صنعت په برخه کې پروژې پلې شوې دي.

د مودي په خبره، د کشمیر ځانګړي حالت که دغه سیمه کورواکه کړې، وه، خو د پرمختګ مخه یې هم نیولې وه.

جمو کشمیر ته د نرېندر مودي دغه سفر له ټولټاکنو څو اونۍ مخکې دی چې پکې مودي د دریم ځل لپاره لومړی وزیر کېدل غواړي.

هغه کشمیري سیاستوال چې له هند سره د کشمیر د یو ځایېدو یا مدغمېدو مخالف و، د نرېندر مودي پر سفر هم نیوکه کوي او راتلونکو ټاکنو لپاره یې کمپایني هڅه بولي.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي له طالبانو د یوه ټولګډونه حکومت غوښتنه وکړه

۱۶ کب ۱۴۰۲ - ۶ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۳۷ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي له طالبانو وغوښتل، چې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د ښځو او توکمیزو لږکیو په ګډون دې د ټولو وګړو د اساسي حقونو ساتنه وکړي. ګنګ شوانګ له نړۍوالې ټولنې هم وغوښتل، چې له طالبانو سره د "صابرانه اړیکو" له لارې په بهرنۍ نړۍ کې د دې ډلې باور زیات کړي.

شوانګ چې د چهارشنبې په ورځ یې د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې کولې، وویل چې له طالبانو سره د خبرو دوام ته اړتیا ده؛ خو هغه ټینګار وکړ، چې د خبرو اترو او تعامل لپاره د مناسبو شرایطو د رامنځته کولو لپاره باید د دغې ډلې پر وړاندې له وړاندوینو څخه ډډه وشي.

ښاغلي شوانګ په خپلو خبرو کې هڅه وکړه، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان نسبتاً مثبت انځور وړاندې کړي.

هغه وويل، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان داخلي وضعيت په ټوليزه توګه ارام شوى او له هېوادونو يې وغوښتل، چې د طالبانو پر وړاندې رښتينی چلند وکړي.

هغه وویل:"د باور جوړونې د یو مهم ګام په توګه، امنیت شورا باید د بندیزونو په برخه کې پر وخت اصلاحات راولي او د طالبانو د چارواکو لپاره د سفري بندیز معافیت بحال کړي."

د چین استازي د ملګرو ملتونو بندیزونه غیر قانوني وبلل او د دغو بندیزونو د لغوه کولو او په امریکايي بانکونو کې د افغانانو د شتمنیو د خلاصون غوښتنه یې وکړه.

د چین استازي د خپلو خبرو په یوه برخه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

نوموړي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د راپور په حواله ویلي، چې په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې لا هم فعالې دي او د افغانستان او سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.

هغه له طالبانو وغوښتل، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش پر وړاندې مبارزه وکړي.

امنیت شورا کې د پاکستان استازی:طالبان باید د ګاونډیو هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ګواښمنه نه کړي

۱۶ کب ۱۴۰۲ - ۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۵۲ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې له طالبانو وغوښتل، چې د ګاونډیو هېوادونو ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ پېښ نه کړي. هغه وویل، چې په لنډ او اوږد مهال کې د دغو هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ د افغانستان په ګټه نه دی.

دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو اوږدمهاله ملاتړی پاکستان په یوه نړۍواله غونډه کې دغه ډله د نورو هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا په ګواښلو تورنوي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي ویلي وو، چې طالبان د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله چې د ډېورنډ کرښه ده په رسمیت نه پېژني.

هغه یو ځل بیا د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د پخوانیو حکومتونو ادعاوې تکرار کړې.

په وروستیو کې پاکستان له طالبانو د پاکستاني طالبانو د ملاتړ په پار خپله نارضایتي ښيي او پخواني لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي وو، چې دا چاره ورته د منلو وړ نه ده.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم د تېر په څېر د امنیت شورا په غونډه کې د طالبانو د ملاتړ په اړه دریځ نه لاره.

نوموړي په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن وباله.

د پاکستان سفیر وویل؛ ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره لازمې بودیجې نه لري، نو ځکه باید هېوادونه د افغانستان د اقتصاد په احیا کې مرسته وکړي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د غربي هېوادونو په واک کې ورکړي.

مجاهد د یوناما مشرې ته: د افغانستان په اړه باید هغه راپور وړاندې کړئ چې زموږ نظر پکې وي

۱۶ کب ۱۴۰۲ - ۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۲۷ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ غونډې ته په اشارې سره ویلي، چې د افغانستان په اړه باید داسې راپور وړاندې شي، چې د دغې ډلې نظر پکې اخیستل شوی وي او واقعیت ولري.

نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه لري، چې دغې غونډې ته په افغانستان کې د یوناما مشرې رزوا اونتبایوا د افغانستان د وضعیت په تړاو خپل راپور وړاندې کړ.

د یوناما مشرې د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې افغانستان د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې ننګونه او د بې ثباتۍ سرچینه وبلله او زیاته یې کړه، چې له دغه هېواد څخه د نړۍ نورو برخو ته ترهګري صادرېږي.

مېرمن اوتونبیایوا دا هم وویل، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د سیمې او بهر هېوادونو لپاره د اندېښنې لامل دی.

هغې زیاته کړه؛ دا اندېښنې یوازې په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه نه دي؛ بلکې د اوتونبیایوا په وینا، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان حضور د پاکستان لپاره یوه لویه اندېښنه ده، چې په تېرو میاشتو کې د ترهګرو بریدونو شاهد دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې ډلې تر کنټرول لاندې ملي راډیو ته ویلي، چې په نړۍوالو سټیجونو باید د افغانستان په اړه حقیقي او واقعي راپور بیان شي.

نوموړي زیاته کړې، چې داسې څه باید ونه ویل شي، چې وروسته پرې نړۍوال په خپله پښېمانه وي.

هغه وویل: "که څه هم تر اوسه ملګرو ملتونو او استازو یې ډېره پاملرنه نه ده کړې؛ خو موږ له دوی غوښتنه لرو چې داسې راپور وړاندې کړي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت له نېږدې پکې بیان شي او زموږ نظر پکې واخیستل شي".

دا په داسې حال کې ده، چې نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د امریکا استازي ویلي، چې دوی به له افغان مېرمنو سره کار کوي؛ تر څو په افغاني ټولنه کې بېرته د کار جوګه شي.