شنبههای ارغواني غورځنګ: طالبانو ته فرصت مه ورکوئ او مشران یې محکمې ته راکاږئ

شنبههای ارغواني غورځنګ وایي، چې طالبانو نړۍوالې ټولنې ته د خپلو ټولو ژمنو خلاف د افغانیت او اسلامیت تر نامه لاندې ښځې او نجونې له خپلو ټولو انساني او اسلامي حقونو او ازادیو محرومې کړې او له ټولنې د هغوی سیستماټیکو حذفولو سره یې د «بشریت ضد جنایت» او «جنسیتي توپیر» ترسره کړی دی.