اندونیزیا له افغانستان سره د پولیو واکسین د لس میلیون ډوزو مرسته کوي

د اندونیزیا د حکومت د بهرنیو مرستو صندوق یا اندونیزیا ایډ، له افغانستان سره د پولیو واکسین د لس میلیون ډوزو مرسته کوي.

د اندونیزیا د حکومت د بهرنیو مرستو صندوق یا اندونیزیا ایډ، له افغانستان سره د پولیو واکسین د لس میلیون ډوزو مرسته کوي.
د دغه هیواد د مالیې وزیرې مولاني اندراوتي ویلي، د اندونیزیا حکومت له دولتي درملو شرکت، بایو فارما سره په ګډه د یونیسف له لارې افغانستان ته د واکسین رسولو لپاره کار کوي.
اغلې میلاني د جمعې په ورځ ویلي: "دا همکاري، د بهرنیو چارو وزارت او په ځانګړې توګه د اندونیزیا د ټولو مرستندویه ادارو له خوا چې د یونیسف سره کار کوي، ممکنه شوې ده، دا ۱۰ میلیونه ډوزه واکسین به په ټول افغانستان کې هغو ۳.۳ میلیونو ماشومانو ته ورسیږي چې عمرونه یې له درې کلونو کم وي."
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دی چې لا هم د پولیو ناروغي پکې شته.
پولیو واکسین ته پر محدود لاسرسي او ناکافي روغتیایي اسانتیاوو سربېره د وسلوالو ګواښ او د خلکو نه پوهاوی په دغو هیوادونو کې د ماشومانو روغتیا ته د پام وړ ګواښ جوړ کړی دی.


افغانستان انټرنشنل – پښتو د ښځو نړیوالي ورځي په مناسبت مو په کندهار کې د پخواني حکومت د داسې نظامي کارمندانو له دریو کورنيو سره خبرې کړې، چې په تېر حکومت کې د دندو پر مهال وژل شوي او يا نادرکه دي.
ملکه د يوه پوليس مېرمن او د دریو اولادونو مور ده، وايي د طالبانو تر راتګ وروسته یې خاوند نادرکه شوی، تر اوسه يې د ژوند او مرګ هيڅ احوال نشته.
د هغې په خبره، په خاوند پسي تر پلټونو وروسته اوس ناهيلې شوې ده او د کورنۍ ټول مسوليت هم ور په غاړه دی.
ملکه زياتوي، چې مخکي يې ژوند په عادي ډول روان و؛ خو د مېړه تر نادرکه کېدو وروسته له ستونزو سره مخ ده.
هغه وايي:« زموږ د ژوند ګوزاره ښه وه اوس داسي وختونه راغلي، چې وږي ويده شوي يو، د کور کرایې، د کالو او خوړو لپاره په کورونو کې مزدوري کوم.»
د نوريې یوزانۍ ورور، چې پخوا يې د ملي امنيت په اداره کې دنده درلوده د ۲۰۱۹ کال په جولای کې د کندهار شهیدانو چوک ته نژدې د طالبانو په يوه هدفي بريد کې ووژل شو.
نوريې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وويل، چې د ورور تر مرګ وروسته پخواني حکومت ورسره مرسته کوله، خو طالبانو هر څه پرې بند کړي دي.
د عبدالله شاه ۲۸ کلن زوی په ارغنداب ولسوالۍ کې د دندې پرمهال په یوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
عبدالله شاه وايي همدا يې د کور د ګټي کس و او اوس د کار لپارهپه کور کې بل ځوان نه لري.
هغه زياتوي: « زوی مي په ځانمرګي بريد کې شهید شو، دوه نور کوچني زامن مي اوس د سړک پر غاړه لنده مېوه پلوري، د زوی تر شهادت وروسته مو ډېری سختی وليدې او همسایه ګانو به د ماښام لپاره ډوډی رالېږل.»
په تېر جمهوري نظام کې ډېرو افغان کورنيو په ځانمرګو او هدفي بريدونو کې د کورنۍ غړي د لاسه ورکړي دي.
په کندهار کې امنيتي ادارو او د شهیدانو او معلولينو رياست هر کال د وژل شويو نظامیانو له کورنيو سره مرستې کولې، چې د طالبانو په راتګ دغه مرستې درېدلې.
طالبان دا مهال د خپل مشر هبت الله اخونزاده په امر له هغو کورنيو سره خاص مرستې کوي، چې ځانمرګي بريدونه یې کړي وي.

پخوانی افغان ولسمشر د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې له طالبانو غواړي چې نوی ښوونیز کال نجونو ته د ښوونځي او پوهنتوني زدکړو اجازه ور کړي. حامد کرزی نن د مارچ د اتم په مناسبت زیاتوي، چې د ټولنې د پرمختګ او د نوي نسل د روزنې لپاره د ښځو زدکړې عمومي او مهم ضرورت دی.
د ښاغلي کرزي په خبره، افغان مېرمنو په ټولو برخو په تېره د ازادۍ مبارزو کې له سړیو سره اوږه په اوږه مهم رول لوبولی او ټولنه کې یې د مسوولو غړو په توګه ځان ثابت کړی دی.
حامد کرزی وايي، د افغانستان راتلونکی هم د ښځو او سړیو له پیوستون سره تړلی دی او د افغانستان د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره د ښځو زدکړو او کار ته باید پام وشي او زمنیه ورته برابره شي.
حامد کرزی د خپل پیغام اخر کې ښځو ته د دوی د نړیوالې ورځې پر مبارکۍ سربېره له طالبانو غواړي چې نوی ښوونیز کال نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیځي.
د ۲۰۲۱ کال اګسټ پر ۱۵ طالبانو په واکمنېدو پسې د نجونو له شپږم ټولګې پر پورته زدکړو بندیز ولګاوه او تېر کال یې هم د دوی پوهنتوني زدکړې بندې کړې.
که څه هم دا ډله وايي چې د نجونو د زدکړو او تعلیمي نصاب لپاره طرحه جوړوي خو له دوه نیمو کلونو تېرېدو سره هم د دې طرحې څرک نشته.
په افغانستان کې ښوونیز کال پسرلی یا د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ پرانیستل کېږي، خو لا هم داسې نښې نشته چې وښيي طالبان به نجونو ته د زدکړو اجازه ور کړي.
طالبانو له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې پر ښځو ډول ډول بندیزونه لګوي او له امله یې مېرمنې له ټولنیز ژوند څنډې ته کړل شوې دي.
د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې ویلي:«د افغان ښځو او نجونو لپاره فضا په چټکۍ سره د تنګېدو په حال کې ده چې له جګړې،بېوزلۍ او انزوا څخه د افغانستان د وتلو چاره ستونزمنوي.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر یا یوناما مشرې هم پر افغان مېرمنو اوسني بندیزونه د تلپاتې سولې او پرمختګ په مخ کې خنډ بللي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زدکړو وزارت وايي، د کابل په شمول د هیواد په اووه زونونو کې یې له ۵۱ زره ملایانو د ماسټرۍ اسنادو یا عالمیه مرحلې د ارزولو لپاره ازموینه واخېستل شوه. طالبان وايي دغو کسانو ته په ازموینه کې تر بریا وروسته د ماسټرۍ معادل اسناد ورکول کیږي.
د طالبانو د لوړو زدکړو ورازت نن یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا ازموینه په اوو زونونو «مرکزي، جنوبي، شمالي، غربي، جنوب ختیځ، جنوب لودیځ او شمال ختیځ» کې واخیستل شوه.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم د عالمانو ازموینې پرانیسته په کندهار کې وکړه.
ندا محمد ندیم د ازموینې مراسمو ګډونوالو ته د ازموینې د روڼتیا ډاډ ورکړ او وویل چې له دې پروسې سره به د علماوو د اسنادو تثبیت وشي.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر او د دې ډلې یو مخکښ غړی انس حقاني هم په دغه ازموینه کې د کډون په موخه کارتونه ترلاسه کړي وو.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو پر لوړ زدکړو وزارت سربېره استخباراتو او د جهادي مدرسو مسوولینو دا ازموینه څارله.

د طالبانو عالمانو او اوسني مشران اکثریت له پاکستاني مدرسو فارغ شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د جمهوریت پرمهال کوټه او پیښور کې د دوی اړوند مدرسو هم فعالیتونه درلودل، د دې مدرسو طالبانو په افغانستان کې په جګړو کې هم کډون درلود.
که څه هم طالبان د ازموینې د روڼتیا خبره کوي، خو د ازموینې د څرنګوالي په اړه یې هیڅ جزیات نه خپاره کړي دی.
د طالبانو بیا ځلي واک ته رسېدو سره دغې ډلې په هیواد کې د نجونو د تعلیم ترڅنک د هلکانو د عصري زدکړو بهیر هم ټکنی کړی، خو بیا هم دغې ډلې غړي دې ته لېوال دي، چې د خپلو دیني زدکړو اسناد د عصري زدکړو له اسناونو سره برابر کړي.
طالبان دا کسان بیا خپلو ادارو او ښوونځیو کې د پخواني مسلکي کسانو پر ځای ګوماري او د ماسټرۍ برابره تنخا ور کوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان سوداګرو د افغانستان او پاکستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت له استازي د خپلمنځي سوداګرۍ د پراختیا غوښتنه وکړه جي پي سینګ پرون د طالبانو بهرنیو چارو وزیر سره هم «د چابهار بندر له لارې له افغانستان سره د سوداګرۍ پر پراختیا غږېدلی و.»
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې وايي، نوموړي نن د بهرنیو چارو وزارت په دفتر کې له ډېر شمېر افغان سوداګرو سره لیدنه درلوده.
په دې لیدنه کې د افغانستان او هندوستان تر منځ پر اقتصادي، ترانزیتي او د افغان سوادګرو د ویزو په مسایلو خبرې وشوې او افغان سوداګرو په دې برخه کې د ستونزو لرې کېدو غوشتنه وکړه.
په اعلامیه کې راغلي چې د هند ځانګړي استازي جي پي سینګ له افغان سوداګرو د ستونزو لرې کولو او په ویزو کې د اسانتیاوو د راوستولو ژمنه یې وکړه.
طالبان د هندي استازي په حواله وايي، چې نوموړي په دوه اړخیزه سوداګري کې د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او ویې ویل: چې هند غواړي چې د چابهار بندر له لارې سوداګري او تجارت ته وده ورکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پرون په کابل کې د هند د بهرنیو چارو د وزارت د افغانستان او پاکستان د څانګې له مشر جې پي سېنګ سره وکتل.
طالبانو تر دې لیدنې وروسته وویل، چې هند د دوی له حکومت سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو ته لېوال دی او هم د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پراخول غواړي.
جي پي سېنګ پرون له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره هم وکتل.
هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د جمهوریت پرځېدو په درشل کې یې خپل ډیپلوماټان له کابل و اېستل.
د هند بهرنیو چارو وزارت تر کال ځنډ وروسته د ۲۰۲۲ په اګسټ کې بیا د سفارت تخنیکي ډله کابل ته واستوله.
افغانستان ته د جي پي سینګ دا سفر په داسې مهال دی چې له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو په خرابېدو او افغان سوداګرو ته کراچۍ بندر کې د ستونزو ډېرېدو سره اوس افغان سوداګر د ایران د چابهار بندر له لارې سوداګري غوره بولي.
هند ته پر افغانستان سربېره منځنۍ اسیا ته د رسېدو لپاره هم چابهار بندر مهم بلل کېږي.

تورخم کې د پاکستان ځايي حکومتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل، د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱ نیټې وروسته ناروغانو او ډرېورانو ته له ویزې پرته پاکستان ته د سفر اجازه نه ورکول کیږي. په دې اړه نن په تورخم کې ځای پر ځای په دېوالانو پر پښتو او اردو ژبو اعلانونه هم لګول شوي دي.
په ډیورنډ کرښه تورخم بندر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او د خلکو په تېره د ناروغانو د تګ راتګ یوه تر ټولو بوخته لار ده.
پاکستان له ۲۰۱۶ کال راهیسې پر دغه لار عادي خلکو ته د ویزې لرلو په شرط اجازه ور کوي، خو تېره جنورۍ کې یې یوولس ورځې دا لار د دې لپاره تړلې وه چې موټروانان هم ویزې واخلي، خو بېرته یې پرانیسته.
په دې بندر کې پاکستاني چارواکو سرچینو نن افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې دوی دا ځل پر افغان ناروغانو او ډرېورانو د ویزې شرط حتمي عملي کوي.
د معلوماتو له مخې پاکستاني چارواکو ددې پرېکړې د عملي کولو لپاره درې ورځې وړاندې تورخم کې ناسته کړې وه.
خو دا نه ده معلومه؛ چې د پاکستاني چارواکو دې پرېکړې سره به د طالبانو چارواکي همغږي دي او کنه تر دې دمه په دې اړه طالبانو څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې درې ځل پاکستاني چارواکو هڅه وکړه، چې ترڅو په ډیورنډ کرښه تورخم کې د افغان ناروغانو او ډرېورانو باندې د پاکستاني ویزو لرل حتمي کړي؛ خو د پاکستاني چارواکو دا هڅه د ناکمۍ سره مخ شوې ده.
په تورخم کې افغان موټرچلونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د پاکستاني چارواکو دا شرط به یوځل بیا دوی له ستونزو سره مخ کړي.
یو افغان ډرېوار وايي: «پاکستاني ویزه اخیستل نن سبا اسانه خبره نه ده، یو خوا کاروبارونه خراب دي او بلخوا د ویزې شرط به د ډرېوارانو ستونزې نوری هم زیاتې کړي.»
خو دغه افغان موټروان وايي، که د ویزې په برخه کې اسانتیاوې برابر شي او د ویزو سهولت ورته په تورخم برابر شي نو دوی به ویزې واخلي.
د پاکستاني چارواکو د اعلاناتو یو شمیر انځورونه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته هم رارسیدلي دي، چې د تورخم په یو شمیر دېوالونو کې لګول شوي دي.

په وروستیو کې د پاکستان ویزو صدور محدود شوی دی او د ډیرو افغانانو نیوکې دا دي چې میاشتو میاشتو په تمه پاتې کېدو سره یې بیا هم د پاکستان ویزې یې رد شوې دي.
په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره څو څو وارې د بېلابیلو دلیلونو له امله تورخم لاره د تګ او راتګ لپاره تړل شوې ده.
په وروستي ځل تېره جنورۍ کې د تورخم د تړل کېدو یو دلیل دا وه، چې پاکستان د افغان ډرېورانو او ناروغانو باندې د ویزو شرط کېښود، چې د پاکستاني لوري دا شرط د افغان طالبانو او ډرېوارانو له لوري رد شوو، چې ورځو ورځو دا لاره د سوداګریزو توکو پرمخ وتړل شوه.