طالبان: د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په ټپه ولاړې چارې به په راتلونکې میاشت کې پیل شي

له شاوخوا دوه نیم کاله ځنډ وروسته طالبانو ویلي، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې پاتې چارې به په راتلونکې میاشت کې بیا پیل کړي. ذبیح الله مجاهد په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغې پروژې د بیا پیل تړون د افغانستان، پاکستان، قرغزستان او ازبکستان تر منځ د جمعې په ورځ د (کب په ۱۸مه) لاسلیک شو.