د افغانستان لپاره د بشري حقونو ټلواله: نړۍواله ټولنه دې د ښځو د ستونزو پلټنه وکړي

د افغانستان لپاره د بشري حقونو ټلوالې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د نجونو او مېرمنو ستونزو ته دې پاملرنه وکړي. دغې ټلوالې ویلي، چې نړۍواله ټولنه دې په نړۍوالو پرېکړو کې د ښځو د رغنده برخې اخیستنې ضمانت وکړي.