• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان او اېرلنډ لوبډلو ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه د زيات اورښت له کبله لغوه شوه

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۰۳ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې د اېرلنډ کرېکټ لوبډلې سره یې دوهمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه د زیات باران او ورښت له کبله لغوه اعلان کړه. افغانستان په متحده عربي امارتو کې درې یو ورځنۍ لوبې لري، چې لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه.

افغانستان کرېکټ بورډ د شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې په شارجه لوبغالي کې د زياتو ورښت له کبله يې د اېرلنډ سره دوهمه یو ورځنۍ لوبه لغوه اعلان کړې.

کرېکټ بورډ وايي، چې د تنخيکي کمېټې د غړو، د لوبې او نورو اړوندو مسولينو سره یې تر ناستې وروسته دغه پرېکړه کړې.

افغانستان کرېکټ لوبډلې له اېرلنډ څخه لومړۍ يو ورځنۍ لوبه د ۳۵ منډو په توپير ګټلې وه.

د دې يو ورځنيو سياليو درېمه لوبه به د راتلونکې سې شنبې په ورځ د (مارچ مياشتي په ۱۲ مه) نېته په متحده عربي اماراتو کې تر سره شي.

له دې لوبو وروسته دواړې لوبډلې د درېيو شل اوريزه لوبو لوبلړۍ هم لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

کندهار، هرات او فراه ولایتونو کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۴۳ GMT+۰

طالبانو په کندهار، هرات او فراه ولایتونو کې په جلا جلا پېښو کې په مرموز ډول د يوه کس د وژل کېدو، د يوه ځوان د ځان وژنې او د يوه لاسي بم د چاودنې له امله د يوه ماشوم د وژل کېدو، يو بل ماشوم او دوو ښځو د زخمې کېدو خبر ورکړی.

په کندهار کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشيد نن په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د لاس بم د چاودنې له کبله یو ماشوم وژل شوی او یو بل ماشوم او دوې ښځې زخمي شوي دي.

د جمشيد په خبره، پېښه د کندهار پنجوايي ولسوالۍ د زنګي اباد سېمې په يوه کور کې شوې.

د هغه د معلوماتو له مخي نارنجک ماين، چې له پخوا پاته و د ماشومانو د لوبو کولو پر مهال چاودلی.

د نوموړي په خبره، چې ټپيان یې میرویس حوزوي روغتون ته انتقال کړي دي.

د يوبل خبر له مخي، تېره ورځ ناوخته په هرات کې د یوه کس جسد پيدا شوی، چې په مرموز ډول وژل شوی و.

۴۱ کلن محمد حسن جسد د هرات روغتون ته انتقال شوی او وروسته یې کورنۍ خبره شوې.

د وژل شوي کس کورنۍ وايي، چې نوموړی درې ورځي نادرکه و او تر پلټنو وروسته یې جسد په روغتون کې موندلی.

د کورنۍ د معلوماتو له مخې، چې دوی هېڅ شخصي دوښمني نه درلوده او د پېښې انګېزه هم معلومه نه ده.

د فراه پرچمن په ولسوالۍ کې هم نن يو ۲۱ کلن ځوان ځان وژنه کړې.

د فراه د طالبانو امنيتي چارواکي وايي، چې د محمد داود په نوم دغه ځوان عصابي ستونزه درلوده.

د دې ځوان کورنۍ له مطبوعاتو سره د خبرو کولو ډډه کوي.

واک ته د طالابانو په رسېدو د ځوانانو د ځانوژنې پېښې زياتي شوې.

څه موده مخکې په کندهار کې هم يو ځوان ځان وژنه کړې وه، چې طالبانو دې ټولو پېښو ته د عصابي ناروغۍ نوم ورکړی.

په نیمروز کې د ګاډو د ټکر له امله ۷ کسان مړه شوي دي

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۲۴ GMT+۰

په نېمروز کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وایي، چې په دغه ولایت کې بېګا د دوو موټرانو د ټکر له کبله ۷ کسان مړه شوي او درې نور زخميان شوي دي. طالبانو د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللی.

د نېمروز د طالبانو امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخي، چې دغه پېښه د دې ولایت د چخانسور په څلور لارې کې د دوو کوچنيو موټرانو د ټکر له کبله رامنځ ته شوې ده.

په مړو کې درې ماشومان هم شامل دي.

طالبانو له ځايي رسنيو غوښتي، چې د ټپيانو د دوستانو په پيدا کېدو کې دي ورسره همکاري وکړي.

د پېښې لامل بې احتياطي بلل شوې ده.

طالبان: د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسون ټول افغانستان کې د هندوانو د غصب ځمکو څېړنه پیل کړه

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۰۳ GMT+۰

د طالبانو عدلیې وزارت وايي، د دې وزارت اړوند د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسون، په ټول افغانستان کې د هندوانو د غصب شویو ځمکو د څېړنې بهیر پيل کړ. له دې وړاندې هندوانو او سیکانو له طالب چارواکو سره کتنه کې ویلي وو، چې د کابل په شمول په ځینې ولایتونو کې د دوی ډیرې ځمکې غصب شوې دي.

د طالبانو عدلیې وزارت نن په خپله وېپپاڼه کې لیکلي، چې د دې ډلې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په مرکز او ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاوو ته لارښوونه کړې ده، چې د اهل هنود هېوادوالو ځمکې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې غصب شوې او یا د جعلي وکالت لیکونو په واسطه د هغو د غصب احتمال وي، تثبیت او تشخیص کړي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د خبرپاڼې په یو برخه کې لیکلي: «زموږ هیله د اهل هنود هېوادوالو څخه دا ده چې د کمېسیون او د تخنیکي هیئت د اړتیا په صورت کې، خپل اسناد او کره معلومات له ولایتي تخنیکي هیئتونو سره شریک کړي ترڅو لازم اقدامات ترسره شي.»

د طالبانو عدلیې وزارت ټینکار کړی، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې به یې تخنیکي هیئتونه د اهل هنود هېوادوالو د ځمکو د غصب مسله په بشپړ دقت سره بررسي کړي: «ترڅو که غصب شوی وي او یا هم د غصب هڅې وجود ولري، مخنیوی یې وشي او غصب شوې ځمکې د هغو اصلي مالکانو ته راوګرځي.»

طالبان وايي د غصب شویو ځمکو له تثبیت او تشیخص وروسته، د کمېسیون له خوا بررسي کیږي او په دې هکله به لازم تصمیم ونیول شي؛ ځکه چې د لامالک ځمکې یعنې هغه ځمکې چې مالکان يې د هېواد په داخل کې حضور نه لري، حفاظت یې د نظام په غاړه دی.

څه موده وړاندې د هندوانو او سېکانو استازو د طالبانو د رییس الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې وویل، چې په کابل ښار کې د دوی ملکیتونه غصب شوي دي.
دوی د خپلو ځمکو د بېرته راګرځولو غوښتنه کوي او ټینګار کوي، چې د دوی حقوقي ستونزو ته دې د حل لاره وموندل شي.

په افغانستان کې د جهادیانو واکمنېدو سره د افغانستان مختلفو ولایتونو په تېره کابل، جلال اباد، خوست، ګردېز، مزار، غزني، هرات کې د هندوانو د ځمکو غصب او ولکه پیل او دا لږکي مهاجرت ته اړ شول.

د ۲۰۱۸ کال جولای کې چې پخوانی ولسمشر اشرف غني جلال اباد ته تللی و، د هندوانو او سیکانو استازو غوښتل د خپلو غصب شویو ځمکو له اسنادو سره نوموړی وویني، خو ښاغلي غني ته تر رسېدو مخکې پرې موټربم برید وشو.

هغه وخت باور دا و چې دا ځانمرګی هم پر سیکانو د هغو مافیايي کړیو و چې د دوی ځمکې یې غصب کړې دي.

پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو او کابل کې د دوی پر عبادتځي له برید وروسته هم ډیری اهل هنود او سیکان د افغانستان پرېښودو ته اړ شول.

پر دغو لږکیو د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې څو ځلې بریدونه شوي دي او د یو شمیر بریدونو مسوولیت هم داعش ډلې په غاړه اخیستی وه.

خو طالبانو بیا بیا دې لږکیو ته د خوندیتوب او د دوی د غصب شویو ځمکو د بیرته ګرځولو ډاډ ور کړی دی.

طالبان: تېر کال له ایران سره د افغانستان سوداګري یو نیم میلیارد ډالرو ته رسېدلې

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۰۵ GMT+۰

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، له ایران سره د افغانستان سوداګریز ارزښت تېر ميلادي کال یو میلیارد او ۷۳۹ میلیونه ډالرو ته ورسېد. د دغه وزارت ویاند وايي ایران ته د افغانستان د صادراتو ارزښت ۲۹ میلیونه ډالره او د وارداتو ارزښت یو میلیارد او ۷۱۰ میلیونه ډالره ته رسیږي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ویاند په وینا، تېل او کرنیز محصولات هغه توکي دي چې ایران يې افغانستان ته صادروي.

عبدالسلام جواد اخندزاده د ایران له ایکانوميسټ خبری اژانس سره په مرکه کې وویل: طالبان د چابهار او عباس بندرونو له لارې له ایران او نورو هیوادونو سره د سوداګرۍ د زیاتولو په لټه کې دي.

د نورو هېوادونو په څېر ایران هم طالبان په رسمیت نه پېژني، خو په تهران کې یې د افغانستان سفارت دغې ډلې ته سپارلی او دواړه لوري له یو بل سره نږدې دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري.

عبدالسلام جواد وايي طالبانو له ایران سره په خبرو کې «د سوداګرۍ په برخه کې ښه فرصتونه» ترلاسه کړي دي.

ښاغلي جواد وویل: «اوس موږ د ایران د چابهار او عباس بندرونو له لارې کومه ټرانزیټي او سوداګریزه ستونزه نه لرو.»

د ایران ایکانوميست خبري اژانس لیکلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو او ایران تر منځ د سوداګرۍ اندازه د پام وړ لوړه شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي دي، چې طالبانو د پاکستان د کراچۍ په بندر کې د ستونزو له امله د بدیل بندرونو په توګه د ایران بندرونو ته مخه کړې ده.

ایمل ولي خان: د افغان نجونو د وړیا زدکړو لپاره افغان ملالۍ انستیتیوت جوړوو

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۹ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا صوبې مشر د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت افغان نجونو ته د وړیا زدکړو لپاره د افغان ملالۍ انستیتیوت د جوړولو خبره وکړه. ایمل ولي خان د پښتونخوا په سوات کې د دغه ګوند مظاهرې ته وینا کې، په دې خواشیني وښوده چې د پښتون قام نیمايي برخه له زدکړو بې برخې ده.

هغه تر نارینه وو د ښځو تعلیم په دې ضرور وباله، چې که ښځې لوستې وي، نو راتلونکی نسل به هم لوستی وي او که ښځې نالوستې وي، نو را تلونکی نسل به هم بې سواده وي.

د ایمل ولي خان په خبره، د خدای خدمتګارو له بنسټګر باچاخان نیولې تر نن پورې دا کورنۍ او ګوند د ښځو د حقونو او زدکړو وکالت کوي: «باچا خان هغه سړی و چې له نن نه سل کاله مخکې یې زنانه خپل تحریک کې را مخ ته کړې.»

نوموړي زیاته کړه: « موږ د ښځو د حقونو لپاره یوازې غږ نه پورته کوو، بلکې عملي اقدامات کوو. پښتانه که په افغانستان یا پاکستان کې وي په درد او غم کې یې شریک یو.»

هغه د نړۍ له ګوټ ګوټ کې له پښتنو وغوښتل چې په دې برخه کې یې لاسنیوی وکړي.

پر افغانستان د طالبانو واکمنیدو پسې ګام په ګام ښځې او نجونې پر کار او زدکړو سربېره له ټولنیز ژوند هم بې برخې کېږي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واکمنېدو پسې نجونو له شپږ ټولګي پورته ښوونځي وتړل او تېر کال یې د دوی پوهنتوني زدکړې او کار هم بند کړل.

که څه هم دا ډله وايي چې د ښځو او نجونو د کار او زدکړو لپاره لایحه جوړوي، خو اوس خلک په دې باور دي چې هسې په دې ژمنو افغانان دوکه کوي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د مارچ پر اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې د نوي تعلیمي کال پیلېدو سره نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتوني زدکړو دروازې پرانیځي.