باوري سرچینې: په خوست کې د تڼیو ولسوالۍ پخوانی قوماندان د خوست ښار په څنډو کې ووژل شو

ځايی سرچینې وایي، وړمه ورځ د خوست مرکز ته څېرمه د پخواني حکومت د تڼیو پر قومندان نادر جبارخېل څو تنو موټر سپرو ډزې وکړې او هغه یې د لکڼو په سیمه کې وواژه. سرچینو ویلي، چې د جبارخېل قاتلین د تورو ښیښو په موټر کې سپاره وو او د هغه له وژلو وروسته له سیمې وتښتېدل.

که څه هم طالبانو واکمنېدو سره ټولبښنه کړې، خو وخت ناوخت په مختلفو ولایتونو کې د پخواني حکومت نظامیان وژل کېږي.