• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اصف علي زرداري د پاکستان څوارلسم ولسمشر وټاکل شو

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۱۳ GMT+۰

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د پارلمان د ۲۵۵ رایو په ګټلو سره د دغه هېواد د ۱۴ ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ښاغلي زرداري سیال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په دې ټاکنو کې د ۱۱۹ رایو په ګټلو سره ماته وخوړه.

محمود خان اڅکزی د عمران خان د ګوند او د سني اتحاد کونسل له خوا ولسمشرۍ ته نوماند شوی و.

ښاغلي اڅکزي پرون د پاکستان له ټاکنو کمېسون وغوښتل چې د ځینې مشخصو څوکیو تر برخلیک مالومېدو پورې د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوي.

د نوموړي له سیال اصف علي زرداري سره پر خپل ګوند سربېره د مسلم لیګ نواز ډلې ملاتړ هم و.

دې دواړو ګوندونو ایتلافي حکومت هم جوړ کړی، چې پکې شهباز شریف لومړی وزیر شوی دی.

د پاکستان ولسمشرۍ ته پر دې دواړو سربېره درې نورو ازادو وکیلان اصغرعلي مبارک، وحید کمال او عبدالقدوس هم ولاړ وو.

د پاکستان ټولټاکنې د تېرې میلادي میاشتې پر اتمه وشوې، چې پکې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ملاتړود ۹۲ څوکیو ګټلو سره نورو ګوندونو مخکې ده، دغه انتخابات له درغلیو ډک بولي او د پلټنو غوښتنه کوي.

تر تحریک انصاف ګوند وروسته مسلم لیګ نواز ډله د د ۷۹ څوکیو په ګټلو له پیپلز ګوند سره، چې ۵۴ پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي، د ګډ حکومت پر جوړولو هوکړه کړې ده.

د دې هوکړې له مخې، اصف علي زرداري ولسمشر او شهباز شریف لومړی وزیر شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ایمل ولي خان: د افغان نجونو د وړیا زدکړو لپاره افغان ملالۍ انستیتیوت جوړوو

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۹ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا صوبې مشر د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت افغان نجونو ته د وړیا زدکړو لپاره د افغان ملالۍ انستیتیوت د جوړولو خبره وکړه. ایمل ولي خان د پښتونخوا په سوات کې د دغه ګوند مظاهرې ته وینا کې، په دې خواشیني وښوده چې د پښتون قام نیمايي برخه له زدکړو بې برخې ده.

هغه تر نارینه وو د ښځو تعلیم په دې ضرور وباله، چې که ښځې لوستې وي، نو راتلونکی نسل به هم لوستی وي او که ښځې نالوستې وي، نو را تلونکی نسل به هم بې سواده وي.

د ایمل ولي خان په خبره، د خدای خدمتګارو له بنسټګر باچاخان نیولې تر نن پورې دا کورنۍ او ګوند د ښځو د حقونو او زدکړو وکالت کوي: «باچا خان هغه سړی و چې له نن نه سل کاله مخکې یې زنانه خپل تحریک کې را مخ ته کړې.»

نوموړي زیاته کړه: « موږ د ښځو د حقونو لپاره یوازې غږ نه پورته کوو، بلکې عملي اقدامات کوو. پښتانه که په افغانستان یا پاکستان کې وي په درد او غم کې یې شریک یو.»

هغه د نړۍ له ګوټ ګوټ کې له پښتنو وغوښتل چې په دې برخه کې یې لاسنیوی وکړي.

پر افغانستان د طالبانو واکمنیدو پسې ګام په ګام ښځې او نجونې پر کار او زدکړو سربېره له ټولنیز ژوند هم بې برخې کېږي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واکمنېدو پسې نجونو له شپږ ټولګي پورته ښوونځي وتړل او تېر کال یې د دوی پوهنتوني زدکړې او کار هم بند کړل.

که څه هم دا ډله وايي چې د ښځو او نجونو د کار او زدکړو لپاره لایحه جوړوي، خو اوس خلک په دې باور دي چې هسې په دې ژمنو افغانان دوکه کوي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د مارچ پر اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې د نوي تعلیمي کال پیلېدو سره نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتوني زدکړو دروازې پرانیځي.

په پاکستان کې نن د دغه هېواد د ۱۴م ولسمشر د ټاکلو لپاره رایې کارول کېږي

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۰۵:۴۸ GMT+۰

په پاکستان کې نن د سهار په لسو بجو د دغه هېواد د ۱۴م ولسمشر د ټاکلو لپاره د رایو کارونه پیل شوه. د پاکستان دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان ملي او صوبايي اسمبلۍ او سنا به نن د شنبې په ورځ د دغه هېواد د ۱۴م ولسمشر د ټاکنو لپاره خپلې رایې وکاروي.

د پاکستان دولتي راډیو راپور ورکړ، چې د ټاکنو لپاره رایه اچونه به د سهار په ۱۰ بجو پیل شي او د مازدیګر تر ۴ بجو پورې به روانه وي.
دغه ټاکنې د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او محمود خان اڅکزي تر منځ کېږي، چې محمود خان اڅکزی د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند له ملاتړه برخمن دی.
د پاکستان د پخواني ولسمشر عارف علوي پنځه کلنه دوره د تېر کال په سپټمبر میاشت کې پای ته ورسېده؛ خو په پاکستان کې یو ولسمشر د خپل ځای ناستي تر ټاکل کېدو پورې د اساسي قانون له مخې په خپله دنده پاتې کېږي.

اصف علي زرداري د پاکستان په پارلمان کې زیات پلویان لري او تمه کېږي، چې هغه به د خپل سیال محمود خان اڅکزي په وړاندې دغه ټاکنې وګټي.

د پاکستان په سیاسي جوړښت کې د ولسمشر څوکۍ یو تشریفاتي مقام دی؛ خو د دغه هېواد قانون ولسمشر ته دا حق هم ورکړی، چې پارلمان ړنګ کړي.

محمود خان اڅکزي د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو غوښتنه وکړه

۱۸ کب ۱۴۰۲ - ۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۰۸ GMT+۰

د سني اتحاد شورا له خوا د ولسمشرۍ لپاره نومول شوي نوماند محمود خان اڅکزي د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډېدو غوښتنه کړې ده. د پښتونخوا ملي عواي ګوند مشر اڅکزي د ټاکنو د ځنډولو لپاره د پاکستان ټاکنو کمیسیون ته لیک استولی او له رسنیو سره یې په خبرو کې هم ویلي، چې ټاکنې باید وځنډول شي.

ښاغلی اڅکزي وايي، په قومي او صوبايي پارلمان کې یو شمېر ځانګړې څوکۍ خالي دي او له همدې امله باید د انتخاباتي کالج (الېکټورل کالج) تر بشپړېدو پورې باید د ولسمشر انتخابیدل وځنډول شي.

پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري او محمود خان اڅکزی به د دې څوکۍ لپاره په ټاکنو کې سیالي کوي.

ټاکل شوې چې د لسمشرۍ ټاکنې د مارچ په نهمه د شنبې په ورځ ترسره شي.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې افغان کډوالو د ښځو سره د پیوستون نړۍواله ورځ ونمانځله

۱۸ کب ۱۴۰۲ - ۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۵۶ GMT+۰

په پلازمېنه اسلام اباد او د پېښور ښار په یو شمېر سیمو کې ګڼو افغانانو د مارچ اتمه ونمانځله او په ترڅ کې یې د یو شمېر مخکښو مېرمنو د ستایلو تر څنګ پر هغوی ډالۍ هم ووېشلې.

د اسلام اباد په بي۱۷ ښارګوټي کې لسګونه افغانانو د ښځو سره د پیوستون د نړۍوالې ورځې په پار په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د دغې ورځې نمانځنه د دوی د فرهنګ او کلتور یوه برخه ده او د دوی په وینا په هیڅ دول د خپلو دغه شان فرهنګي ارزښتونو څخه نه به شا کېدونکي دي.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مرستیال میوند عالمي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: موږ افغانان په هر حالت کې خپل فرهنګي ارزښتونه ساتو او هغو ته د قدر په سترګه ګورو، دلته افغانانو دا وپتییله، چې د خپلو افغانو کډوالو خویندو د ستایلو او نمانځنو لپاره دغه غونډه جوړه کړي او په خپل شخصي لګښت یې دغسې شانداره غونډه جوړه کړه او یو شمېر مېرمنو ته مو ډالۍ هم ورکړې.

100%


میوند عالمي دا رنګه وویل، چې د دوی شورا د ښځو سره د پیوستون د نړۍوالې ورځې تر څنګ تل د افغانستان د ویاړلو ورځو نمانځنه کړې او خپلې مخکښې افغانانې یې ستایلې او د بې‌وزلو کورنیو لاسنیوی یې هم کړی.
د دغې غونډې یوې برخه والې سلما ایوبي وايي، سره له دې چې دوی په کډوالۍ کې له کړاوونو ډک ژوند تېروي؛ خو بیا هم خپلې دودېزې ورځې نمانځي.

هغې زیاته کړه: موږ له همدغه ځایه د خپلو هغو خویندو غږ هم اوچتوو، چې دا مهال د طالبانو تر ظلم لاندې ژوند کوي او خپل غږ د طالبانو د وحشت له وېرې نه شي پورته کولای، موږ تل په اسلام اباد کې له نړۍوالو سره د خپلو هغو خویندو ستونزې شریکې کړې چې دا مهال په افغانستان کې د طالبانو له ظلمونو سره مخامخې دي.
د اسلام اباد تر څنګ د پېښور په بېلابېلو سیمو کې هم د دغې ورځې نمانځنه شوې او یو شمېر مېرمنې په کې ستایل شوې دي.
د پېښور پوهنتون د انجنییرۍ په پوهنځي کې جوړې شوې غونډې ته یو شمېر افغانانې هم وربلل شوې وې او ډالۍ هم پرې ووېشل شوې.

غیر ډېپلوماتیک عرف؛ شهباز شریف له مودي څخه مننه کړې چې هغه ته یې د نوې دندې مبارکي ورکړې

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۰۵ GMT+۰

د پاکستان نوي ټاکل شوي لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ پر خواله رسنۍ اېکس خپور کړي پیغام کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي څخه مننه کړې، چې هغه ته یې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه د بیا ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.

مودې پر اېکس خواله رسنۍ یو لڼډ پیغام کې شهباز شریف د بیا ځل ټاکل کېدو له امله مبارکې ورکړې وه.

د هند د لومړي وزیر مودي د مبارکۍ لنډ پیغام په ۲۰۲۲ کال کې د لومړي ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه د شهباز شریف د انتخابېدو وروسته د مودي د هغه وخت له پیغام سره په ښکاره تقابل کې دی.

هغه وخت مودي ویلي وو، چې هند له ترهګرۍ څخه پاکه سیمه کې سوله او ثبات غواړي.

هغه زیاته کړې وه، چې په دې توګه به "موږ وشو کولای په خپلو پرمختیایي ننګونو تمرکز وکړو او د خپلو خلکو هوساینې او سوکالۍ لپاره کار وکړو".

لومړي وزیر مودي هغه مهال شهباز شریف ته یو لیک هم استولی و. لکه څنګه چې هند هم د ټاکنو په لور روان دی، داسې ښکاري، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو غښتلتیا، د دوی د لومړیتوبونو د لیست په سر کې نه ده.

د پاکستان د مسلم ليګ (ن) له مشرانو شهباز شريف د دوشنبې په ورځ د پاکستان د تحريک انصاف ګوند د اعتراضونو سربېره چې د فېبرورۍ د اتمې نېټې په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه لګوي، د لومړي وزیر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل.

شهباز شریف په پارلمان کې د ۲۰۱ رایو په ترلاسه کولو سره خپل سیال عمر ایوب خان ته چې د تحریک انصاف له خوا یې ملاتړ کېده ماتې ورکړه.