• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډيلي بېسټ ورځپاڼه: داعش ډله به دا ځل تر پخوا ځواکمنه راپورته کیږي

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۱۶ GMT+۰

ډيلي بېسټ ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې ويلي، چې داعش ډله يو ځل بیا په افغانستان کې ځواکمنه شوې او دا ځل به تر پخوا په ځواکمن ډول را پورته شي. دغې ورځپاڼې وړاندې ويلي، چې داعش دا مهال په افغانستان کې نوي پټنځایونه موندلي او له هغه ځایه د تازه بریدونو په تکل کې ده.

په دغه راپور کې چې نن یکشنبه د (کب ۲۰مه) خپور شوی، راغلي چې داعش په عراق او سوریه کې د خپلو سیمو له لاسه ورکولو وروسته اوس په افغانستان کې امن پټنځایونه موندلي چې له هغه ځایه د زیاتېدونکو ترهګریزو بریدونو پلانونه جوړوي.

‏ورځپاڼې زياته کړې، چې د داعش ډلې له ګواښونو داسې بریښي، چې دغه ډله به د پخوا پرتله په خونړي ډول رامخته شي.

‏د دغې ورځپاڼې د راپور يوه برخه لیکي، چې د طالبانو ډلې پر ښځو له زور زیاتي سربېره د داعش ډلې د بيا را ژوندي کېدو لپاره زمينه برابره کړې.

د طالبانو ډلې لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې په ځلونو ويلي، چې دا مهال داعش او نورې وسله والې ډلې په افغانستان کې د دوی له لوري ځپل شوې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د مقاومت ملي جبهه وايي، دوه جنګیالي یې په کاپیسا ولایت وژل شوي دي

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د افغانستان د مقاومت ملي جبهې پر خواله رسنۍ اېکس خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوه جنګیالي په کاپیسا ولایت کې طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه نښته د شنبې په ورځ – د کب ۱۹ مه – د کاپیسا ولایت په ده بابا ولي ښارګوټي کې رامنځ ته شوې ده.

ویل کیږي‌، په دغه نښته کې یو شمیر طالبان هم وژل شوي او ټپیان شوي دي، خو کره شمیره یې نه ده ښودل شوې.

طالبانو د دغې نښتې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د ازادي جبهه وايي، د کابل ښار په څلورمه حوزه کې یې درې طالبان وژلي دي

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۴۹ GMT+۰

د افغانستان ازادۍ جبهې د شنبې په ورځ ویلي، چې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په تهیه مسکن څلورلارې کې یې د طالبانو پر یوې پوستې برید کې درې وسله وال وژلي.

دغه جبهې په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې په دې بريد کې د طالبانو دوه غړي ټپيان شوي هم دي.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ازادۍ جبهې په وینا، دا برید د شنبې په ورځ (د حوت ۱۹مه) د ماښام په اوو بجو تر سره شوی دی.

د ازادۍ جبهې له دې برید څخه یوه ویډیو هم خپره کړې چې په کې د چاودنې غږ اوریدل کیږي.

دغې جبهې ویلي چې طالبانو تېره اونۍ په دې پوسته کې د کابل یو شمېر اوسېدونکي د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړيتوب په تور زورولي وو.

سکای نیوز: یو شمېر بریتانوي ګرځندوی شرکتونو افغانستان ته د سفر لپاره بیا فعالیت پیل کړی

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۰۲ GMT+۰

د دوو بریتانوي ګرځندوی شرکتونو مسوولانو سکای نیوز ته ویلي، چې افغانستان ته د ګرځندویانو د تګ غوښتنې ډیرې شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د دغه هېواد وګړو ته افغانستان ته د سفر کولو په اړه خبرداری ورکړی و.

د «اګینسټ دي کومپاس» د مسافرتي شرکت بنسټګر جووان تورس وايي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې افغانستان ته یوازې درې ګرځندوې سفرونه کړي وو، خو د روان کال په پیل کې دا شمېر دوه برابره شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې پخوا به ګرځندویانو سوریې او عراق ته ترجیح ورکوله، خو د منځني ختیځ وضعیت ته په کتو ښايي افغانستان ډېر ژر "زموږ د ګرځندویې ټکټونو تر ټولو ډیر پلورونکۍ ځای شي."

د «انټميډ بورډر» شرکت چې په زړه پورې او د لاسرسي نه وړ ځايونو ته تګ راتګ کوي هم ادعا کوي چې افغانستان ته د سيلانيانو د تګ غوښتنه زياته شوې ده.

د "انټمیډ بورډر" ګرځندوې شرکت افغانستان ته خپل سفرونه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې وروسته له هغه ودرول شول، چې طالبانو افغانستان ونیوه او د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې یې دغه سفرونه بیرته پیل کړل.

د دې شرکت بنسټګر، جیمز ویلکاکس، سکای نیوز ته وویل، چې سیلانیان "غواړي داسې ځای تجربه کړي چې له کلتوري، خوړو او معمارۍ له پلوه له نورو ځایونو سره توپیر ولري."

هغه زياته کړه چې اوس د طالبانو په واکمنۍ کې سيلانيان کولى شي له هغو سيمو څخه ليدنه وکړي چې پخوا يې لیدل شوني نه و. د دې شرکت دغه مسوول ادعا کړې چې "امنیتي وضعیت په عمومي ډول ښه شوی دی."

په غزني ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار هم ادعا کړې چې دا سیمه "د نړۍوالو سیلانیانو لپاره د خوښې وړ ځای ګرځېدلی دی."

هغه زياته کړه، چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه له بېلابېلو هېوادونو څخه ٢٩٣ سيلانيانو د غزني له طبيعي ځايونو او لرغونو سيمو ليدنه کړې ده.

په تېرو دوه نيمو کلونو کې طالبانو د ښځو پر ازادۍ محدوديتونه لګولي دي او د بهرنيو هېوادونو يو شمېر وکړي هم افغانستان ته له تګ وروسته نيول شوي دي.

سره له دې هم، د دې دوو بریتانوي ګرځندوې شرکتونو چارواکو ویلي، چې لویدیځ ښځینه سیلانیانو ته اجازه ورکول کیږي چې له افغانستان څخه لیدنه وکړي.

باميان، هرات، کابل، مزارشريف او غزني هغه ځايونه دي، چې بهرني سيلانيان ترې ليدنه کوي.

د سکای نیوز د راپور له مخې، د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان ته د ننوتلو اجازه ترلاسه کول اسانه کار نه دی. په دغه راپور کې راغلي، چې په ټوله نړۍ کې یوازې یو څو افغان سفارتونه د ویزې ورکولو توان لري او افغانستان ته د سفر غوښتونکي باید په شخصي توګه د ویزې غوښتنه وکړي.

په افغانستان کې د سفر او روغتیا بیمې نشتوالی بله ستونزه ده چې دغه ګرځندوی شرکتونه ورسره مخامخ دي.

جرمني کې د ښځو د حقونو ملاتړې ډلې په نړیواله محکمه کې د طالب چارواکو د محاکمې غوښتنه کړې

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۵۷ GMT+۰

د جرمني په شتوتګارت ښار کې د افغان فعالانو یوې ډلې د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه اعتراضي غوڼډه کې په نړیواله محکمه کې د طالب چارواکو د محاکمې غوښتنه کړې ده. دغو فعالانو ویلي، چې طالبانو افغانستان «د ښځو او نجونو لپاره د جسمي او رواني شکنجې» پر ځای بدل کړی دی.

دغو فعالانو د شنبې په ورځ (د کب ۱۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو د محدودیتونو په لګولو سره ښځې د کار، زده کړو او فردي ازادۍ له حقونو بې برخې او له ټولنیز ژوند څخه یې څنډې ته کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي: "د طالبانو زندانونه له هغو ښځو ډک دي چې پرته له کوم جرم څخه شکنجه کیږي او جنسي تېری پرې کیږي."

د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت دغو د بشري او د ښځو د حقونو فعالانو د افغانستان له خلکو غوښتي، چې ښځې دې نه هېروي او د افغانستان د تاریخ په دې تور فصل کې دې د هغوی تر څنګ ودرېږي.

همدا راز، دغو فعالانو له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو هم وغوښتل چې په افغانستان کې دې «جنسیتي تبعیض» د جرم په توګه وپېژني او له عاملینو سره دې یې قانوني چلند وکړي. دوی په نړۍواله محکمه کې د طالب چارواکو د محاکمې غوښتنه وکړه او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې له افغان مېرمنو سره دې په «صادقانه» توګه ودریږي او د هغوی غږ دې واوري.

دغو معترضو فعالانو په کابل کې د يوناما له دفتره هم وغوښتل چې د طالبانو له زندانه د منیژه صديقي او نورو ښځينه بنديانو د خلاصون لپاره کار وکړي.

د جرمني په شتوتګارت ښار کې د ښځو د حقونو فعالانو د اعلامیې په وروستۍ برخه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره دې له تعامله ډډه وکړي. دوی د طالبانو په رسمیت پېژندنه د «نړۍوال تروریزم» په رسمیت پېژندنه بللې ده.

سرچینه: د خوست په علیشیرو ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۶ GMT+۰

سیمه ییزو سرچینو افغان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې نن شنبه نږدې ټوله ورځ د خوست د علیشیرو ولسوالۍ په ببرک خان تڼې سیمه کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې وې.

دسرچينو په وینا، دغه نښتې په ببرک خان تڼي سيمه کې دپاکستاني ځواکونو لخوا د پوځي تاسيساتو دجوړولو وروسته پيل شوي دي.

ځينو پاکستاني سرچینو بیا ویلي ، چې جګړه د طالبانو له خوا پيل شوې او پاکستاني ځواکونو يې ځواب ورکړی دی.

پاکستاني سرچینو ویلي، چې په دغه جګړه کې دوه پاکستاني سرتیري ټپیان شوي او د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دی ترلاسه شوی.

طالبانو او پاکستاني چارواکو په رسمي ډول په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.