قطري چارواکي: که د حماس مشران د اوربند مخالفت وکړي له دغه هېواده به و اېستل شي

وال سټریټ ژورنال د قطري چارواکو له قوله لیکلي، چې که د حماس ډلې مشران د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو او په غزه کې د اوربند له هوکړې سره مخالفت وکړي، له دې هېواده به و اېستل شي.