• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ وايي، شمالي وزیرستان کې یې د عملیاتو پرمهال ۱۳ وسله والو ته مرګژوبله اړولې

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۳۵ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايي، د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمه شمالي وزيرستان کې یې د عملیاتو په مهال ۱۰ وسله وال وژلي او درې نور یې ټپيان کړي. د پوځ رسنیزې څانګې ويلي، دغه عملیات یې تېره ورځ شنبه د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کړي او له وژل شویو یې یو شمېر وسلې هم نېولې.

د پاکستان پوځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه هم شوې، چې په پایله کې یې ۱۰ وسله وال وژل شوي.

ټي ټي پي په دې اړه لا څه نه دي ويلي.

د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو وسله والو په سیمه کې د دولتي کارکوونکو او پولیسو په وژنو کې لاس درلود او په سیمه کې یې امنیتي خنډونه رامنځته کړي وو.

په شمالي وزیرستان کې په ټي ټي پي پورې تړلې د حافظ ګل بهادر ډله فعاله ده او ډیر کله د پاکستان پر پوځ او پولیسو بریدونه کوي.

پوځ وايي، اوس هم په دغې سیمه کې په ترهګرو پسې د پلټنې عملیات روان دي.

په سیمه کې خبریال او د حالاتو څارونکي لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته ویلي چې په پاکستان کې تر سیاسي بدلون وروسته، د دغه هيواد پوځ په خیبرپښتونخوا ایالت کې پوځي عملیات ډیر کړي او وسله وال په نښه کوي.

په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونو او چاودنو یو ځل بیا زور اخیستی او وخت نا وخت په پاکستاني پوځ او پولیسو وسله وال بریدونه او چاودنې کیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سرچینه: د خوست په علیشیرو ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۶ GMT+۰

سیمه ییزو سرچینو افغان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې نن شنبه نږدې ټوله ورځ د خوست د علیشیرو ولسوالۍ په ببرک خان تڼې سیمه کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې وې.

دسرچينو په وینا، دغه نښتې په ببرک خان تڼي سيمه کې دپاکستاني ځواکونو لخوا د پوځي تاسيساتو دجوړولو وروسته پيل شوي دي.

ځينو پاکستاني سرچینو بیا ویلي ، چې جګړه د طالبانو له خوا پيل شوې او پاکستاني ځواکونو يې ځواب ورکړی دی.

پاکستاني سرچینو ویلي، چې په دغه جګړه کې دوه پاکستاني سرتیري ټپیان شوي او د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دی ترلاسه شوی.

طالبانو او پاکستاني چارواکو په رسمي ډول په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

حوثي جنګیالیو په سور سمندرګي کې پر یوې سوداګریزې او امریکايي پوځي بیړیو برید کړی

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۰

امریکايي او فرانسوي ځواکونو د شنبې په ورځ د ایران له ملاتړه برخمنې حوثي ډلې لسګونه بې پیلوټه الوتکې وروسته له هغه ویجاړې کړې چې دغې ډلې د عدن په خلیج کې پر یوې بار وړونکې او څو امریکايي پوځې بیړیو بریدونه کړي.

حوثي ډلې د نومبر له میاشتې راهیسې په غزې د اسراییلو د بریدونو په غبرګون کې او د فلسطینیانو سره د خپل پیوستون ښودلو په موخه، په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو بیړیو بریدونه پیل کړي دي.

د دغې ډلې یو پوځي ویاند یحیی ساریه د شنبې په ورځ په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل، چې دوی د ۳۷ بې پیلوټه الوتکو پر مټ په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې یوه بار وړونکې بیړۍ او د امریکا یو شمېر جنګي بېړۍ په نښه کړې دي.

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام د شنبې په ورځ ویلي، چې د امریکا سمندري بیړیو او الوتکو په سور سمندرګي کې د حوثیانو ۱۵ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.

سینټکام پر اېکس خواله رسنۍ خپرې کړې اعلامیه کې ویلي،‌ چې په محلي وخت د سهار ۰۴:۰۰ نه تر ۰۶:۳۰ بجو یې په عدن خلیج او سور سمندرګي کې د حوثې ډلې د لوی کچې برید ځواب کړی دی.‌

په دغه اعلامیه کې راغلي چې دغو بې پیلوټو الوتکو هڅه کوله چې په سیمه کې سوداګریزې بیړۍ، د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو او ایتلافي بیړیو ته "یو احتمالي ګواښ" رامنځ ته کړي.

د فرانسې د پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د فرانسې یوې جنګي بېړۍ او جنګي جټ الوتکو څلور جنګي بې پیلوټه الوتکې رانسکورې کړي چې په سیمه کې د اروپايي ماموریت اړوندو کښتیو په لور روانې وې.

اسراییل په رفح کې پر یو استوګنېز برج برید کړی

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۰

د سیمې د اوسیدونکو په وینا، اسراییل د شنبې په ورځ د غزې په سویل رفح ښار کې د استوګنې یو ترټولو لوی برج په نښه کړی. اسراییل د غزې په سویل کې په هغه وروستۍ سیمه پوځي فشار ډیر کړی چې تر اوسه یې نه ده اشغال کړې. په دغه سیمه کې شاوخوا یو میلیون فلسطینیانو له جګړې پناه اخیستې ده.

دغه ۱۲ پوړیزه ودانۍ، چې له مصر سره له پولې شاوخوا ۵۰۰ متره لرې موقعیت لري، د اسراییل په برید کې زیانمنه شوې او له امله یې په لسګونو کورنۍ بې کوره شوې.

د سیمې د اوسیدونکو په وینا، په دغه برید کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. د اسراییلو پوځ سمدستي د پیښې په اړه له تبصرې ډډه کړې ده.

د دغه برج له ۳۰۰ اوسیدونکو څخه یو یې رویټرز خبري اژانس ته ویلي،‌ چې اسراییل دوی ته شپه مهال ۳۰ دقیقې وخت ورکړی و چې له دغې ودانۍ څخه ووځي.

محمد النبریس وویل: "خلک حیران شول، ځینې له زینو ښکته کیدل، ځینې رالویدل، یوه ګډوډي جوړه شوه. خلکو خپل مالونه او پیسې پرېښودې او ووتل."

محمد النبریس زیاته کړه، چې د رامنځ ته شوې ګډوډی پر مهال په ځینو کې لویدلو کسانو کې د هغه د ملګري میندواره میرمن هم وه.‌

په رفح ښار یو فلسطېیني چارواکي ویلي، چې دغه برید د اسراییل د یرغل نښه کیدای شي.

په غزه کې د اسراییلو د ویجاړونکو هوايي او ځمکنیو بریدونو نه د پنځو میاشتو په تیریدو سره، د غزې روغتیايي چارواکو وايي، چې نږدې ۳۱۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي او تر ۷۲ زره او۵۰۰ډیر نور ټپیان شوي، په داسې حال کې چې زرګونه نور د نړیدلو وړانیو لاندې شوي دي.

اصف علي زرداري د پاکستان څوارلسم ولسمشر وټاکل شو

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۱۳ GMT+۰

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د پارلمان د ۲۵۵ رایو په ګټلو سره د دغه هېواد د ۱۴ ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ښاغلي زرداري سیال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په دې ټاکنو کې د ۱۱۹ رایو په ګټلو سره ماته وخوړه.

محمود خان اڅکزی د عمران خان د ګوند او د سني اتحاد کونسل له خوا ولسمشرۍ ته نوماند شوی و.

ښاغلي اڅکزي پرون د پاکستان له ټاکنو کمېسون وغوښتل چې د ځینې مشخصو څوکیو تر برخلیک مالومېدو پورې د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوي.

د نوموړي له سیال اصف علي زرداري سره پر خپل ګوند سربېره د مسلم لیګ نواز ډلې ملاتړ هم و.

دې دواړو ګوندونو ایتلافي حکومت هم جوړ کړی، چې پکې شهباز شریف لومړی وزیر شوی دی.

د پاکستان ولسمشرۍ ته پر دې دواړو سربېره درې نورو ازادو وکیلان اصغرعلي مبارک، وحید کمال او عبدالقدوس هم ولاړ وو.

د پاکستان ټولټاکنې د تېرې میلادي میاشتې پر اتمه وشوې، چې پکې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ملاتړود ۹۲ څوکیو ګټلو سره نورو ګوندونو مخکې ده، دغه انتخابات له درغلیو ډک بولي او د پلټنو غوښتنه کوي.

تر تحریک انصاف ګوند وروسته مسلم لیګ نواز ډله د د ۷۹ څوکیو په ګټلو له پیپلز ګوند سره، چې ۵۴ پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي، د ګډ حکومت پر جوړولو هوکړه کړې ده.

د دې هوکړې له مخې، اصف علي زرداري ولسمشر او شهباز شریف لومړی وزیر شو.

ایمل ولي خان: د افغان نجونو د وړیا زدکړو لپاره افغان ملالۍ انستیتیوت جوړوو

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۹ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا صوبې مشر د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت افغان نجونو ته د وړیا زدکړو لپاره د افغان ملالۍ انستیتیوت د جوړولو خبره وکړه. ایمل ولي خان د پښتونخوا په سوات کې د دغه ګوند مظاهرې ته وینا کې، په دې خواشیني وښوده چې د پښتون قام نیمايي برخه له زدکړو بې برخې ده.

هغه تر نارینه وو د ښځو تعلیم په دې ضرور وباله، چې که ښځې لوستې وي، نو راتلونکی نسل به هم لوستی وي او که ښځې نالوستې وي، نو را تلونکی نسل به هم بې سواده وي.

د ایمل ولي خان په خبره، د خدای خدمتګارو له بنسټګر باچاخان نیولې تر نن پورې دا کورنۍ او ګوند د ښځو د حقونو او زدکړو وکالت کوي: «باچا خان هغه سړی و چې له نن نه سل کاله مخکې یې زنانه خپل تحریک کې را مخ ته کړې.»

نوموړي زیاته کړه: « موږ د ښځو د حقونو لپاره یوازې غږ نه پورته کوو، بلکې عملي اقدامات کوو. پښتانه که په افغانستان یا پاکستان کې وي په درد او غم کې یې شریک یو.»

هغه د نړۍ له ګوټ ګوټ کې له پښتنو وغوښتل چې په دې برخه کې یې لاسنیوی وکړي.

پر افغانستان د طالبانو واکمنیدو پسې ګام په ګام ښځې او نجونې پر کار او زدکړو سربېره له ټولنیز ژوند هم بې برخې کېږي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واکمنېدو پسې نجونو له شپږ ټولګي پورته ښوونځي وتړل او تېر کال یې د دوی پوهنتوني زدکړې او کار هم بند کړل.

که څه هم دا ډله وايي چې د ښځو او نجونو د کار او زدکړو لپاره لایحه جوړوي، خو اوس خلک په دې باور دي چې هسې په دې ژمنو افغانان دوکه کوي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د مارچ پر اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې د نوي تعلیمي کال پیلېدو سره نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتوني زدکړو دروازې پرانیځي.