کاناډا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د پای ته رسېدو لسمه کلیزه ونمانځله

په افغانستان کې د کاناډا د دیارلس کلن ماموریت د پای ته رسېدو لسمه کلیزه په اوتاوا کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. د کاناډایي رسنیو د راپور له مخې، په دغو مراسمو کې د کاناډا پوځي چارواکو او د قربانیانو کورنیو هم برخه اخیستې وه.