• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران او طالبانو د ځمکې د لارې د لېږد رالیږد د همکارۍ سند لاسلیک کړ

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۱۳ GMT+۰

د ایران د لویو لارود تنظیم د نړۍوال ټرانسپورت دفتر مشر جواد هدایتي ویلي، چې د ایران او طالبانو ترمنځ د ترانزیټ په برخه کې د همکاریو سند لاسلیک شوی دی. تسنیم خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) خبر ورکړی، چې ښاغلي هدایتي له طالبانو سره د دغه سند د محتوا په اړه خبرې کړې دي.

د دغه راپور له مخې؛ جواد هدایتي د ایران پر ارادې د دواړو هېوادونو د اقتصادی اړیکو د پراختیا، د ټرانزیټي دهلیزونو د پیاوړتیا او د سیمې د نورو هېوادونو لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د لاس رسي د اسانتیاو د برابرولو لپاره د هرات-مزار شریف د سړکونو د بشپړولو په اهمیت ټینګار وکړ.

د ایران دغه چارواکي هم د چابهار بندر د کارولو په اړه د طالبانو د پرېکړې هرکلی کړی دی.

په ورته وخت کې هغه د چابهار له بندر او ګډو پولو څخه د افغان سوداګرو د مالونو د لېږد رالېږد په برخه کې د همکارۍ او اسانتیا په موخه د ایران د ټرانزيټ او ټرانسپورټ سازمان چمتووالی اعلان کړ.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر حمیدالله اخوندزاده او د ایران یوه پلاوي څو ورځې وړاندې په کابل کې سره وکتل او د یوه نړۍوال سړک د جوړولو په برخه کې یې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه پلاوی دوه اړخیزه هوکړې ته د رسېدو په موخه کابل ته راغلی و.

ایران او د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت تر اوسه د دې هوکړې جزییات نه دي خپاره کړي.

ایران د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو له دې ډلې سره ډېپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري او په تهران کې یې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې؛ تېر کال له ایران سره د دغې ډلې د سوداګرۍ ارزښت یو میلیارد او ۷۳۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو سترې محکمې یو ځل بیا په پروان کې څلور تنه په درو ووهل

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۹ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په پروان کې يې څلور تنه د "غلا" په تور په درو وهلي دي. دغې محکمې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له دغو کسانو هر یوه ته د ۳۹ درو او شپږ کاله تنفیذي بند سزا اورول شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) په خپله خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغو څلورو کسانو د وهلو سزا د جمعې په ورځ ( د کب ۱۸مه) عملي شوه.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ؛ دغو کسانو ته د سزا حکم د پروان ولایت د طالبانو د جنايي محکمې له خوا صادر شوی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د دې سزا د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه نور څه نه دي ویل شوي.

د پنجشنبې په ورځ هم دغې محکمې په هلمند کې څلور تنه په بېلابېلو تورونو محکوم کړل.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له رسېدو وروسته بدني مجازات بیا پیل شول.

د بدني او عامه مجازاتو د بندولو لپاره د نړۍوالو له غوښتنو سره - سره دې ډلې د تورنو کسانو بدني او عامه مجازاتو ته دوام ورکړی دی.

د اسراییلي ځواکونو په برید کې ۸۵ تنه فلسطینیان وژل شوي او د مړو شمېر له ۳۱ زرو واوښت

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۰۳ GMT+۰

د غزې روغتیا يي چارواکو اعلان وکړ، چې په غزه کې د اسراییل د روانو بریدونو په پایله کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۵ تنه فلسطینیان وژل شوي او ۱۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې پر غزې د اسراییلي یرغل په پایله کې ۳۱ زره ۴۵ فلسطینیان وژل شوي او ۷۲ زره ۶۵۴ نور ټپیان شوي دي.

دغه اداره زیاتوي، چې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو ۷۲ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.

په دې وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو اړوند یوې ادارې ویلي، چې د غزې په محاصره شوې سیمه کې د اسراییل په روانو بریدونو کې هره ورځ په اوسط ډول ۶۳ ښځې وژل کېږي.

د انروا په وینا؛ هغه مېرمنې چې هره ورځ مړې کیږي په ډله کې یې ۳۷ مېندې شاملې دي.

ابراهیم صدر: مسوولین باید له مخکنیو تجربو ګټه واخلي او لومړی ځان، ملګري او کورنۍ اصلاح کړي

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۳۲ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ابراهیم صدر وايي، چې طالب مسوولین باید له مخکنیو تجربو ګټه واخلي او لومړی ځان، ملګري او بیا خپلې کورنۍ اصلاح کړي.

ابراهیم صدر دا څرګندونې نن یکشنبې د ننګرهار ولایت مقام ودانۍ کې د ختیځو ولایتونو طالب چارواکو ته په یوې امنیتي ناسته کې کړي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر نن یکشنبې (د کب ۲۰مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ابراهيم صدر د ختيځ زون د طالبانو واليانو، مرستيالانو، امنيه قوماندانانو، د استخباراتو ریيسانو، د ۲۰۱ خالد بن وليد قل اردو منسوبينو او نورو مسوولینو سره د همغږۍ په موخه غونډه وکړه.

ابراهیم صدر د خپلې وینا پر مهال طالب چارواکو ته وویل، چې د ولس د اصلاح لپاره کار وکړي او هڅه وکړي چې ولس ته صادقانه خدمت وکړي.

هغه د وینا په یوه برخه کې وویل: "مسووليت امانت دی او له هر مسوول څخه به په دنيا او اخرت کې د ده د کړنو پوښتنه کيږي؛ نو بايد ټول خپلو مسوولیتونو ته پام وکړي او په اخلاص سره يې تر سره کړي."

ابراهیم صدر په وروستیو کې له پخوا څخه ډېر فعال شوی دی او په لنډ وخت کې یې څو ولایتونو ته سفرونه وکړل.

ابراهیم صدر یو ځواکمن طالب چارواکی دی، چې ملا هبت الله ته نېږدې کس بلل کیږي.

صدر چې د ایران د انقلابي ګارډ قول اردو ته له نېږدې کسانو څخه هم شمېرل کیږي، هغه له دې وړاندې ویلي وو، چې د طالبانو د نظام د بقا لپاره، دوی باید د مولوي هبت الله په اطاعت کې "ثابت" وي.

ابراهیم صدر د طالبانو یو له مهمو امنیتي شخصیتونو څخه دی، چې په رسنیو کې ډېر کم راڅرګندیږي.

طالبانو د هغه عکس نه دی خپور کړی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني ريیس رحمت الله نبیل ابراهیم صدر او قیوم ذاکر د ایران د سپاه پاسداران له نېږدې کسانو څخه بللي دي.

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې سبا دوشنبه روژه نه ده

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۰۹ GMT+۰

په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې نن یکشنبه د (کب ۲۰مه) اعلان وکړ، چې سبا دوشنبه روژه نه ده. د دوی په خبره، چې د سترې محکمې د هلال کمېټه به سبا دوشنبه د روژې پرېکړه کوي.

د سترې محکمې د خبر له مخې، چې د هلال کمېټه به سبا دوشنبه د روژې د لومړۍ ورځ د معلومولو لپاره ناسته وکړي.

د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو سترې محکمې په ولايتونو کې اړوند د هلال ولايتي کمېټو ته دنده سپارلې، چې د مياشتې د ليدو لپاره تیاری ونيسي.

افغانستان وړاندې د سعودي عربستان سره یو ځای روژه او اختر کاوه؛ دا ځکه، چې په سعودي عربستان کې مياشت تر افغانستان مخکې ښکاره کيږي.

طالبان واک ته په رسېدو تر ډېره د خپلو پرېکړو له مخې د روژې او اختر لومړۍ ورځ ټاکي.

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت هم د روژې په مياشت کې دولتي کارکوونکو ته کاري مهالوېش اعلان کړی.

دغه وزارت په يوه مکتوب کې مامورينو ته د کار د شروع وخت د سهار له ۹ بجو بیا د ماسپښين تر ۲ بجو ټاکلی.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ويلي، چې توليدي بنسټونه، دايمي فعال سکتورونه، روغتيايي مرکزونه، د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو بنسټونه د خپل کاري مهالوېش له مخې دندې تر سره کولای شي.

نایجیریا کې وسله والو له ښوونځي ۱۵ زده کوونکي وتښتول

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۵۳ GMT+۰

وسله وال کسان د نایجریا په شمال لویدیځ کې یوه ښوونځي ته ننوتلي او ۱۵ ماشومان یې وتښتول. پولیسو ویلي دي، چې دا پېښه د شنبې په سهار شاوخوا ۴۸ ساعته وروسته هغه مهال رامنځته شوه، چې ۲۸۷ تنه نور محصلین یرغمل شوي.

د رویټرز خبري اژانس د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د ښوونځي مالک لیمان ابوبکر باکوسو وویل، چې وسله وال د ګیدان باکوسو په سوکوتو کلي کې ښوونځي ته ننوتل او په پرله پسې ډول یې ډزې پیل کړې، چې د پولیسو له رسېدو دمخه یې ۱۵ ماشومان وتښتول.

د دغه رپوټ له مخې؛ د سوکوتو د پولیسو ویاند احمد روفاعي تایید کړې ده، چې وسله والو په سیمه ییز وخت د سهار په یوه بجه د ګیدان باکوسو په کلي کې په یوه اسلامي ښوونځي حمله وکړه او ۱۵ تنه زده کوونکي یې وتښتول.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

روفاعي وويل، چې په سيمه کې د لارو بندېدل او د ژغورنې عمليات له ننګونو سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه: "دا یو لېرې پروت کلی دی، چې موټر نه شي تلای، پولیس باید په موټرسایکل کلي ته ولاړ شي."

پولیسو وویل، په نایجیریا کې د ښوونځي تښتونه معمول دي، په ځانګړې توګه له هغه وخته چې اسلامپالو اورپکو په ۲۰۱۴ کال کې په بورنو ایالت کې د ښوونځي له ۲۰۰ زیاتې نجونې وتښتولې، چې نړۍ ټکان وخوړه.

د پولیسو په وینا؛ وسله والو ډلو له هغه وخت راهیسې د ښوونځي زده کونکي د باجګیرۍ لپاره تښتولي او تر اوسه یې لږ تر لږه ۱۴۰۰ تنه تښتولي دي.

دوه ورځې وړاندې د نایجریا په شمال لویدیځ کې د کادونا په ایالت کې د ښوونځي ۲۸۷ زده کوونکي په موټرسایکل سپاره وسله والو وتښتول. په تښتول شویو کسانو کې لږ تر لږه ۱۰۰ ماشومان هم شامل دي، چې عمرونه یې تر ۱۲ کلونو پورې دي.