• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ابراهیم صدر: مسوولین باید له مخکنیو تجربو ګټه واخلي او لومړی ځان، ملګري او کورنۍ اصلاح کړي

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۳۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ابراهیم صدر وايي، چې طالب مسوولین باید له مخکنیو تجربو ګټه واخلي او لومړی ځان، ملګري او بیا خپلې کورنۍ اصلاح کړي.

ابراهیم صدر دا څرګندونې نن یکشنبې د ننګرهار ولایت مقام ودانۍ کې د ختیځو ولایتونو طالب چارواکو ته په یوې امنیتي ناسته کې کړي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر نن یکشنبې (د کب ۲۰مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ابراهيم صدر د ختيځ زون د طالبانو واليانو، مرستيالانو، امنيه قوماندانانو، د استخباراتو ریيسانو، د ۲۰۱ خالد بن وليد قل اردو منسوبينو او نورو مسوولینو سره د همغږۍ په موخه غونډه وکړه.

ابراهیم صدر د خپلې وینا پر مهال طالب چارواکو ته وویل، چې د ولس د اصلاح لپاره کار وکړي او هڅه وکړي چې ولس ته صادقانه خدمت وکړي.

هغه د وینا په یوه برخه کې وویل: "مسووليت امانت دی او له هر مسوول څخه به په دنيا او اخرت کې د ده د کړنو پوښتنه کيږي؛ نو بايد ټول خپلو مسوولیتونو ته پام وکړي او په اخلاص سره يې تر سره کړي."

ابراهیم صدر په وروستیو کې له پخوا څخه ډېر فعال شوی دی او په لنډ وخت کې یې څو ولایتونو ته سفرونه وکړل.

ابراهیم صدر یو ځواکمن طالب چارواکی دی، چې ملا هبت الله ته نېږدې کس بلل کیږي.

صدر چې د ایران د انقلابي ګارډ قول اردو ته له نېږدې کسانو څخه هم شمېرل کیږي، هغه له دې وړاندې ویلي وو، چې د طالبانو د نظام د بقا لپاره، دوی باید د مولوي هبت الله په اطاعت کې "ثابت" وي.

ابراهیم صدر د طالبانو یو له مهمو امنیتي شخصیتونو څخه دی، چې په رسنیو کې ډېر کم راڅرګندیږي.

طالبانو د هغه عکس نه دی خپور کړی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني ريیس رحمت الله نبیل ابراهیم صدر او قیوم ذاکر د ایران د سپاه پاسداران له نېږدې کسانو څخه بللي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې سبا دوشنبه روژه نه ده

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۰۹ GMT+۰

په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې نن یکشنبه د (کب ۲۰مه) اعلان وکړ، چې سبا دوشنبه روژه نه ده. د دوی په خبره، چې د سترې محکمې د هلال کمېټه به سبا دوشنبه د روژې پرېکړه کوي.

د سترې محکمې د خبر له مخې، چې د هلال کمېټه به سبا دوشنبه د روژې د لومړۍ ورځ د معلومولو لپاره ناسته وکړي.

د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو سترې محکمې په ولايتونو کې اړوند د هلال ولايتي کمېټو ته دنده سپارلې، چې د مياشتې د ليدو لپاره تیاری ونيسي.

افغانستان وړاندې د سعودي عربستان سره یو ځای روژه او اختر کاوه؛ دا ځکه، چې په سعودي عربستان کې مياشت تر افغانستان مخکې ښکاره کيږي.

طالبان واک ته په رسېدو تر ډېره د خپلو پرېکړو له مخې د روژې او اختر لومړۍ ورځ ټاکي.

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت هم د روژې په مياشت کې دولتي کارکوونکو ته کاري مهالوېش اعلان کړی.

دغه وزارت په يوه مکتوب کې مامورينو ته د کار د شروع وخت د سهار له ۹ بجو بیا د ماسپښين تر ۲ بجو ټاکلی.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ويلي، چې توليدي بنسټونه، دايمي فعال سکتورونه، روغتيايي مرکزونه، د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو بنسټونه د خپل کاري مهالوېش له مخې دندې تر سره کولای شي.

طالبان: لسګونه زره بې ځایه شوې کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته د ستنېدو په تمه دي

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو چارو مرستیال وویل، چې لسګونه زره داخلي بې ځایه شوې کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته ستنیدو ته چمتو دي. عبدالرحمن راشد دغه موضوع د یکشنبې په ورځ (د کپ ۲۰مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له یوې مسوولې ګلریا لازیک سره په کتنه کې مطرح کړه.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ په کابل کې دي؛ خو دا یې نه ده څرګنده کړې، چې د دوی «اصلي سیمې» چیرته دي.

راشد زیاته کړه، دوی انتظار باسي چې خپلو اصلي سیمو ته ولیږدول شي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه طالب چارواکي خپلو سیمو ته د دغو کډوالو د لېږد په اړه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مرکزي دفتر سره خبرې کړې دي.

خبرپانه زیاتوي، چې د طالبانو د کډوالو چارو مرستیال له مرستندویه ادارو او بنسټونو غوښتي، چې خپلو اصلي سیمو ته د کډوالو په لیږد کې همکاري وکړي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، د ملګرو ملتونو دغه چارواکي په دې ناسته کې ویلي، چې د کډوالو په لېږدولو کې به همکاري وکړي.

د کډوالو چارو وزارت په تېر حکومت او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د سلګونو زرو کورنیو بې ځایه شویو په اړه خبرې کړې او له نړیوالو بنسټونو یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

له پاکستان څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو له ویستلو وروسته د داخلي بې ځایه شویو سربیره، ډیری دغه کډوال هم په موقتي کمپونو کې ژوند کوي. په دغو کمپونو کې ځینې یې د کابل په شاوخوا کې جوړ شوي دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وسله والو برید کې دوه افغانان ووژل شول

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۲ GMT+۰

د پاکستان پولیسو وویل، چې په کراچۍ ښار کې د وسله والو په برید کې دوه افغان وګړي وژل شوي دي. پولیسو ویلي دي، چې د دې برید قربانیان دوه وروڼه وو، چې د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو ووژل شول.

د پاکستان رسنۍ ډان خبر ورکړی، چې دغه دوه وروڼه د جمعې په ماښام (د کب ۱۸مه) په یوه هدفي برید کې وژل شوي دي.

د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي شفیق صدیقي رسنیو ته ویلي، چې د دغه برید قربانیان په سهراب ګوټ کې اوسېدل.

د دغه پاکستاني چارواکي په وینا دوو افغان وروڼو غوښتل د واده د مراسمو لپاره موټر کرایه کړي؛ چې د دوو موټرسایکل سپرو له خوا پرې برید وشو.

پولیسو رسنیو ته ویلي، چې ښايي دا برید د دې کسانو د لوټلو لپاره شوی وي.

د راپورونو له مخې د پېښې د قربانیانو جسدونه د معایناتو لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

ډان ورځپاڼې د "عيني شاهدانو" له خولې ليکلي، چې ظاهرا بریدګر هم افغانان وو. پاکستاني پولیسو ویلي، چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د ایران پوځي چارواکی: «ترهګرو» غوښتل د افغانستان له پولو ایران ته ننوځي

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۵۴ GMT+۰

د سوېلي خراسان د پوله ساتونکو قوماندان حسین دهکي وايي، د افغانستان پر پوله د سې شنبې ورځې په جګړې کې لس «ترهګر» ښکېل وو چې له جګړې وروسته افغانستان ته تښتېدلي. صدا و سيما اژانس د ښاغلي دهکي له خولې ليکلي، چې ايران طالبانو ته د دې پېښې په اړه خپل سخت احتجاج څرګند کړی.

دغه ایراني چارواکي څرګنده نه کړه، هغه کسان چې دوی «ترهګر» بللي دي، له کومې ډلې سره تړاو لري.

د سې شنبې په ورځ دولتي خبري اژانس ایرنا دغه کسان د «مخدره توکو د قاچاقبرانو» په توگه یاد کړي وو.

د ایران د پولو ساتو ځواکونو قوماندان له څو ورځو وروسته د دغې پیښې په اړه نوي جزیات وړاندې کړل.

د سوېلي خراسان د پوله ساتونکو قوماندان څرګنده کړه: «يوې ترهګرې ډلې د سې شنبې په ورځ د کب ۱۵مه نيټه پلان درلود چې دغه هيواد ته ننوځي؛ خو د پوله ساتونکو له خوا له مقاومت سره مخامخ شول او وسلې، مهمات او د ترهګریز وسایل یې پاتې شول او دوی د افغانستان خاورې ته وتښتيدل.»

د ایران پوله ساتو ځواکونو په دغه نښته کې د ایران د پوله ساتو ځواکونو د یوې پوستې د قوماندان وژل کېدو پخلی کړی.

په ورته وخت کې، حسین دهکي داد له طالب چارواکو سره د ایران د پوله ساتو ځواکونو د ناستې خبر ورکړی دی.

هغه وویل چې د ایران د پوله ساتو ځواکونو او د طالبانو ترمنځ په لیدنه کې «ایران له خپل لوري سخت احتجاج واوراوه.»

د ایران پولو ساتونکو له طالبانو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې دغه ډله «مجبوره ده چې د ګډو پولو ساتنه او پالنه وکړي».

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د روژې په را رسېدو د ګرانۍ اندېښنې؛ طالبان وايي د خوراکي توکو بیې به مهار کړي

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۳۸ GMT+۰

د روژې میاشتې په رارسېدو سره د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ډېر شمېر ولایتونو کې يو ځل بيا د خوراكي توكو بيې لوړې شوې دي. دا مهال د افغانستان اکثر اوسېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

یو شمېر كابل ښاريانو له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ووېل، چې هر کال د روژې میاشتې له را رسېدو مخکې د خوراکي توکو بیې لوړیږي، سوداګر او هټېوال هڅه کوي، چې د روژې په مياشت كې ډېره ګټه وكړي.

فرحناز سروري افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته وويل چې روژه لا پیل شوې نه ده په بازار کې د توکو بیې دومره لوړې شوې چې تصور یې نکیږي.

هغه وړاندې وايي که دا حالت همداسې دوام وکړي خلک به د لوږې له ګواښ سره مخ شي.
طالبان وايي، هڅه کوي چې د خوراکي توکو بیې مهار کړي.
د طالبانو د کابل ښاروالۍ مسوولانو، د سوداګرۍ، مالیې، عدلیې، کورنیو چارو وزارتونو، استخباراتو، د افغانستان بانک ریاستونو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د بېلابېلو صنفي ټولنو استازو د بیو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي ګډ کمیسیون د نرخپاڼو د جوړولو په موخه غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د مهار، د خوراکي توکو د بیو د کمولو لپاره د تګلارې په جوړېدو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د خوراکي توکو د واردولو د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې اترې شوې.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د یادو مسوولانو په حواله لیکلي، اوسمهال چې پر خوراکي توکو لګېدلي بندیزونه لرې شوي او د بهرنیو اسعارو بیه راټيټه شوې، نو پلورونکي باید د افغانستان د خلکو اقتصادي شرایط په پام کې ونیسي.
د کابل ښار یو اوسیدونکی حشمت الله وایي، چې د ناوړه اقتصادي وضعیت او په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي له امله تر اوسه پورې نه دی توانیدلی چې د روژې لپاره خوراکي توکي وپيري.
نوموړی وایي، که د طالبانو حکومت له خوا بیې کنټرول نه شي د سږکال روژه به د افغانانو لپاره ډېره سخته وي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د زرګونو هېوادوالو وزګارېدل، اقتصادي ځوړه، د بهرنیانو د مرستو کمېدل، د مالیو لوړېدل او نړۍ له ډېرو هېوادونو سره د افغانستان د راکړې ورکړې کمېدل هغه څه دي چې د افغانستان د خلکو ژوند یې له اقتصادي پلوه اغېزمن کړی دی.