• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روژې په را رسېدو د ګرانۍ اندېښنې؛ طالبان وايي د خوراکي توکو بیې به مهار کړي

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۳۸ GMT+۰

د روژې میاشتې په رارسېدو سره د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ډېر شمېر ولایتونو کې يو ځل بيا د خوراكي توكو بيې لوړې شوې دي. دا مهال د افغانستان اکثر اوسېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

یو شمېر كابل ښاريانو له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ووېل، چې هر کال د روژې میاشتې له را رسېدو مخکې د خوراکي توکو بیې لوړیږي، سوداګر او هټېوال هڅه کوي، چې د روژې په مياشت كې ډېره ګټه وكړي.

فرحناز سروري افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته وويل چې روژه لا پیل شوې نه ده په بازار کې د توکو بیې دومره لوړې شوې چې تصور یې نکیږي.

هغه وړاندې وايي که دا حالت همداسې دوام وکړي خلک به د لوږې له ګواښ سره مخ شي.
طالبان وايي، هڅه کوي چې د خوراکي توکو بیې مهار کړي.
د طالبانو د کابل ښاروالۍ مسوولانو، د سوداګرۍ، مالیې، عدلیې، کورنیو چارو وزارتونو، استخباراتو، د افغانستان بانک ریاستونو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د بېلابېلو صنفي ټولنو استازو د بیو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي ګډ کمیسیون د نرخپاڼو د جوړولو په موخه غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د مهار، د خوراکي توکو د بیو د کمولو لپاره د تګلارې په جوړېدو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د خوراکي توکو د واردولو د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې اترې شوې.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د یادو مسوولانو په حواله لیکلي، اوسمهال چې پر خوراکي توکو لګېدلي بندیزونه لرې شوي او د بهرنیو اسعارو بیه راټيټه شوې، نو پلورونکي باید د افغانستان د خلکو اقتصادي شرایط په پام کې ونیسي.
د کابل ښار یو اوسیدونکی حشمت الله وایي، چې د ناوړه اقتصادي وضعیت او په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي له امله تر اوسه پورې نه دی توانیدلی چې د روژې لپاره خوراکي توکي وپيري.
نوموړی وایي، که د طالبانو حکومت له خوا بیې کنټرول نه شي د سږکال روژه به د افغانانو لپاره ډېره سخته وي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د زرګونو هېوادوالو وزګارېدل، اقتصادي ځوړه، د بهرنیانو د مرستو کمېدل، د مالیو لوړېدل او نړۍ له ډېرو هېوادونو سره د افغانستان د راکړې ورکړې کمېدل هغه څه دي چې د افغانستان د خلکو ژوند یې له اقتصادي پلوه اغېزمن کړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ذبیح الله مجاهد: د پاکستان نوی حکومت دې د دواړو هیوادونو ګډې ګټې په پام کې ونیسي

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۵۰ GMT+۰

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد د پاکستان له نوي حکومته غوښتي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ښې کړي او د دواړو هېوادونو ګډې ګټې په پام کې ونیسي. مجاهد د پاکستان پر نوي حکومت غږ کړی چې له افغانستان سره دې په چلند کې بدلون راولي.

هغه د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي چې، د کډوالو په موضوع کې نرمښت، د سوداګرۍ وده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ اسانتیا برابره شي.

د طالبانو ویاند نن یکشنبه د (کب ۲۰مه) د دغې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستلو په موضوع دې له سره کتنه وشي او نوی حکومت دې په دغه برخه کې له نرمښت راولي.

تېره ورځ شنبه ‏د کب ۱۹مه د پاکستان حکومت له لوري۲۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۲ تنه کیږي په جبري ډول افغانستان ته په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړي.

مجاهد زیاته کړې چې د دوی حکومت له پاکستان سره په سیاسي او اقتصادي برخه کې ښې اړیکې لري او غواړي دغو اړېکو ته همداسې دوام ورکړي.

په دې اړه لا د پاکستان له لوري رسمي دریځ نه دی څرګند شوی خو تر دې وړاندې د څه باندې دوو کلونو په اوږدو کې د پاکستان حکومت په کابل کې طالبان په دې تورن کړي وو چې د پاکستان په نا امنیو کې لاس لري او له افغانستانه د پاکستان امنیت ته ګواښونه پیښیږي.

د پاکستان حکومت دعوه لري چې له هغه ورځې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، د پاکستاني طالبانو ډلې ته یې په افغانستان کې امن پټنځایونه ورکړي او هغوی له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي او د دوی امن ګډوډوي.

د طالبانو د کډوالو وزارت: له پاکستانه څه باندې ۱۰۰ افغان کډوال په جبري توګه راستانه شول

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۵۴ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکي، چې د تورخم له لارې ۱۴۲ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول. دغه وزارت وايي، یاد شمېر کډوال د تورخم له لارې له پاکستانه په زرو راستانه کړل شوي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن یکشنبه د (کب ۲۰مه) په ایکس پاڼه د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت له قوله لیکلي چې ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۴۲ تنه کیږي په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې.

د وزارت د معلوماتو له مخې دغه شمېر کډوال وړمه ورځ د کب په ۱۹مه هیواد ته راستانه شوي.

د دغه وزارت په وینا، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

تېره اوونۍ د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی و چې؛ افغانستان ته د افغان کډوالو د پلان له پلي کېدو راهیسې پنځه لکه، درې زره او ۷۲۱ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي.

د طالبانو کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت تېره ورځ شنبه ‏د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې خبر ورکړی و، چې ۴۷۱ تنه افغان کډوال د کب پر ۱۷مه په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړل شوي.

که څه هم د پاکستان مخکني لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي. خو د شهباز شریف په مشرۍ نوي راغلي حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي چې د کډوالو په زور ایستلو لړۍ به روانه ساتي او که بدلون به پکې راولي.

ډيلي بېسټ ورځپاڼه: داعش ډله به دا ځل تر پخوا ځواکمنه راپورته کیږي

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۱۶ GMT+۰

ډيلي بېسټ ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې ويلي، چې داعش ډله يو ځل بیا په افغانستان کې ځواکمنه شوې او دا ځل به تر پخوا په ځواکمن ډول را پورته شي. دغې ورځپاڼې وړاندې ويلي، چې داعش دا مهال په افغانستان کې نوي پټنځایونه موندلي او له هغه ځایه د تازه بریدونو په تکل کې ده.

په دغه راپور کې چې نن یکشنبه د (کب ۲۰مه) خپور شوی، راغلي چې داعش په عراق او سوریه کې د خپلو سیمو له لاسه ورکولو وروسته اوس په افغانستان کې امن پټنځایونه موندلي چې له هغه ځایه د زیاتېدونکو ترهګریزو بریدونو پلانونه جوړوي.

‏ورځپاڼې زياته کړې، چې د داعش ډلې له ګواښونو داسې بریښي، چې دغه ډله به د پخوا پرتله په خونړي ډول رامخته شي.

‏د دغې ورځپاڼې د راپور يوه برخه لیکي، چې د طالبانو ډلې پر ښځو له زور زیاتي سربېره د داعش ډلې د بيا را ژوندي کېدو لپاره زمينه برابره کړې.

د طالبانو ډلې لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې په ځلونو ويلي، چې دا مهال داعش او نورې وسله والې ډلې په افغانستان کې د دوی له لوري ځپل شوې دي.

د مقاومت ملي جبهه وايي، دوه جنګیالي یې په کاپیسا ولایت وژل شوي دي

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د افغانستان د مقاومت ملي جبهې پر خواله رسنۍ اېکس خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوه جنګیالي په کاپیسا ولایت کې طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه نښته د شنبې په ورځ – د کب ۱۹ مه – د کاپیسا ولایت په ده بابا ولي ښارګوټي کې رامنځ ته شوې ده.

ویل کیږي‌، په دغه نښته کې یو شمیر طالبان هم وژل شوي او ټپیان شوي دي، خو کره شمیره یې نه ده ښودل شوې.

طالبانو د دغې نښتې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د ازادي جبهه وايي، د کابل ښار په څلورمه حوزه کې یې درې طالبان وژلي دي

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۴۹ GMT+۰

د افغانستان ازادۍ جبهې د شنبې په ورځ ویلي، چې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په تهیه مسکن څلورلارې کې یې د طالبانو پر یوې پوستې برید کې درې وسله وال وژلي.

دغه جبهې په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې په دې بريد کې د طالبانو دوه غړي ټپيان شوي هم دي.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ازادۍ جبهې په وینا، دا برید د شنبې په ورځ (د حوت ۱۹مه) د ماښام په اوو بجو تر سره شوی دی.

د ازادۍ جبهې له دې برید څخه یوه ویډیو هم خپره کړې چې په کې د چاودنې غږ اوریدل کیږي.

دغې جبهې ویلي چې طالبانو تېره اونۍ په دې پوسته کې د کابل یو شمېر اوسېدونکي د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړيتوب په تور زورولي وو.