• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کډوالو وزارت: له پاکستانه څه باندې ۱۰۰ افغان کډوال په جبري توګه راستانه شول

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۵۴ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکي، چې د تورخم له لارې ۱۴۲ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول. دغه وزارت وايي، یاد شمېر کډوال د تورخم له لارې له پاکستانه په زرو راستانه کړل شوي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن یکشنبه د (کب ۲۰مه) په ایکس پاڼه د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت له قوله لیکلي چې ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۴۲ تنه کیږي په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې.

د وزارت د معلوماتو له مخې دغه شمېر کډوال وړمه ورځ د کب په ۱۹مه هیواد ته راستانه شوي.

د دغه وزارت په وینا، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

تېره اوونۍ د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی و چې؛ افغانستان ته د افغان کډوالو د پلان له پلي کېدو راهیسې پنځه لکه، درې زره او ۷۲۱ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي.

د طالبانو کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت تېره ورځ شنبه ‏د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې خبر ورکړی و، چې ۴۷۱ تنه افغان کډوال د کب پر ۱۷مه په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړل شوي.

که څه هم د پاکستان مخکني لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي. خو د شهباز شریف په مشرۍ نوي راغلي حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي چې د کډوالو په زور ایستلو لړۍ به روانه ساتي او که بدلون به پکې راولي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ډيلي بېسټ ورځپاڼه: داعش ډله به دا ځل تر پخوا ځواکمنه راپورته کیږي

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۱۶ GMT+۰

ډيلي بېسټ ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې ويلي، چې داعش ډله يو ځل بیا په افغانستان کې ځواکمنه شوې او دا ځل به تر پخوا په ځواکمن ډول را پورته شي. دغې ورځپاڼې وړاندې ويلي، چې داعش دا مهال په افغانستان کې نوي پټنځایونه موندلي او له هغه ځایه د تازه بریدونو په تکل کې ده.

په دغه راپور کې چې نن یکشنبه د (کب ۲۰مه) خپور شوی، راغلي چې داعش په عراق او سوریه کې د خپلو سیمو له لاسه ورکولو وروسته اوس په افغانستان کې امن پټنځایونه موندلي چې له هغه ځایه د زیاتېدونکو ترهګریزو بریدونو پلانونه جوړوي.

‏ورځپاڼې زياته کړې، چې د داعش ډلې له ګواښونو داسې بریښي، چې دغه ډله به د پخوا پرتله په خونړي ډول رامخته شي.

‏د دغې ورځپاڼې د راپور يوه برخه لیکي، چې د طالبانو ډلې پر ښځو له زور زیاتي سربېره د داعش ډلې د بيا را ژوندي کېدو لپاره زمينه برابره کړې.

د طالبانو ډلې لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې په ځلونو ويلي، چې دا مهال داعش او نورې وسله والې ډلې په افغانستان کې د دوی له لوري ځپل شوې دي.

پاکستاني پولیس: د خیبرپښتونخوا سرښار پېښور کې په یوه موټرسایکل کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۳۸ GMT+۰

پېښور کې د پولیسو مشر ویلي، د پېښور په بورډ بازار کې په یوه موټر‌سايکل کې چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او یو ټپي دي. ويل کیږي د مرګ ژوبلې شمېرې لومړنۍ دي ښايي بدلون وکړي.

په پېښور کې پولیسو نن یکشنبه د (کب ۲۰مه) افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته منلې چې د پېښور په بورډ بازار کې د ریکشاوو په تمځای کې په موټر سایکل کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او یو تن ټپي دی.

پولیس وايي، دغه برید د پېښور پر وخت د سهار په اووه بجې شوی، چې په دغه سیمه کې ګڼې ګوڼه لږه وي.

پولیس وايي، کیدای شي دا یو ځانمرګی برید وي خو وايي اوس لا څیړنې روانې دي چې معلومه کړي دا پېښه څنګه شوې او هدف یې څه و.

پېښور کې پولیس وايي، په سیمه کې یې چانیز عملیات هم پیل کړي او هڅه کوي چې په دې اړه نور معلومات راټول کړي.

د دغه برید مسوولیت لا چا نه دی منلی.

ويل کیږي، چې نن له غرمې وروسته په پېښور کې د پاکستان تحریک انصاف عمران خان ګوند له لوري په ترسره شویو ټاکنو کې د شویو درغلیو په غبرګون کې یوه لویه غونډه جوړه کړي چې د عمران خان د ګوند ایالتي مشر او د خیبرپښتونخوا لپاره نوی ټاکل شوی اعلی وزیر علي امین ګنډاپور به هم پکې ګډون وکړي.

دا په تېرو وروستیو میاشتو کې په پېښور کې د خپل ډول لومړنۍ چاودنه ده چې کیږي.

تېر کال پر پاکستاني پولیسو د ځانمرګو او سړک غاړې بمي چاودنو څو پېښې شوې چې پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

د پاکستان پوځ وايي، شمالي وزیرستان کې یې د عملیاتو پرمهال ۱۳ وسله والو ته مرګژوبله اړولې

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۳۵ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايي، د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمه شمالي وزيرستان کې یې د عملیاتو په مهال ۱۰ وسله وال وژلي او درې نور یې ټپيان کړي. د پوځ رسنیزې څانګې ويلي، دغه عملیات یې تېره ورځ شنبه د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کړي او له وژل شویو یې یو شمېر وسلې هم نېولې.

د پاکستان پوځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه هم شوې، چې په پایله کې یې ۱۰ وسله وال وژل شوي.

ټي ټي پي په دې اړه لا څه نه دي ويلي.

د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو وسله والو په سیمه کې د دولتي کارکوونکو او پولیسو په وژنو کې لاس درلود او په سیمه کې یې امنیتي خنډونه رامنځته کړي وو.

په شمالي وزیرستان کې په ټي ټي پي پورې تړلې د حافظ ګل بهادر ډله فعاله ده او ډیر کله د پاکستان پر پوځ او پولیسو بریدونه کوي.

پوځ وايي، اوس هم په دغې سیمه کې په ترهګرو پسې د پلټنې عملیات روان دي.

په سیمه کې خبریال او د حالاتو څارونکي لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته ویلي چې په پاکستان کې تر سیاسي بدلون وروسته، د دغه هيواد پوځ په خیبرپښتونخوا ایالت کې پوځي عملیات ډیر کړي او وسله وال په نښه کوي.

په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونو او چاودنو یو ځل بیا زور اخیستی او وخت نا وخت په پاکستاني پوځ او پولیسو وسله وال بریدونه او چاودنې کیږي.

د مقاومت ملي جبهه وايي، دوه جنګیالي یې په کاپیسا ولایت وژل شوي دي

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د افغانستان د مقاومت ملي جبهې پر خواله رسنۍ اېکس خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوه جنګیالي په کاپیسا ولایت کې طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه نښته د شنبې په ورځ – د کب ۱۹ مه – د کاپیسا ولایت په ده بابا ولي ښارګوټي کې رامنځ ته شوې ده.

ویل کیږي‌، په دغه نښته کې یو شمیر طالبان هم وژل شوي او ټپیان شوي دي، خو کره شمیره یې نه ده ښودل شوې.

طالبانو د دغې نښتې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د ازادي جبهه وايي، د کابل ښار په څلورمه حوزه کې یې درې طالبان وژلي دي

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۴۹ GMT+۰

د افغانستان ازادۍ جبهې د شنبې په ورځ ویلي، چې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په تهیه مسکن څلورلارې کې یې د طالبانو پر یوې پوستې برید کې درې وسله وال وژلي.

دغه جبهې په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې په دې بريد کې د طالبانو دوه غړي ټپيان شوي هم دي.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ازادۍ جبهې په وینا، دا برید د شنبې په ورځ (د حوت ۱۹مه) د ماښام په اوو بجو تر سره شوی دی.

د ازادۍ جبهې له دې برید څخه یوه ویډیو هم خپره کړې چې په کې د چاودنې غږ اوریدل کیږي.

دغې جبهې ویلي چې طالبانو تېره اونۍ په دې پوسته کې د کابل یو شمېر اوسېدونکي د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړيتوب په تور زورولي وو.