• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د قومونو او قبايلو چارو وزير: ډېر ژر به خپلې پېسې، پاسپورټ او وسلې جوړې کړو

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۵۷ GMT+۰

د طالبانو د قومونو او قبايلو چارو وزير په ننګرهار کې يوې غونډې ته ويلي، چې دغه ډله د ځان بساينې لور ته روانه او ډېر ژر به افغانستان پاسپورټ، تېل، برق او وسله خپله توليد کړي. نورالله نوري زیاتوي، چې له وطنه تللي تخريب کوي او د هېواد ناسم انځور وړاندې کوي.

د طالبانو د قومونو او قبايلو وزير نورالله نوري په ننګرهار کې د ملي يوالي د ټينګښت په غونډه کې وويل، چې ټولې چارې يې په ښه ډول سمبال کړي دي.

نوري زياتوي، چې په نېږدې ورځو کې به د غنمو، مېوې، تېلو او برېښنا له اړخه په ځان بسيا شي او نېږدې راتلونکی کې به خپل پاسپورټ او وسلې هم توليد کړي.

هغه زياتوي: «زه باور لرم، چې څو ورځي وروسته به افغانستان له غنمو، تېلو، برق، مېوه جاتو او مارکېټینګ کې خودکفا شي، افغانستان به ډېر ژر خپلې پيسې، پاسپورټ او وسلې جوړي کړي.»

د طالبانو دغه وزير زیاتوي، چې له وطنه لري "غربي غلامان" يې په اړه ناسم تبلغات کوي.

نوموړی وايي: « د هر څه تصمیم زموږ په لاس کې دی، دا غربي غلامان دي، چې د پرېديو ډالرو ته رقصيږي او پوچ تبلdغات کوي.»

د نوموړي په خبره، چې د «الله او خپلو شهیدانو» سره يې پر ځمکه د «الله د دين» د پلي کولو او عملي کولو ژمنه کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

خالد حنفي: اسلام ښځو ته د هغوی حقونه ورکړي،‌ مونږ یې چې نه ورکوو دا زمونږ ګناه ده

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د یکشنبې په ورځ په میدان وردګ ولایت کې یو غوڼډې ته د طالبانو د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي یوه وینا خپره کړې چې وايي؛ اسلام ښځو ته د هغوی حقونه ورکړي او دا چې دوی یې نه ورکوي دا د دوی ګناه ده.

هغه وايي، چې کفري نړۍ (نړۍواله ټولنه) مېرمنو ته د هغو د لوڅو ګرځېدو سپارښتنه کوي او ورته وايي، چې ستاسو په دې کې عزت دی.

هغه ټینګار کوي: “کفري نړۍ په دې اړه ډېر کار وکړ، اوس ټول وايي‌، چې د مېرمنې عزت د هغې په لوڅ والي کې دی. مګر مونږ دا کار نه شو کولی، ځکه چې د مېرمنو عزت د الله په قران، قانون او په حجاب کې دی.”

د طالبانو دغه وزیر وايي، چې اوس نړۍواله ټولنه د ښځو د حقونو نارې وهي؛ خو په اصل کې د ښځو حقونه اسلام ورته ورکړي دي.‌

سره له دې، چې نوموړی د اسلام له خوا مېرمنو ته هغوی د حقونو پر ورکړې ټینګار کوي‌ او د خلفای راشدین د وخت نقلونه کوي،‌ چې په هغه دوره کې مېرمنو ته د هغوی حقونه ورکړل شوي وو؛ خو دا چې اسلام په هر نر او ښځه تعلیم فرض کړی، دې موضوع ته هېڅ اشاره نه کوي.

د طالبانو د امربالمعروف وزیر د دوی د نورو چارواکو په شان د اسلام ټول روایتونه د خپل دریځ د غښتلتیا لپاره کار کړي دي او کوم حقونه چې اسلام په واضح توګه د ښځو لپاره ځانګړي کړې، هغوی ته له اشارې ډډه کوي.

ښاغلی حنفي د غوڼډي له ګډونوالو غواړي، چې لاسونه سره یو کړي او استقامت پېدا کړي.

هغه وايي، چې د نړۍوالې ټولنې له خبرداریو باید و نه ډار شي او باید د خپلو “شهیدانو” ارمانونو ته پاملرنه وکړي.

هغه زیاتوي: “مونږ او تاسې خو به سبا الله ته ځو، الله او اول شهدا به مونږ نه دا پوښتنه وکړي، چې زما د دې قیمتي وینې په بدل کې تا څه وکړل، ماته ځواب راکړه؟ مونږ شهیدانو ته ځواب نه شو ورکولی، الله ته به څه ځواب ورکړو؟”

هغه په غوڼډه کې په نانستو کسانو غږ کوي، چې د بدو کارونو د مخنیوي لپاره، باید سره لاسونه ورکړي او ملا وتړي.

ایران او طالبانو د ځمکې د لارې د لېږد رالیږد د همکارۍ سند لاسلیک کړ

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۱۳ GMT+۰

د ایران د لویو لارود تنظیم د نړۍوال ټرانسپورت دفتر مشر جواد هدایتي ویلي، چې د ایران او طالبانو ترمنځ د ترانزیټ په برخه کې د همکاریو سند لاسلیک شوی دی. تسنیم خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) خبر ورکړی، چې ښاغلي هدایتي له طالبانو سره د دغه سند د محتوا په اړه خبرې کړې دي.

د دغه راپور له مخې؛ جواد هدایتي د ایران پر ارادې د دواړو هېوادونو د اقتصادی اړیکو د پراختیا، د ټرانزیټي دهلیزونو د پیاوړتیا او د سیمې د نورو هېوادونو لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د لاس رسي د اسانتیاو د برابرولو لپاره د هرات-مزار شریف د سړکونو د بشپړولو په اهمیت ټینګار وکړ.

د ایران دغه چارواکي هم د چابهار بندر د کارولو په اړه د طالبانو د پرېکړې هرکلی کړی دی.

په ورته وخت کې هغه د چابهار له بندر او ګډو پولو څخه د افغان سوداګرو د مالونو د لېږد رالېږد په برخه کې د همکارۍ او اسانتیا په موخه د ایران د ټرانزيټ او ټرانسپورټ سازمان چمتووالی اعلان کړ.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر حمیدالله اخوندزاده او د ایران یوه پلاوي څو ورځې وړاندې په کابل کې سره وکتل او د یوه نړۍوال سړک د جوړولو په برخه کې یې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه پلاوی دوه اړخیزه هوکړې ته د رسېدو په موخه کابل ته راغلی و.

ایران او د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت تر اوسه د دې هوکړې جزییات نه دي خپاره کړي.

ایران د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو له دې ډلې سره ډېپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري او په تهران کې یې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې؛ تېر کال له ایران سره د دغې ډلې د سوداګرۍ ارزښت یو میلیارد او ۷۳۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلی و.

د طالبانو سترې محکمې یو ځل بیا په پروان کې څلور تنه په درو ووهل

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۹ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په پروان کې يې څلور تنه د "غلا" په تور په درو وهلي دي. دغې محکمې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له دغو کسانو هر یوه ته د ۳۹ درو او شپږ کاله تنفیذي بند سزا اورول شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) په خپله خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغو څلورو کسانو د وهلو سزا د جمعې په ورځ ( د کب ۱۸مه) عملي شوه.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ؛ دغو کسانو ته د سزا حکم د پروان ولایت د طالبانو د جنايي محکمې له خوا صادر شوی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د دې سزا د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه نور څه نه دي ویل شوي.

د پنجشنبې په ورځ هم دغې محکمې په هلمند کې څلور تنه په بېلابېلو تورونو محکوم کړل.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له رسېدو وروسته بدني مجازات بیا پیل شول.

د بدني او عامه مجازاتو د بندولو لپاره د نړۍوالو له غوښتنو سره - سره دې ډلې د تورنو کسانو بدني او عامه مجازاتو ته دوام ورکړی دی.

ابراهیم صدر: مسوولین باید له مخکنیو تجربو ګټه واخلي او لومړی ځان، ملګري او کورنۍ اصلاح کړي

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۳۲ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ابراهیم صدر وايي، چې طالب مسوولین باید له مخکنیو تجربو ګټه واخلي او لومړی ځان، ملګري او بیا خپلې کورنۍ اصلاح کړي.

ابراهیم صدر دا څرګندونې نن یکشنبې د ننګرهار ولایت مقام ودانۍ کې د ختیځو ولایتونو طالب چارواکو ته په یوې امنیتي ناسته کې کړي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر نن یکشنبې (د کب ۲۰مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ابراهيم صدر د ختيځ زون د طالبانو واليانو، مرستيالانو، امنيه قوماندانانو، د استخباراتو ریيسانو، د ۲۰۱ خالد بن وليد قل اردو منسوبينو او نورو مسوولینو سره د همغږۍ په موخه غونډه وکړه.

ابراهیم صدر د خپلې وینا پر مهال طالب چارواکو ته وویل، چې د ولس د اصلاح لپاره کار وکړي او هڅه وکړي چې ولس ته صادقانه خدمت وکړي.

هغه د وینا په یوه برخه کې وویل: "مسووليت امانت دی او له هر مسوول څخه به په دنيا او اخرت کې د ده د کړنو پوښتنه کيږي؛ نو بايد ټول خپلو مسوولیتونو ته پام وکړي او په اخلاص سره يې تر سره کړي."

ابراهیم صدر په وروستیو کې له پخوا څخه ډېر فعال شوی دی او په لنډ وخت کې یې څو ولایتونو ته سفرونه وکړل.

ابراهیم صدر یو ځواکمن طالب چارواکی دی، چې ملا هبت الله ته نېږدې کس بلل کیږي.

صدر چې د ایران د انقلابي ګارډ قول اردو ته له نېږدې کسانو څخه هم شمېرل کیږي، هغه له دې وړاندې ویلي وو، چې د طالبانو د نظام د بقا لپاره، دوی باید د مولوي هبت الله په اطاعت کې "ثابت" وي.

ابراهیم صدر د طالبانو یو له مهمو امنیتي شخصیتونو څخه دی، چې په رسنیو کې ډېر کم راڅرګندیږي.

طالبانو د هغه عکس نه دی خپور کړی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني ريیس رحمت الله نبیل ابراهیم صدر او قیوم ذاکر د ایران د سپاه پاسداران له نېږدې کسانو څخه بللي دي.

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې سبا دوشنبه روژه نه ده

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۰۹ GMT+۰

په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې نن یکشنبه د (کب ۲۰مه) اعلان وکړ، چې سبا دوشنبه روژه نه ده. د دوی په خبره، چې د سترې محکمې د هلال کمېټه به سبا دوشنبه د روژې پرېکړه کوي.

د سترې محکمې د خبر له مخې، چې د هلال کمېټه به سبا دوشنبه د روژې د لومړۍ ورځ د معلومولو لپاره ناسته وکړي.

د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو سترې محکمې په ولايتونو کې اړوند د هلال ولايتي کمېټو ته دنده سپارلې، چې د مياشتې د ليدو لپاره تیاری ونيسي.

افغانستان وړاندې د سعودي عربستان سره یو ځای روژه او اختر کاوه؛ دا ځکه، چې په سعودي عربستان کې مياشت تر افغانستان مخکې ښکاره کيږي.

طالبان واک ته په رسېدو تر ډېره د خپلو پرېکړو له مخې د روژې او اختر لومړۍ ورځ ټاکي.

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت هم د روژې په مياشت کې دولتي کارکوونکو ته کاري مهالوېش اعلان کړی.

دغه وزارت په يوه مکتوب کې مامورينو ته د کار د شروع وخت د سهار له ۹ بجو بیا د ماسپښين تر ۲ بجو ټاکلی.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ويلي، چې توليدي بنسټونه، دايمي فعال سکتورونه، روغتيايي مرکزونه، د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو بنسټونه د خپل کاري مهالوېش له مخې دندې تر سره کولای شي.