د ازادۍ جبهه: که طالبان پرې برید و‌‌نه کړي، په روژه او اختر کې به پوځي عملیات و دروي

د طالبانو ضد وسله واله ډله د ازادۍ جبهه وایي، چې که د روژې په میاشت کې طالبان پر دوی بریدونه و نه کړي، دوی به هم د روژې تر ختمېدو او د اختر په ورځو کې پرې هیڅ کوم برید و نه کړي.