د طالبانو د هوا پوهنې ادارې په ۱۵ ولایتونو او سالنګونو کې د واورې او بارانونو اټکل کړی

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پوهنې ادارې ویلي چې په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، پنجشیر، پروان، نورستان، کاپیسا، کابل، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې به د باران کچه لوړه وي او دغه راز په ځینو سیمو کې به واوره هم ورېږي.





